په مالیزیا کې د مهاجرت چارواکي وایي د پنجشنبې په ورځ یې ۱۲۵ ناقانونه کډوال چې ۱۰ تنه یې ښځې دي د دغه ادارې له خوا د ښارونو په بیلا بیلو سیمو کې د ځینو چاپو په ترڅ کې نیولي.

د یادې ادارې عمومي مشر مصطفی علي په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل، په پام کې لري چې دغه ډول چاپې او پلټنې نوري هم ډیرې کړي، تر څو مخ په زیاتیدونکي ناقانونه کډوالۍ په مالیزیا کې قابو کړې شي.

د پنجشنبې ورځې په چاپه کې د لږترلږه ۳۵۰ بهرنیانو اسناد کتل شوي چې ۱۲۵ کسانو یې معتبر قانوني اسناد په لاس نه درلوده، خو په مالیزیا کې یې کار کولو.

مصطفی علي وایي، ډیری دغه کسان له هند، پاکستان، نیپال او افغانستانه د محصل په ویزه مالیزیا ته راغلي، خو اصلي موخه یې زدکړه نه بلکې کار کول وو.

نوموړي وویل، شرکتونو او هټۍ والو ته یې خبرداری ورکړې تر څو ناقانونه کډوال ونه ګماري که نه د کارونو جوازونه به یې فسخه کړي او په وړاندې به یې جدي اقدامات ترسره کړي.

نوموړي همداراز وویل، د مالیزیا د مهاجرت چارواکو سږ کال تر اوسه لږترلږه ۶ زره دغه ډول چاپې او پلټنې ترسره کړي چې په پایله کې یې دوی توانیدلي کابو ۱۸ زره ناقانونه کډوال ونیسي.