ساقې د سرو شرابو سیلابونه درنه غواړم
جامونه دې درواخله دریابونه درنه غواړم
خمار زړه له عمرونو د دردونو په بستر کې
پر څاڅکي نه صبرېږم بارانونه درنه غواړم
وعدې د سبا مکړه سینه تږې همدا نن ده
ملنګ د تا د در یم خیراتونه درنه غواړم
خرابې د زاهد به د خیالونو سلسلې کړم
آسمانه د عقلونو الهامونه درنه غواړم
پردې د ظلمت څیرم د رڼا پر لور پرواز کړم
بادونو سره مل یم توپانونه درنه غواړم
موړونو کې د عمر د هستۍ پراته رازونه
مزل د اوږدو لارو کاروانونه درنه غواړم
درویش په پاکه مینه عبادت کوم د زړونو
مستیو د جنون کې لوړ پوړونه درنه غواړم