یو ملګري مې د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړه راته ویل چې د پوهنتون څلورم ټولګي کې یې د ثقافت مضمون له یو استاد سره چې په لیبیا کې یې زده کړې کړې وې او دریځ یې وهابیت ته نږدې ښکاریدو د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر مثنوي بحث شو. استاد ویل چې مولانا په مثنوۍ کې سترې دعوې کړي او ویلي یې دي چې مثنوي تر قرآن عظیم الشان لوړ دی، خو ده ورسره په لومړي سر کې د ټولو ټولګیوالو په مخ کې چې اکثریت یې دري ژبې وو او چوپه خوله ناست وو؛ ګڼ دلایل ویلي، چې په وینا یې د محصلینو په مخ کې یې استاد پاتې راتلو ته نږدې کړ او په پای کې ورسره جدي شوی ؤ او له استاد یې غوښتنه کړې وه چې د دري ژبې پوهنځي ته ورسره ولاړ شي، چې دلایل پوره باورمن او موضوع ټولو ته روښانه شي، خو استاد نه وه ورسره منلې او د دواړو تر منځ د محصلینو په منځګړیتوب یې بحث له جدیته را کابو شوی ؤ. 

چې که چیرې یې زه دلته د خپل یاد ملګري قانع کوونکي دلایل راوړم نو د لیکنې محدوده به ورته ډیره کمه وي او د یوې رسالې کچه به ونیسي، نو ځکه ترېنه تیریږم. ملګري مې ویل چې په ټولګي کې پرته له ده او پنځو نورو پښتنو نور ټول محصلین او محصلینې دري ژبې وو، خو هیڅوک د ستر مولانا او د هغه ارزښتمن اثر مثنوي دفاع لپاره راپانه څيدل او په پایله کې یې دی ورته پریښود، چې وروسته یې په شل فیصده آزموینو کې په بشپړه پارچه استاد ورته د اخطار په ډول صفر نومرې ورکړې وې، خو په پایلنیو آزموینو کې یې اویا نومرې ورکړې وې. د هغه ملګري په وینا چې یاد استاد هغه وخت په افغانستان کې د داعش د خلافت له اعلانیدو سره همغږي وښوده او په ځای ګام یې وباله او بل لور یې د سعدي شیرازي کتابونه هم ردول او شعیه ګان یې کفر ته نږدې بلل، چې په دې اړه یې هم څو څو وارې ورسره خبره تر تاوده بحث غځیدلې وه، خو په ټولګي کې له شته دري ژبو سره سره یې کوم ملاتړي ونه موندل چې استاد له تخریبوونکو ویناوو را وګرځوي او یا لږ تر لږه ددې ډول نظریو د پراختیا مخنیوی وکړي.  

نو اوس که امرالله صالح په رښتیا سره ځان دري ژبی بولي او په خپله مورنۍ ژبه ټینګ ولاړ وي، نو لومړی دې دا ووايي چې مولانا له ایران،ترکیې او تاجکستان څخه چا راخپل او افغاني کړ؟ آیا کوم جمعیتي یا وحدتي دا کار وکړ او که خپله پاکه دري ژبه یې نوره هم په ایران خرڅه کړه او خرڅوي یې؟ آیا له ایران ، پاکستان ، روسیې او د سیمې ګڼو نورو هیوادونو سره ددوي د ملي اتل احمدشا مسعود نه رانیولې بیا تر اوسه پورې د افغانستان پلورنې شرموونکي اسناد په چاپسې راووتل او راوزي؟ آیا د هزاره ګانو مشر عبدالعلي مزاري طالبانو وواژه که احمدشامسعود په یوې پلان شوې دسیسه کې اول وواژه او بیا یې په دې نوم چې طالبانو له چورلکې را وغورځاوه په خپله ده دا کار وکړ؟ آیا دوي همدا لنډغر چې اوس ورسره دي او د مدني فعالانو په نوم یې کابل ښار ته راباسي د جهاد او مقاومت په نوم بدنامه دوره کې زینتونونو ته په زور ورننه نشول چې ویل یې هر چیزه دیده بودیم مګم حالت زایمان زن ره نه دیده بودیم؟ آیا نظاریانو او وحدتیانو په اویایمو کلونو کې د کابل ښار کې په زرګونو نجونو او ښځو باندې د کور د ټولو غړو په مخ کې او هم په عام محضر کې جنسي تیري ونه کړل، چې اوس هم د کابل خلک په دوی لعنتونه وايي او په ځلونو ځلونو عبدالله عبدالله او ... یې په بهر کې د غونډو پر مهال هماغه پخوانیو کابلیانو ښځو سپک کړي نه دي او ټولې نارواوې یې د میډیا په مخ کې ورته نه دي بیان کړي؟ آیا د همدې نظاریانو لنډغرو ځوانانو د ځورونې له لاسه اوس په کابل ښار کې د پوهنتون او ښوونځیو نجونې تر پوزې نه دي رسیدلي؟. او فرخنده د عبدالله ، صالح ، مارشال او ... پلویانو لنډغرو په عام محضر کې بربنډه نه کړه او ویې نه سوزوله او په دې تور زنداني شوي لنډغر او ملنګ د همدوي نا اهلي شوي ځناور نه دي؟. آیا همدا جمعیتیان په غزني ، پکتیا ، پکتیکا او شمالي ولایتونو کې په زرګونو کلونه له یو بل سره د ورور په څير اوسیدلي قومونه تفرقې ته نه هڅوي؟. 

