خبـره مي د مـرګ نه ده نـو څـه ده
زما په وړانـدي د رقـیـب سره دي ښه ده
غـم دي په هـر پېښه کي دی راسره
یاره دا خـبـره د وفــا دي درســتـه نـه ده
دخـوبانـو صفـت تـل بې وفـایي وي
یــاره ســـتــا خــبـره په رښـتـیا مبالغه ده
زه ولاړمي پرلېمو ستا په ارمان یم
ستـا رقـیـب ســره خــنــدا اومــعـامـله ده
دخال خـط دوران ستـایـل حـمیـد کا
د خال خط ښکلادي په رښتیا یو پدیده ده
دخـوبانوتـل نازونخـرې وي پرمیـن
دمـیـن ســره ئې راز دشـمعـي پروانـه ده
خـــوبان کـــلــه کــــړي وفـــا بېله جـفا
د وفـــــا عــمـــرئــې دګـــلـــو ژونــدانــه ده