استاد سیاف به پوهه لري، جهاد به یي کړی وي وطن دوسته به هم وي، هغو ټولوته موږ احترام لرلی او لرو یې خو دا ورسره په هېڅ وجه نه منو چې له دین نه دې چاړه جوړه کړي ځان ته  دې ورباندې مڼې سپینه وي او د نورو په خېټه دې ور منډي. 

اوس حالات د پخوا په څېر نه دي چې تل به ستاسې په ګټو راڅرخي اوس د ځوان کهول شعور ډېر پياوړی شوی دی اوس هر سړی په کېس پوه دی دا چې غږ نه کوي دا چې د چا ګرېوانونو ته لاسونه نه اچوي دا د همدې ځوان کهول د شرافت او د احترام انتها ده. 

ډېر لرې به نه ځو ۸۵ ـ ۸۶ کلونو کې چې طالب کوم وحشت او بربریت وکړ په نړۍ کې یې بېلګې نه پیدا کیږي چې نن هم  دوام لري هغه وخت استاد سیاف د طالب پرخلاف دغه شان غوڅ دریځ نه درلود ځکه چې دوی ته یې کوم زیان نه و رسېدلی افغان  ولس وژل کیده په بمونو ټوټه ټوټه کېده  او د موچي په تار ورڅخه سرونه له تنې جلا کېدل، استاد سیاف هغه وخت د طالب ضد شو کله یې چې په ده باندې څو حملې وکړې کله یې چې دی ټارګټ کړ حدیثونه هم پيدا شول ایاتونه هم پيدا شول فتوا یې ورکړه طالب یې کافر کړ له دې نه وړاندې هېڅ نه ول  امریکایانو هم د طالب نه کم جنایتونه دلته نه دي کړي ودونه حجرې جوماتونه مو امریکایانو بمبارد کړل استاد سیاف کله هم د امریکا خلاف یوه خبره ونه کړه نو ته خو ځان ته مجاهد وايې  رهبر ځان ته وايې ستا په وړاندې ستا په ولس څه ونه شول په سپيو و داړل شول بې عزته شول له خاورو سره خاورې شول تاسې مجاهد صاحب خو یوه ورځ هم خبري کنفرانس ورنه کړ تاسو خو یوه ورځ هم خپل مجاهد رونه راونه غوښتل چې دا څه روان دي ولې؟ ؟؟ د باګرام زندان په چاډک و ایا ټول طالبان ول؟ یوه هغه خبره دې ستاڅوک را په یاد کړي چې تا ددې ولس لپاره کړي وي نه د ځان لپاره؟ موږ حافظه لرو دومره بې حافظې ولس هم نه یو لکه څومره چې تاسو محترمین فکر کوئ. 

هغه خلک چې تاسو جهاد ته رابلل او ستاسې د امر لاندې ول او شهیدان شول نن یې له کورنیو تاسو خبریاست؟ کله مو هم خبر اخستی دی چې د هغوی بچي وږي دي ماړه دي مړه دي ژوندي دي؟ ستاسې په وړاندې خلک له ولږې خپل بچي پلوري تاسو د هغوی پوښتنه کړې ده چې داولې؟ دا تاسو چې څومره چاغ شوي یاست دا نورو همدومره وچ شوي دي. 

جهاد فرض دی الله ج په هرمسلمان فرض کړی دی او اجریې هم الله ج ورکوي تاسو مجاهدین ولې هغې ورځې ته انتظار نه باسئ چې الله ج ته ورشئ او هغه یې اجر درکړي تاسو خو د جهاد امتیاز له موږ نه اخلي او په څو ډوله یې اخلئ هغه چې ددې وطن په دفاع کې یې خپل پلار ورور له لاسه ورکړی وي هغه به ښه مجا هد وي او که تاسو؟ چې پوزه مو نه ده وینه شوې د حیرانۍ خبره خو دلته ده چې په زوره قدر غواړي خلک دلته ځکه د تاسو غوندې خلکو قدر نه کوي چې د لته هرافغان مجاهد دی او تر تاسو سل چنده سپېڅلی او ریښتونی مجاهد دی ځکه چې د کورنۍ یو غړی نه یوغړی یې له لاسه ورکړی دی او تاسو؟ ستاسو دکارنامو په اړه هغه کتابونه چې بهرنیانو لیکلي ځوان کهول هغه لوستي تاسو موږ ته داسې معلوم یې لکه څنګه چې په باطن کې یاستئ دا چې موږ څه نه وايو دا زموږ له ضرورت نه د زیات سړيتوب او  د شرافت نښه ده. 

