کله چي هلک وم؛ بیا زه سوم ښکلی ځـوان
پـه کړوپه خوله او لِنّده ملا نه پوهـېـدم زه هغه ان
په مستۍ کـي دځـوانۍ کلـه آند وي دسُستـۍ
په پسرلـي کـي دځـوانۍ وي غوړېدلي سره ګلان
فــکـرنه وي د پـېـرۍ فضاوي ډکه دخوښۍ
آند واند تل وي دخوښۍ اندېښنه نه وي دخزان
کلـه چي سـوم زوړاوکړوپ؛ داړه په خـوله
پــه یـاد مـي راغـلــه بیا ځــوانــي اوتــېـر دوران
پـه زړتیاکـي هـېـر وي ډېر،خویادڅه لږ
کــه نه یاد مي دځوانۍ پرېشانه ولم هـرزمان
زړتیایـم کړوپو ګـونجی کړی اوهیرجن
دځــوانۍ حال مي هـېـر سوی نونیم پری شان