د متحده ایالاتو د کورني امنیت ریاست چارواکي د استرالیا د کډوالو مرکز مانوس ته بیا راستانه شوي دي، ترڅو په دغه مرکز کې د هغو کډوالو مرکې واخلي، کوم چې د چارواکو په مخکنیو لیدونو کې له دغې پروسې پاتې شوي وو.

د استرالیا د ناقانونه کډوالو په دغه مرکز کې کډوالو ته ویل شوي چې مرکې به پدې اونۍ کې پیل شي.

په دغه مرکز کې شاوخوا ۷۰۰ کډوال شتون لري چې په امریکا کې د بیا میشتیدنې مستحق دي، مګر د متحده ایالاتو حکومت تراوسه پدې تړاو څه ندي ویلي چې له دغه جملې به څومره کډوال متحدو ایالاتو ته انتقالوي.

د مرکز دننه کډوال وایي چې ټولټال ۷۰ تنه د متحدو ایالاتو د کورني امنیت د څانګې لخوا په تیرو لیدنو کې مرکه شوي.

دغه مرکز چې د پاپوا نیو ګینیا هیواد د مانوس ټاپو کې موقعیت لري، ټاکل شوې چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په پای کې وتړل شي.

په یاد مرکز کې کډوالو ته دا هم ویل شوي، که چیرې څوک د متحدو ایالاتو د بیامیشتیدنې په پروسه کې پاتې راشي نو هغه کولی شي پاپوا نیو ګینا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي، خو کډوال له دغه وړاندیز څخه انکار کوي، هغوی وایي ژوند یې په پاپوا نیو ګینیا کې خوندي نه دی.

په دې وروستیو اونیو کې د دغه مرکز په کډوالو باندې د سیمه ایزو خلکو لخوا ډیر جدي بریدونه ترسره شوي چې دغه کار کډوال سخت ډارولي.

د دغه مرکز یو ایرانې پناه غوښتونکې د اګسټ په ۷مه د کډوالو د ترانزیت مرکز ته نږدی مړ وموندل شو. که څه هم پولیس وایي هغه ځانوژنه کړې وه، خو دیری کډوال په دغه هکله شکمن بریښي.