ښاغلی محترم خوشحال تایب د ګاز لرونکي شربتونه او د ماشومانو روغتيا تر عنوان لاندی داسی لیکی:

" میندې او پلرونه تل د خپلو ماشومانو د خوراک او څښاک اندېښنه کوي، غواړي پوه شي چې ماشومانو ته یې کوم خواړه ګټور او کوم هم زیانمن دي.

زیاتره ماشومان له ګاز لرونکو شربتونو (نوشابې) لکه فانتا، کوکاکولا، سپرایټ او ځينو انرژي لرونکو نوشابو له څښلو سره مینه لري، خو نه پوهیږي چې په راتلونکې کې څه زیانونه ورته رسوي.

د یو شمېر ډاکټرانو په وینا خپلو ماشومانو ته د ګاز لرونکو شربتونو ورکړه نه یوازې له هغوی سره مینه نه ده بلکې د ماشومانو په حق کې ستر ظلم دی.

ماشومانو ته د سړو او ګاز لرونکو شربتونو زیات ورکول د غاښونو وده کمزورې کوي.
دا چې په ګاز لرونکو شربتونو کې قندي مواد موجود دي نو په ماشومانو کې د چاغېدو لامل کیږي.

ماشومانو ته د ګاز لرونکو شربتونه زیات ورکول په وجود کې د کلسیم جذب بهیر ګډوډوي او هډوکي یې ورستوي.

هغه ماشومان چې د D ویټامین له کمښت سره مخ وي او ګاز لرونکي شربتونه هم ورکول کیږي په هغوی کې د هډوکو د ورستېدو نښې ډېرې لیدل کیږي.

د ګاز لرونکو شربتونو ډېر څښل په وینه کې د غوړو د ډېرېدو لامل کیږي او دا چې په دغه راز شربتونو کې اسید فاسفوریک ورګډیږي، په وینه کې د فاسفورس د ډېرېدو لامل کیږي او د جذب بهیر له ګډوډۍ سره مخ کوي.

په ګازلرونکو شربتونو( نوشابو) کې د قند موجودیت د بې اشتهایئ لامل کیږي او ماشومان ډېر لږ نور اړین خواړه خوري.

ماشومانو ته هغه خواړه باید ورکول شي چې پروتینونه او ویټامین ولري خو ګاز لرونکي شربتونه هیڅ غذايي ارزښت نه لري. چې باید ډډه ترې وشي.

هغه ماشومان چې ګاز لرونکي شربتونه ( نوشابې) څښي زیاتره یې د خېټې له باده شکایت کوي.

په ګاز لرونکو شربتونو کې ځينې رنګونه او خوندونه هم ورګډیږي، چې د غاښونو د مینا د خرابېدو لامل کیږي. د ماشومانو غاښونه د دا شان موادو په وړاندې ډېر لږ مقاومت لري.

نو ویل کیږي چې په داسې حالاتو کې باید له نیچې یا پایپ څخه کار اخیستل غاښونه یو څه خوندي ساتي.

ګاز لرونکي شربتونه په ماشومانو کې د خوارځواکې لامل کیږي ځکه بدن ته د اړینو خوړو د رسېدو مخه نیسي.

ماشومانو ته څه ورکړو؟

ښايي یو شمېر کسان وپوښتي چې د ګاز لرونکو شربتونو پر ځای ماشومانو ته څه ورکړو، ځکه د هغوی قانع کول هم آسانه خبر نه وي.

ماشومانو ته هغه شړومبې ورکړې چې ګاز ونه لري او ډېره مالګه هم پکې نه وي، هم د ماشومانو تنده ماتوي او هم ماشومانو ته د مضرو موادو له ورکړې ډډه کیږي.
دغه راز هغه شربتونه چې په کور کې په طبیعي ډول له میوو جوړیږي ماشومانو ته ګټور دي. خو باید د دغو شربتونو په ورکړه کې هم زیاتی ونه شي او له اندازې زیات ور نه کول شي. ځکه د میوو ډېر شربتونه هم په ماشومانو کې د اسهال او اشتها د کمېدو لامل کیږي."