که چا مجاهد ته غل وویل هغه کافر دی. سمه ده دا خبره هرافغان ته د منلو ده خوکه چرته چا غله ته مجاهد وویل هغه بیا  څه شی شو؟؟؟. 

د استاد سیاف له ننۍ خبري نه خو د استاد پوه او... هرڅه په ډېره ښه توګه افغان ولس ته څرګنډ شول چې (څوک چې مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی.) که چرته په یوه کتاب چا دا ثابته کړه چې مجاهد او  غيرمجاهد که چا یو شان وبلل هغه کافر دی مخ راتور کړئ، نشته په هېڅ کتاب کې نشته نه په حدیثو کې شته نه په قران کې او نه د فقې په کتابونو کې ولې استاد د یو څو کسانو د خوشحالۍ لپاره خپل ځان خرابوي؟ بیا د هغه چا لپاره چې هروخت یې ده لمن نیولې او هغوی هروخت د ځان په ګټه کارولی دی زه د یو افغان په توګه له استاد سیاف نه دا پوښتم چې دا فتوا دې له کومه کړه؟ په کوم کتاب کې راغلي؟ 

 دا خیټالوژيانې دي داسې فتواګانې او ټاپې که  چلېدلی اوس به ټول کافران و پرته له  ټلوالې. 

دا اوس معمول ګرځېدلی دی د قران مبارک ایات یا د مبارک حدیث را واخلي د ځان په ګټه یې تفسیر کړي او د کفر ټاپه درباندې ولګوي دا کیسې دلته نورې نا چله دي. 

جهاد له روس سره افغان ولس وکړ او روس ته افغان ولس ماته ورکړه نه دا څو پنډتانو چې ځانونه د جهاد ټېکداران بولي. او امتیاز ورباندې همدې خلکو واخیست او اخلي یې  جهاد فرض دی الله ج به هغو ته اجرونه ورکړي چې جهاد یې کړی او هغو باندې به خپل قهر نازل کړي چې تجارت یې  ورباندې کړی دی. 

رابه شو د ملي اتل مسلې ته زه څنګه احمد شاه مسعود ته د ملي اتل په حق قایل شم؟ احمد شاه مسعود یو قومندان وه او داسې ډېر قومندانان موږ په همدې لاره کې له لاسه ورکړي چې د هغوپه اړه څوک خوله نه چوله کوي ولې؟ دې نه به هم تیر شو او مسعود به د وخت تر ټولو مجاهدینو غوره وبلو او د ملي اتل په سترګه به ورته وګورو خو د تعجب خبره نه ده چې اتل دې ملي وي او د داسې یوه بیرق ( توغ) لاندې دې دهغه ورځ نمانځل کیږي چې څوک یې پېژني نه ولې ملي بیرق نه  ؟  اتل دې ملي وي او بیرق دې حزبي احمد شاه مسعود، پلویانو یې خپله یوه قوم ته یوې ډلې ته یوې درې ته منصوب کړی دی او دهغه ورځ په داسې شکل د غه خلک نمانځي چې ته فکر کوې د جهاد او مقاومت قومندان نه بلکې کوم ترهګر نمانځل کیږي په د غه ورځ په سرکونو باندې وحشي وحشي تګ وسلې د وحشت او بربریت اکتونه دا ټول هغه څه دي چې د مسعود پورې خندل دي او موږ دومره سپک خلک نه یو او نه دومره د مسعود ضد یو چې هغه ته دې سپکاوی وکړو موږ احمد شاه مسعود ته دعا کو خو هغه خلک چې ځانونه یې د لارې پلویوني بولي په ښکاره د هغه سپکاوی کوي او دغه ښاغلي له نورو قومونو هم غواړي او ګیله ورڅخه کوي چې دوی ولې ددوی سپکاوی نه کوي موږته خپل وجدان دا اجازه نه راکوي موږ مړي ته سپکاوی نه کو او دا کوم خلک چې ځانونه په دې توګه د هغه دفکر پلویوني ګڼي هغوی نه زموږ تپوس دی چې ایا مسعود همداسې یو شخصیت و ه ؟ ایا د هغه لار همدا وه په کومه چې تاسو روان یاست؟ او څه چې تاسې کوئ ایا دا د هغه کړنې دي؟ که چېرته دوی ثابته کړه چې احمدشاه مسعود همداسې یو کس و ه بیا سمه ده کنه نه دا د هغه لار وه  او نه احمد شاه مسعود دغه شان سړی وه. 

