دا پوښتنه، چې،" آیا نصيراحمد اندېشه دبهرنيو چارو وزارت لپاره یو مناسب شخص دی؟" هغه وخت مطرح کیږی، چې تاند لیکی:

منبع : تاند

" سرخط، دوه مياشتې کېږي دافغانستان ۱۵ سفارتونه فلج دي

په بهرنيو چارو وزارت کې يوه وړه سليقوي موضوع ددې لامل شوې چې دوه مياشتې يې په نړۍ کې دافغانستان پنځه لس سفارتونه فلج کړي دي. دبهرنيو چارو اداري معين نصيراحمد اندېشه دسفارت په رسمي مکتوبونو کې لاس وهلی او بيا يې سلګونه هغه مکتوبونه بې ځوايه او بې‌ اجراتو پرې ايښي چې په زاړه فارمټ ليکل شوي دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په بېلابېلو هېوادونو کې دافغانستان له پنځه‌ لسو سفارتونو څخه دبهرنيو چارو وزارت ته څومره مکتبونه هم رالېږل شوي، ټول يې ترخاورو او ګردو لاندې دي او ديوه ځواب هم نه دی ورکول شوی. يوازې داسټراليا سفارت شاوخوا پنځه سوه مکتبونه اوس هم دبهرنيو چارو وزارت دمېزونو په جعبو کې بې بر ليکه پراته دي او چې پوښتنه يې وشي، له کابله همدا ځواب ورځي چې نوی فارمټ دې وکاروي. په دغو مکتبونو کې ځينې داسې هم دي چې دوخت په تېرېدو ارزښت له لاسه ورکوي.
مثلا په ځينو مکتوبونو کې غوښتنې شوې، په ځينو کې راپورونه دي، په ځينو کې دناستو او غونډو مالومات ورکول شوي، په ځينو کې درخصتيو غوښتنې شوې، ځينې سفارتونه بيا پيسې نه لري، دځينو نور عاجل کارونه وي چې بايد پر وخت اجرا شي، خو اندېشه په کابل کې ټول مکتبونه تر ګونډه لاندې کړي دي او دوه مياشتې يې ټول هغه سفارتونه چې زوړ فارمټ يې کارولی، فلج حالت ته بېولي دي. ديوې ادارې او بنسټ له‌ پاره دا تر ټولو بحراني حالت دی چې دوه مياشتې يې چارې ديوې وړې ستونزې له‌امله ولاړې وي.
سرخط دزاړه ترڅنګ، داندېشه په فرمايش نوی جوړ شوی مکتوب هم موندلی دی او بيا يې دواړه سره پرتله کړي دي. په نوي مکتوب کې پښتو ژبه له ښي اړخه، چپ ته لېږدول شوې او پرځای يې دري ژبه ليکل شوې ده. همدا وړه موضوع ددې لامل شوې چې دوه مياشتې يې دپنځه لسو سفارتونه ټولې چارې په ټپه درولې دي. په تېرو دوو مياشتو کې چې له دغو سفارتونو څخه څومره مکتوبونه راغلي، د ټولو په ځواب کې ليکل شوي دي چې دمکتوب زوړ فارمټ يې کارولی، ځکه نو يا رد شوي، يا بې‌ځوابه پاتې دي.
په يوه مکتوب کې چې دبهرنيو چارو وزارت له خوا په دوحه، استانه، اسلام آباد، برلين، عشق آباد، واشنګټن ډي سي، بېجينګ، ويانا، پاريس، کنبرا، نوي ډيلي او وارسا کې دافغانستان سفارتونو، په بن کې جنرل کونسلګري او کندهار کې نماينده‌ګي ته ليکل شوی، راغلي چې دوی خپل مکتبونو په زاړه فارمټ کې ليکل او ددې دغه فارمټ مکتبونه نور دبهرنيو چارو وزارت ته دمنلو نه دي. دغه سفارتونو غوښتل شوي چې دوه مياشتې پخواني مکتبونو دي، له سره پرنوي فارمټ چې دښاغلي اندېشه په فرمايش جوړ شوی، وليکلي او بيا دې يې وزارت ته ولېږي، که نه نو، همداسې به بې ځوايه پاتې وي، يا به رد کېږي.
په دې سربېره، ښاغلي اندېشه دوزارت او سفارتونو په ټولو کمپيوټرونو کې يې د ايران B zar فانټونه دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت رسمي فانټونه اعلان کړي. دايران B Zar فانټونه، پښتو ټکي نه لري او له همدې امله ددرست وزارت اړوند کسان مجبور دي چې مکتوبونه په دري ژبه وليکي. ترپرېمانه هڅو وروسته هم دبهرنيو چارو وزارت مسوولين په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول."

---------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما