برلین، د جون د میاشتی څلورمه کال ۲۰۱۷

د المان په پلازمینی برلین کي د افغانستان د سولی، بیاودانولو او د کلتور ټولنه په کابل کې وروستی حملی او وژنی په کلکو ټکو غندی او ټولو قربانیانو ته د فردوس جنت دوعا او د قربانیانو کورنیو، خپلوانو او ملګرو ته یی د ﷲ (ج) له درباره د تسلیت او زغم غوښتنه کوی. همدارنګه د پېښې ټپیانو ته د عاجلی شفا دوعا کوی.

ددی فرصت څخه په استفادی مونږ د جنګ او تاوتریخوالو د ټولو کړیو او مسؤلینو څخه په کلکه دا غوښتنه کوو، چی خپل اسلامی او ملی مسؤلیت ادا کړی او د اولس بر حقه غوښتنو ته چه د هیواد خپلواکی، سوله، امنیت او ټولنیز عدالت دی د رسیدلو لپاره لاری او چاری پیداکړی.

د افغانستان د سولې کمیټه تل د سولی لپاره خپلی هلی ځلی کړی او خپل دی فعالیت ته به په راتلونکی کی هم دوام ورکړی. سوله د هیواد د امنیت، پرمختګ او د ټولنیز عدالت لپاره کلیدی رول لری. یوازی په سوله کی د فساد او زور زیاتی مخنیوی کیدای شی، ښه حکومتولی او د اقتصادی پرمختګ لپاره اړینی پروژی عملی کیدای شی، د هیواد د طبعی زیرمو او شتمنیو څخه د خلکو په ګټه کار اخستل کیدای شی، د هیواد د کلتوری ژوند او د هویت ساتنه کیدای شی، په هیواد کی د میشتو ورونو اولسونو تر منځ ورورولی او د اکثریت او اقلیت د حقوقو تر منځ یو مشروع توازن منځ ته راتلی شی او پدی توګه په رښتینی توګه د اولسونو زړونه او رضایئت ګټل کیدای شی.

د سولی د پروسی په لاره کی د اقداماتو مسؤلیت تر ډېری اندازی پوری د حکومت پر غاړه دی، ځکه چی د طالبانو د مشرانو نومونه په تور لست کی دی او دهغوی د ازاده تګراتګ امکانات خورا محدود دی.

مونږ د هغو حکومتی لوړ پوړو شخصیتونو څخه چی د افغان اولس په مقابل کی د یوه اسلامی او ملی مسؤلیت د احساس خاوندان دی، په کلکه دا غوښتنه کوو چی د سولی په پروسی کی خپل اسلامی، ملی، او وجدانی مسؤلیت ادا کړی او د سولی یوه رښتیینی پروسه پیل کړی.

زمونږ په هیواد کی هره ورځ لږ تر لږه دوه سوه افغانان ددواړو خواوو څخه په قتل رسیږی. د کابل د تیرو څو ورځو خونړی بریدونه یی یوه بیلګه ده چه ارګ ته خورا نژدی پیښیږی او پدی توګه تری سترګی نه شی پټیدای. په لرو پرتو سیمو کی دا زمونږ د اولس د هری ورځی عادی ماتم ګرځیدلای او کله کله یی څوک حتا یادونه هم نکوی غمشریکی او غندنه خو یی لا پریږده.

دا د حکومت مسؤلیت دی چی دغه د انتقام خونړی دایره ماته کړی او پدی توګه د اولس د هغو امیدونو د ترسره کولو خواته چی ددی حکومت د ټاکلو سره یی تړلی دی یو مثبت ګام واخلی.

په هیواد کی جنګ پر افغانانو د نړیوالو قدرتونو او د منطقی د هیوادونو له خوا تپل شوی. افغانستان پر هیڅ هیواد حمله نده کړی، پر افغانستان حمله شوی او دغه لړی اوس تقریبآ څلویښت کاله دوام لری. پدی مودی کی افغان ضد ګوډاګیان په قدرت راوستل شول او ددوی پواسطه په هیواد کی د اولسونو تر منځ کرکه او زهر وشیندل شول، ځنو ته د هر لحاظه امتیازات ورکړی شوه او پدی توګه د نورو حساسیتونه یی راوپارول. د افغانستان د دښمنانو هدف دادی چی زمونږ اولس د خپلو ګوډاګیانو پواسطه د یوبل په ضد شخړو او تاترخوالی ته وهڅوی دوی په خپلو منځو کی وویشی، او پدی توګه په افغانستان کی خپلو شومو اقتصادی، ستراتیژیکو، کلتوری او سیاسی اهدافو ته ورسیږی.

په تیره بیا د هیواد په اوسنیو حساسو لحضو کی باید ټول افغانان له خورا احطیاته او هوښیاری کارواخلی او د خارجی دښمنانو او د هغو د داخلی ګوډاګیانو د دسیسو په مقابل کی د پوره جدیت څخه کار واخلی او هغو ته اجازه ورنکړی چی زمونږ اولس په خپلو کې وویشی، د غمځپلو د احساساتو څخه سوی استفاده وکړی او د قهرمان افغان اولس اسلامی، افغانی او د خپلواکی ستره روحیه وځپی.

مونږ د ټولو افغانانو څخه دا غوښتنه کوو چه خپل اتحاد او اتفاق وساتی، د دښمنانو او د هغو د ګوډاګیانو په شومو دسیسو تیر نه وځی او په هر ځای او په هر موقع کی د ورورولی، خپلواکی او د سولی آواز جګ کړی او پدی توګه د افغانستان د دښمنانو دسیسی شنډی او خپله اسلامی او ملی دنده ادا کړی.

د افغانستان د سولې، بیاودانولو او د کلتور ټولنه،
مشرتابه