بله خبره د ملي اتل معنی ده د ملت اتل د ټول ملت اتل نو خبره باید ملت ته پرېښودل شي چې هغه یې قدردانی وکړي نه په زوره څوک يوڅک په چامنلی شي او نه به یې ومني دا کار نه د زور دی او نه د فتوو احمد شاه بابا ته د بابا لقب ولس ورکړی دی نه حکومت میریس نیکه ته خوشحال بابا ته ټول هغه لقبونه دي چې دولس لخوا ورکول کیږي. 

دلته خو په دغه ورځ ولس ته سزا ورکول کېږي په دغه ورځ حکومت سقوط وي ولس له کوره نه شي راوتی په ښارکې د و حشت او بربریت اکتونه کیږي یو بد حال وي نو ولس باندې به یې ښه  ومنې. 

قضاوتونه توپير کوي موږ د هیچا مخالف نه یو په احمد شاه مسعود باندې مو خوا بده ده کاش داسې پلویوني یې نه لرلی کاش په دغه ورځ ختمونه کېدلی کاش په دغه ورځ خلکوته ګلونه ورکول کېدلی هرځای ولس ته شربتونه ورکول کېدلی له بې وزلو سره مرسته کېدلی د بې کسه  خلکو لاسنیوی کېدلی او په دې ورځ د هېواد په مختلفو برخو کې د احمدشاه مسعود په فکر او د هغه په مبارزې خبرې کېدلی بیا به د خلکو په ذهن کې مسعود بل ډول نقش وی خو اوس چې ټوپک یې په غاړه چاړه په لاس توفنجه په بل لاس کې نیولې پکول په سر راکش کړی پایڅې ترزنګانه راپورته کړې او له چرسو ډګ سګرټ په خوله او بیا یې شعار هم لیکلی وي ( ستالار زموږ لار ده) 

په دغه ورځ قتلونه کیږي خلک ټپيان کیږي دا ګناه ده که ثواب دا به چاته رسي ایا په دغه ورځ به د احمد شا مسعود روح خفه  او که خوشحاله وي که هغه ژوندی هم وی دغه ډول وحشت او بریرتي اکتونو ته به یې هیچاته اجازه نه وی ورکړې. 

او د ټلوالې دا نور سیاسي، جهادي او مقاومتي ټېکداران چې ددې ننداره کوي او غوڅ مخالفت یې نه کوي هغوی په همدې اکتونو حکومت او خلک ګواښي چې موږ همغه خلک یو بدلون راکې نه دی راغلی مشرا ن یې په همدغو خلکو ځانونه ساتي او بس، نه ولاکه د احمد شاه مسعود غم وړي وي او نه یې ولاکه وکړي دا بس هسې د مکر خواخوږي ده چې په غونډو کې یې کوي. 

که له دوی سره د احمد شاه مسعود غم وی په دې توګه خو دا خلک د هغه سپکاوی کوي په دې ورځ د هغه روح لا نا ارامه کوي. 

نن ورځ ستر مجاهدین او غازیان چې باید ولس او حکومت ورته پاملرنه وکړي هغه زموږ افغان ملي امنیتي ځواکونه دي هغه که په ملي امنیت کې دي که په ملي اردو کې دا زموږ ستر مجاهدین دي او زموږ غازیان هم دوی دي او زموږ ویاړونه هم دوی دي ددوی ستاینه او ددوی قربانیو ته درناوی او نازونه په ټول ملت فرض ده.