د شمالي کوریا د کیم جانګ اون له مستبد رژیم څخه تښتیدل د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د مرګ په معنی ده چې په ناقانونه ډول د دغه هیواد څخه په زرګونو میله لیرې تایلنیډ ته مهاجرت کوي.

خو سره له دې، د شمالي کوریا په زرګونو وګړي هر کال دغه خطر په سر اخلي او دغه مرګوني سفر ته زړه ښه کوي.

د کډوالو دغه اوږد سفر چې د چین او لاووس هیوادونو څخه تیریږي او بالاخره د تایلینډ په شمالي برخه کې پای ته رسیږي، له دوه زره میله زیات واټن لري او هر کډوال ته د زرهاوو ډالرو مصرف په بیه پریوځي.

تایلینډ ته تر رسیدو وروسته دغه کسان د ناقانونه کډوالو په توګه ځانونه تایلینډي چارواکو ته سپاري او غوښتنه کوي چې هغوی جنوبي کوریا ته ولیږي ترڅو وکولی شي هلته د جنوبي کوریا د اتباعو په توګه ارام ژوند پیل کړي.

دغه سفر په زړه پورې ډول خطرناک دی، که چیرې په چین کې یاد کډوال ونیول شي نو هغوی بیرته شمالي کوریا ته لیږل کیږي، چې هلته ممکن هغوی یا خو زنداني شي او یا هم اعدام.

د رویټرز د یو راپور په اساس په ۲۰۱۶ کال کې تایلینډ ته ۵۳۵ د شمالي کوریا وګړي په ناقانونه توګه راغلي وو، خو د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې ۳۸۵ کسان راغلي او دغه شمیره هره اونۍ مخ په زیاتیدو ده.

د تایلینډ د مهاجرت یو چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې رویټرز سره خبرې کولې وویل: "هره اونۍ ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې کوریایان یوازې د تایلینډ شمالي سیمو ته راځي."