ځینې اروپایي هیوادونه غواړي د ناقانونه مهاجرت د قابو کولو په خاطر د استرالیا ستراتیژۍ ته ورته کړنلاره غوره کړي، یعنې هغه کډوال چې غواړي د سمندر له لارې اروپا ته راشي د سمندري ځواکونو لخوا یې بیړۍ ونیول شي او په زوره یې بیرته ستنې کړي او یا هم د استرالیا د مانوس او نایرو توقیف خونو ته ورته مرکزونه په افزیقا کې جوړ کړي تر څو ناقانونه کډوال پکې وساتلې شي.

د دغه کړنلارې په اړه بحث په داسې حال کې جدي شو، کله چې د اروپایي ټولنې یو لوړپوړي چارواکي څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له یو میلیون څخه زیات ناقانونه کډوال له افریقا څخه اروپا ته راشي.

د کړنلارې په اساس د ایټالیې، فرانسې او جرمني سمندري ځواکونه به د مدیترانې سمندرګي کې دوامداره ګزمې کوي او هغه کشتۍ به بیرته لیبیا ته ستنوي چې اروپا ته ناقانونه کډوال قاچاقوي او همدارنګه یاد هیوادونه به د لیبیا ساحل ساتونکو ځواکونو ته اضافي مرستې او پیسې چمتو کوي ترڅو هغوی هم دغه ډول کشتۍ ستنې کړي.

همدارنګه فرانسه په پام کې لري چې په لیبیا کې د کډوالو د توقیف مرکزونه جوړ کړي ترڅو مخکې تر دې چې هغوی اروپا ته راشي د پناه غوښتنې یې په دقیق ډول هلته وارزولې شي او هغه څوک چې يې مستحق نه وي، بیرته یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.