غونډه د غوايي د میاشتې په دېرشمه نېټه د شنبې ماسپښین درې نیمې بجې د زبیردرویش له لورې په مبارکو ایاتونو پیل شوه. د ویاندویي چارې یي د عبدالعلیم(نوري) په غاړه وې.
 ورپسې د کلیوال ملګري ټولنې غړي نیاز محمد امیري (په افغانستان کې د مرمر ډبرو د را ایستلو صنعت) په موضوع لکچر پیل کړ. ښاغلي امیري د خپلو خبرو په پیل کي وویل افغانستان د مرمر ډبرو او په ټوله کي د طبیعي زیرمو په برخه کې د نړۍ د بډایه هیوادونو په لیست کې راځي خو د دولت نه پاملرنه د امنیت نه شتون او د ځایي زورواکو له لورې د دې زیرمو قاچاق د دې لامل شوی چې د افغانستان اقتصاد ته یي نه یوازې چي ګټه نه ده رسولې بلکه ناوړه اغېز یي کړی. نوموړي همدا راز زیاته کړه افغانستان یو ډول ځانګړي لوړ کیفیته مرمر لري چې یوازې همدا مرمر کولای شي د افغانستان اقتصادي وضیعت ته بدلون ور کړي چي په هلمند، هرات او ننګرهار کې پراخي زېرمې لري. 
د ښاغلي امیري په وینا تر اوسه په افغانستان کي د مرمر ډبرو -۶۶۰۰- معدنه په دیرشو مختلفو رنګونو کې کشف شوي چي له سل څخه زیات شرکتونه په دې برخه کي کار کوي چي نږدې -۶۳۰۰- کسان په کې په کار بوخت دي. نومووړي همدا راز وویل هغه مرمر چی له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته راځي د یو متر مربع بیه "۳۰۰" افغانۍ ده خو متاسفانه هغه مرمر چي زموږ په هیواد کي استخراجیږی د فی متر مربع بیه یي"۵۰۰" افغاني ده او د دې لامل د امنیت نه شتون، د تخصصي کار ګرانو نه شتون، د مناسب ترانسپورت نه شتون او په نا مناسبو لارو چارو د هغوۍ استخراج دی.
د ښاغلي امیري په وینا په افغانستان کي د مرمر ډبري د چاودنو او سکوټر په وسیله استخراجیږي چی دا یي دواړه غیر قانوني او نا مناسبې لارې چارې دي ځکه د کانونو استخراج خپل مخصوص ماشینونه لري او باید په کار پوه او تخصصي خلکو له خوا استخراج شي. نومووړي زیاته کړه په افغانستان کې د کانونو د را ایستلو په برخه کې ډیر خنډونه پراته دي چې له دې جملې په حکومتي قراردادونو کې پراخ فساد د پروژو د امنیت نه شتون په هیواد کې د ماهري کاریګري قوې نه شتون او د مدیریت ضعف دی. د ښاغلي امیري په وینا حکومت چې کله هم کومه پروژه خصوصي شرکتونو ته په قرار داد ور کوي نو له هغې بیا لیدنه او څارنه نه کوي او دا په هغه پروژه کې د پراخ فساد لامل کیږي
 . له لکچر وروسته په افغانستان کې د معدني زېرمو په اړه ګډ بحث وشو او ځینو ملګرو پوښتنې وکړې چي د نیاز محمد امیري له لورې ورته ځوابونه وویل شول . د غونډي دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې ملګرو په کې خپل شعرونه وویل. غونډه مازیګر د لاسونو په لپه کولو پای ته ورسېده.