لوی سکندر (Alexander the Great) چي د مقدوني سکندر په نوم هم یادېږي له ۳۳۶ م کال (تر میلاد وړاندي) څخه بیا تر ۳۲۳ م کال (تر میلاد وړاندي) پوري د مقدوني پاچا وو. د په دې وخت کي و کړای شول چي یونان سره یو کړي، د قرنتس لیګ (Corinthian league) امپراتوري په پښو ودروي او د پارس امپراتوري ړنګه او سیمي یې تر خپلې ولکې لاندي راولي.
د مقدوني پاچا او امپراتور لوی سکندر د ۳۵۶م کال (تر میلاد وړاندي) د جولای په شلمه په پېلا (Pella) نومې ځای کي چي د پخواني یونان د مقدوني اړوند سیمه وه زېږېدلی؛ لوی سکندر د خپلې پاچاهي په دوران کي له ۳۳۶م کال (تر میلاد وړاندي) څخه تر ۳۲۳م کال (تر میلاد وړاندي) و کړای شول چي د سیمه ایزو دولتونو په ځای د یو مرکزي دولت بنسټ کېږدې چي مشري د Crinthian League له خوا کېده چي د پخواني یونان په سر یې د یو فدراسيون په توګه وظیفه اجرا کوله او بنسټ یې د لوی سکندر پلار ایښی وو. لږ ورسته لوی سکندر د پارس، بابل ( اوسني عراق) او اسیا پاچا شو او په سیمه کي یې د مقدوني امپراتوري جوړه کړه؛ خو کله چي یې مخ د Carthage ( اوسني ټونیس) او روم په لوري واړوه په بابل یا اوسني عراق په سیمه کي په قوې ګومان سره د ملاریا د ناروغۍ له امله ۳۲۳م کال (تر میلاد وړاندي) د جون د میاشتې په ۱۳مه مړ شو خو دا خبره کره نه ده چي د مرګ دلیل یې ملاریا و ځکه کومې نښې او علامې چي په لوی سکندر د مرګ په وخت کي ښکاره سوې وې او د وخت په تاریخي کتابونو کي ثبت سوې دي د اوسني طیب له نظره د ملاریا نښې نه دي او ګومان کېږي چي زهر ورکړل سوې وې.
لوی سکندر په یو په یو شاهانه کورنې کي دنیا ته سترګې وغړولې؛ پلار یې فیلیفس دوهم (Philip II) چي د مقدوني پاچا و او مور یې ولمپیا (Olympia) چي د نئوپتولموس (Neoptolemus) لور وه چي د لکیلیس د شاهي کورنۍ څخه وه. لوی سکندر او خور یې په پیلا (Pella) نومي سیمه کي لوی شول؛ د لوی سکندر پلار ټول وخت په نظامي چارو کي تېر کړ خو د لوی سکندر مور د نوموړي په روزنه کي ډېره هڅه کوله.
لوی سکندر لومړنۍ زده کړي د لئونیداس (Leonidas) تر سرپرستي لاندي تر لاسه کړه چي د مور له خوا د خپلوانو څخه یې و او د سکندر د پلار (Philip II) له خوا ګومارل سوی و چي سکندر ته ریاضي، اس ځغلونه او غشی ویشتنه ور زده کړي. له دې ورسته د لوی سکندر د ښوونکي دنده د لایسمکس (Lysimachus) په غاړه شوه، نوموړي د انسان د پام په راجلبولو کي ډېر مهارت درلود چي د لوی سکندر د روزلو په وخت کي یې له دې مهارت څخه شه پوره کار واخیست.
په ۳۴۳م کال ( تر میلاد وړاندي) پاچا (Philip II) مشهور یوناني عالم ارستو (Aristotle) د لوی سکندر د ښوونکي په توګه وګوماره چي د Nymphs په معبد کي یې د دریو کلونو په اوږدو کي لوی سکندر ته له ملګرو سره د ژوند کولو لارو چارو، فلسفه، شاعري، ډرامه، ساینس او سیاست په اړه لازمي او کاپي لارښوونې وکړې. د هومر (Homer) اړوند حماسې داستانونو مطالعې د لوی سکندر په سر کي د یو قوي جنګیالي کېدو فکرونه را ژوندي کړل. ارستو ځينې مهمې لارښوونې په لنډو کاغذونو ولیکلې او د یو کتاب په شکل یې ترتیب کړې چي لوی سکندر یې د جنګ په وخت کي له ځان سره وګرځوې او کټه ترې پورته کړې.
