په جرمني کې د میرویس نیکه دجامع جومات خبرتیا
دبایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې د افغانانو د اسلامي او فرهنګي مرکز)میرویس نیکه جامع جومات( مشرتابه هیئت
د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواو وروڼوته د روژې مباره کې د راتګ له امله مباره کي وایي او دوی ټولو ته ددې
مهمې فریضې په ادأ کولو کې له پاک رب څخه توفیق غواړي.
د میرویس نیکه د جامع جومات نوی مشرتابه هیئت چې یوه میاشت مخکې د خوښۍ په فضأ کې وټاکل شو په خورا
درنښت سره ټولو مونشن مېشتو او مونشن ښار ته څېرمه افغانانوته خبرورکوي، چې د روژې مباره کې له لمړۍ ورځې څخه د میرویس نیکه په جامع جومات کې د قران عظیم الشان ختم پیل او د تراویح لمونځ ادأ کیږي.
ستاسوعزتمنو راتګ به د میرویس نیکه جوماتوالو دخوښي سبب اوقدمونه به مو انشالله د نېکۍ په تله کې ولوېږي.
د یادولو ده، چې د تراویح لمونځ له پاوکم یوولسوبجو څخه د شپې تر دوولسو بجو پورې دوام مومي.
بلنه:
عزتمنو خویندو او وروڼوته د زړه په مینه بلنه ورکول کیږي، چې د میرویس نیکه په لوی دستارخوان له موږ سره
روژه ماته کړي.
پته:
MACHTLFINGER STRASSE 10
81379 - MÜNCHEN UBAHN 3
دمختل ففنګ سیمه د مونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت