زما خوږې بدرۍ په خدای دې سپارم
تر قافه ډېره لار ده
دېوانو څو نیولی
لېوان په مخکې ولاړ
دا شنې جلګې واړه له بوختو ډکي
د دښتو زړه کې د ځوځانو ځنګل
دلته ازغیو لکې کړې نېزې،
تېږې هم خوله لګوي.
زما هم ملا ماته ده
په درد دې نه خورم ګلې
لا سرباری درته د لارې خنډ یم.
نور دې بنګړیو نه لرونه جوړ کړه
د لونګین له لړ رسۍ سازه کړه
د ټیکري څنډې نه پلو مه وهه
لاس په کې وپېچه ازغي وباسه
اوښکې دې مه تویوه
په دې ځوځانو باندې تېل وپاشه
په خپل تاوده نظر دې اور ورته کړه.
زما خوږې بدرۍ الله دې مل شه
دا د دېوانو کلی
رحم لا پېژني نه،
له چا نه تمه مه کړه
بس د یو خدای په توکل
هم ځان، هم ما وژغوره
تر قافه لار اوږده ده
دېوانو څو نیولی
لېوان په مخکې ولاړ
تیږې هم خوله لګوي.
ځه د یو خدای په توکل