لوی سکندر په ۳۴۰م کال (تر میلاد وړاندي) په Maize کي خپلې زده کړې پای ته ورسولې؛ یو کال ورسته چي لا ماشوم و د عسکر په حیث په دنده پیل وکړ او په ۳۳۸م کال ( تر میلاد وړاندي) یې د Thracian قومونو په خلاف خپل لومړی پوځي سفر پیل کړ؛ په ورپسې پوځي سفر کي دی د هغه ډلې مشر وټاکل شو چي په اسونو به سپاره و او له پلار سره یې د اتن او تبن (Athenian and Theban) پوځونو خلاف جګړه کي کومک وکړ چي د کورنیا (Chaeronea) ښار ته نږدې پېښه شوه او په همدې نامه سره یادېږي. کله چي Philip II و کړای شول چي ټول یونان په خپل قلمرو کي شامل کړې (خو Sparta یې شامل نه کړای شو) د زوی (لوی سکندر) سره یې ځینې ستونزې منځ ته راغلي لوی سکندر او د هغه مورOlympia یې د مقدوني پرې ښودلو ته اړ کړل ترڅو د Olympia له کورنۍ سره و اوسې چي په جنوبي لوېدیځ یونان کي موقعیت لري؛ د لوی سکندر پلار Philip II له کلئوپاترا ایوریډیس (Cleopatra Eurydice) سره واده وکړ خو لوی سکندر و کړای شول چي له خپل پلار سره اړیکې ورغوي او بېرته مقدوني ته را وګرځېد.
د مقدوني پاچا
په ۳۳۶م کال د میلاد نه وړاندي د لوی سکندر خور مولوسین Molossian ته واده شوه؛ په دې مناسبت په جوړه شوې مېلمستیا کي (Philip II) د خپل ساتونکي پوسانیاس Pausanias له خوا په چاړه ووهل شو او ووژل شو؛ د پاچا د وژل کېدو دلیل روښانه نه شو او خبره همداسې ګونګه پاتې شوه ځکه پوسانیاس هم دستې د پاچا د نورو ساتونکو له خوا ووژل شو خو دوه دلیله کېدای سې. لومړی: خپله لوی سکندر او د سکندر مور Olympia پلان وو چي (Philip II) ووژني او دوهم: ویل کېږي چي (Philip II) له پوسانیاس سره ناوړه اړیکې درلودې خو په دې وخت کي یې د پوسانیاس په ځای اړیکې له بل سره ټینګې شوې وې.
د (Philip II) د مرګ په وخت کي لوی سکندر ۱۹ کلن وو چي په تخت کې ناست؛ په تېزې سره یې د مقدوني د پوځ او لویو جنرالانو ملاتړ تر لاسه کړ او له کرونیا Chaeroneaسره چي ځان یې د تخت وارث ګڼل په جګړه کي یې بریا تر لاسه کړه؛ د پوځ په مټ یې څوک چي ځانونه یې د تخت وارث ګڼل یو په بل پسې قتل کړل ان تر دې چي مور Olympia یې د لوی سکندر نا سکه خور د چوکۍ د خوندیتوب په خاطره ووژله او د سکندر نا سکه مور Cleopatra یې ځان وژني ته مجبوره کړه.
که څه هم لوی سکندر د واک اصلي وارث ګڼل کېده خو په ډېره اساني سره د واک خاوند نه شو؛ د یونان سویلي ښارونو د (Philip II) مړینه په میلو ولمانځله او په دې کي یې د خپلې ازادۍ خوبونه لیدل؛ د اتن اوسېدونکو Athens د خپل ډیموکراتیک مشر تابه لاندي خپله اجنډا لرله او داسې نور...