نو اوس ددې ټولو پوښتنو ځوابونه زه له جمعیتیانو غواړم او دا په ډیر ټینګار سره بیا تکراروم چې ستر مولانا چې له ایران سره دوي او وحدتیانو پر ایران د پلورلو معامله کړې وه چا راوګرځاوه؟ او تر ټولو مهمه یې دا چې د افغانستان د خپلواکۍ په بیرته لاسته راوړلو کې ددوي کوم میړني څه ډول سرښندنې کړي، چې په دې برخه کې له لومړي سره په صفر کې ضرب دي او ددوي تر ټولو ستره بدنامي چې د افغانستان په تاریخ کې تورټکی دی هغه سقاوي ده، چې هر څه یې له خاورو سره خاورې کړل، نو د تیر تاریخ په مخکینیو پاڼو کې ددوي د غلاوو ، شوکماریو او نااحلیت ګڼې بیلګې شته، چې سترګې نه شي ترینه پټیدای او له دې ټولو کره څرګنده ده او څرګندیږي چې افغانستان ته عصري نظام ، علمیت او د ټولو چارو تنظیم سیستم له پیله بیا تر اوسه پورې چار راوړ؟.  

امیرعبدالرحمن خان وايي چې کله له هندي او انګریزي چارواکو سره هند ته ولاړم، نو هلته په یوه میلمستون کې ناست وم، چې یو بهرنی راغلو او غوښتل یې په کامرې زما عکس واخلي، خو په دې وخت کې له ما سره راغلي کسان ډیر خوښ شول او د یاد کس ددې کار ستاینه یې وکړه، خو یوازې یو پکې پاڅید او د کامرې په مخ کې ودرید او د بهرني دې کار مخالفت یې وکړ او چې کله مې ورنه پوښتنه وکړه چې ولې؟، نو راته یې وویل : ((امیرصیب ای انګلیس بری از بین بردن تو از ای اصلحه نو استفاده میکنه و مه نمي مانمش))، نو له دې او سلهاوو زره نورو نا احلي شویو لنډغرو له حماقته داسې څرګندیږي، چې څوک عالم دی او څوک جاهل، څوک جګړه کوي او افراطیت ته لمن وهي او څوک د نظام پر مختګ لپاره د خلکو خیر غواړي.  

 او بیا یې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو بمبارۍ تړون او اجازه لیک قسیم فهیم او یونس قانوني لاسلیک او ددوي ستر رهبر برهان الدین رباني امریکایانو ته وویل چې : ((پر طالبانو غت غت بمونه واچوئ)). او هغوی هم پرته له دې چې د وچ او لانده توپیر وکړي ټول سویل یې قتل عام کړل. آیا د شمالي لنډغر چې د صالح ، پدرام ، ضیا مسعود ، صلاح الدین رباني او ... په پلوۍ کابل ښار ته راوتلي وو کوم د مدنیت، علمیت ، احلیت(یعنې له وحشي او بدوي ژوند مدني ژوند ته د راتګ) کوم بدلون په کې ښاریدو؟.نو امرالله چې د مثنوي لوستلو ته پښتانه رابولي تر ټولو لومړی دې یې خپله ولولي او خپل ځان او یاغي لنډغر دې احلي کړي او دغه راز دې په پوځي او ملکي برخه کې بهرنیو ته د چاپلوسیو په زور ننه ایستل شوي نالوستي جمعیتیانو ته دې د سواد زده کړې کورسونه پیل او ورسره سم دې د هغوي د بشپړ احلي کیدو لپاره د مثنوي د لوستو سپارښته وکړي. ځکه شهید موسی شفیق وايي :  

د اسيا په دبستان کې زه استاد وم , 

تا لوستله هغه وخت کې سپاره 

اوس را پاڅېدې زما د سر دعوې کړې 

تا او خدای چې په همدغه قواره 

په پایله کې ټولو افغانانو باندې یو ځل بیا د موټی کیدو غږ کوم او په تکرار سره ددې یادونه کوم چې یو څو پلورل شوي لنډغر زموږ د ټولو افغانانو یووالی له منځه نه شي وړلای او د افغانستان په قومونو کې د تفرقې اچولو ارمان به له ځان سره ګور ته وړي.