لوی سکندر لومړی خپل پوځونه د تسالي Thessalyپه لور ولېږل چي تر خپل کنټرول لاندي یې راولي؛ له یو لړ خبرو ورسته چي په ترموپیل Thermopylaeکي و شوې لوی سکندر یې د پاچا په حیث قبول کړ، د ۳۳۶م کال (تر میلاد وړاندي) لوی سکندر یو ځل بیا کوښښ وکړ چي ټول یونان تر خپل کنټرول لاندي راولي خو د اتن اوسېدونکي Athens په وار، وار دا خبره رد کړه او په دې وخت کي اتن یو قوي پوځ هم درلود چي د پارس د امپراتور د مقابلې لپاره یې تیار کړی وو؛ مخکې له دې چي د اتن اوسېدونکي د پارس له امپراتور سره جګړه وکړي لوی سکندر په ۳۳۵م کال (تر میلاد نه وړاندي) وار له مخه کړ په اتن او Thracian په قبایلو یې برید وکړ او و یې نیول؛ د شمالي سرحدونو د خوندي کولو تر څنګ یې د واک په مقابل کي داخلي ګواښونو ته د پای ټکی کې ښود.
په داسې حال کي چي لوی سکندر د یونان په شمال کي خپل نظامي کمپاین پای ته نږدې کړی وو خبر ورته را ورسېد چي د تبس (Thebes) چي د اوسني مصر یو برخه ده؛ د لوی سکندر پوځونه له ښاره په زوره ایستلې او خپله ښار ساتي؛ لوی سکندر د دې لپاره چي دا ډول حرکتونه نورو برخو ته خپاره نه سې سم د لاسه له قوي پوځ سره چي ۳۰۰۰ اسونه سپاره او ۳۰۰۰۰ پیاده څخه جوړ سوی وو د تبس (Thebes) په لورې حرکت کړ؛ په دې وخت کي د لوی سکندر جنرال فارمینیون (Parmenion) له یو شمېر پوځ سره د اسیا په لور په حرکت کړی وو.
لوی سکندر په ډېره چټکي سره ځان تبس (Thebes) ته را ورساوه؛ د لوی سکندر له راتک سره تبس له دریو ورځو ورسته له ځان څخه د دفاع توان له لاسه ورکړ؛ سکندر د تبس له نیولو سره سم د خلکو وژلو او د ښار د ورانولو امر ورکړ؛ لوی سکندر تمه درلوده چي په دې سره به نور ښارونه په دې پوه کړای شې چي په مخالفت راپورته کېدو څخه لاس واخلي چي په پایله کي یې د اتن (Athens) اوسېدونکي هم له مخالفت څخه تېر شول او لوی سکندر یې د پاچا په حیث و مانه.
په ۳۳۴م کال (تر میلاد نه وړاندي) لوی سکندر د اسیا په لور د امپراتوري د پراخولو په نیت حرکت وکړ په پسرلي کي ټروی (Troy) ته را ورسېد چي د اوسنۍ ترکیې برخه ده او هم دلته د پارس د امپراتور داریوس (Darius III) له پوځونو سره د ګرانیکوس (Granicus) د سیند په غاړه سره مخ شو او ماته یې ورکړه؛ د لوی سکندر پوځونه له سیند څخه تېر شو او د ګورډیوم (Gordium) چي اوسنۍ انقرې ته نږدې سیمه وه په لور حرکت وکړ او په ژمي کي هم هلته د استراحت لپاره پاتې شو؛ د را روان کال ( ۳۳۳م کال له میلاد نه وړاندې) په پسرلي کي په داسې حال کي چي د لوی سکندر پوځ د شمېر له کموالي سره هم مخ و د داریوس (Darius III) له پوځ سره مخامخ شو خو لوی سکندر د هغه استعداد څخه په استفادې چي د نظامي ستراتيژي په جوړولو کي یې درلود و کړای شول لومړی د پارس امپراتور مات او بیا تېښتې ته مجبور کړې. لوی سکندر د ۳۳۳م کال تر میلاد وړاندي د نوومبر په میاشت کي پارس ونیو داریوس (Darius III) یې زنداني کړ او ځان یې د ټول پارس پاچا اعلان کړ.
د لوی سکندر راتلونکی پلان د مصر نیول وو؛ مصر ته په لاره یې غزه محاصره کړه او په اساني سره یې ونیوله؛ مصر هم د لوی سکندر په مقابل کي مقاومت ونه شو کړای او تسلیم شو. په ۳۳۱م کال تر میلاد وړاندي لوی سکندر په مصر کي د الکسندریا (Alexandria) په نوم یو ښار ودان کړ چي د سيمې کچه ستر اقتصادي او کلتوري مرکز شو؛ د دې کال په اخیر کي لوی سکندر په ګاوګمیلا (Gaugamela) سیمه کي چي په اوسني عراق کي موقعیت لري د پارس د امپراتوري پاتې پوځونو ته په ماتي ورکولو سره د بابل، اسیا، مقدوني او څلور کونجه نړۍ امپراتور شو.
الکسندر د ختیځ په لوري مخ کړ چي لومړی د باختري سیمو شمالي برخو ته را ورسېد چي ختیځ ایران او بخارا پکې شامله ده؛ دلته یې د Oxyartes له لور Roxana سره واده وکړ.
په ۳۲۸م کال له میلاد نه وړاندي لوی سکندر د هندوستان په شمال (اوسني پنجاب ایالت) کي پوروس (Porus) پاچا ته ماتي ورکړه او د ختیځ په لوري یې مخه کړه چي ګنګا سیند (Ganga River) ته ورسېد؛ پوځونه یې له وړاندي تګ سره مخالف وښود؛ بېرته مقدوني ته په لاره د سیند په سیمه کي د مالي (Malli) جنګیالیو له خوا سخت ټپي شو او ډېر پوځ یان یې ټپې او مړه شول خو ځان یې ورغوو او سوسا (Susa) ښار ته چي اوسني ایران کي موقعیت لري په لاره یې ډېر پوځیان د خرابو شرایطو له امله مړه، ناروغ او سخته ټپيان شول خو ۳۲۴م کال تر میلاد وړاندي د فبروري په میاشت کي سوسا ښار ته ورسېد؛ په دې وخت کي لوی سکندر مایوس شوی و خو د امپراتوري د ساتلو لپاره یې د پوځ د شمېر د زیاتولو هڅې پیل کړې؛ د مقدوني د پاچاهي کورنيو او د پارس د پاچاهي کورنيو په منځ کي په واده کولو کوښښ وکړ تر څو له دواړو څخه یو ګډ واکمن ټولګی جوړ کړي؛ په لسګونو زره پارسي پوځیان یې په خپل پوځ کي شامل کړل خو دا کار د لوی سکندر په پخوانو پوځیانو ښه ونه لګېده او دا کار یې په ډېر قهر سره وغندل او چي پخوانو پوځیانو په منځ کي د یو بې نظمي سبب هم شو؛ لوی سکندر د پخوانو پوځیانو د خوشال کولو او بې نظمي ورکولو لپاره د پارسي پوځیانو ۱۳ مشران ووژل.
لوی سکندر د تونس او روم د نیولو په فکر کي و چي د ملاریا د ناروغۍ له امله په بابل (Babylon) چي په اوسني عراق کي موقعیت لري په ۳۲۳م کال تر میلاد نه وړاندي د جون په ۱۳مه چي ۳۲ کلن وو مړ شو. د لوی سکندر له مرګ څخه څو میاشتې ورسته له Roxana څخه زوی پیدا شو.
د لوی سکندر له مرګ څخه ورسته د هغه امپراتوري په وړو برخو ووېشل شوه او د قدرت لپاره یو بل سره په جنګ شول خو یونان د لوی سکندر له امپراتوري څخه په لویه کچه اغېزمن شو او تاثیرات یې د میراث په توګه ورته پاتي شول چي کلتور پکې تر نورو مهم ده.