په لومړی څپرکی کی د ژوند چاپیریال ککړونکو ژورلید طبیعی او مصنوعی عوامل او نور اړینی موضوعاګانی دکتاب په دویم څپرکی کې د چاپیریال پر ډولونو د ژوند چاپیریال ټول چاپیریالونه په اجمالی نظر او تشریحی برخو کې دی سربیره د ایکو سیستم په هکله پراخی او ګټوری څرګندونی موشامل کړیدی  د درېیم څپرکی لیکنی او خبری د هوا ککړتیا ته ځانګړی شویدی سربیره پر دی د اقلیم اغېزی دچاپیریال په هوا باندی هم ترژوری څیړنی او بحث لاندی نیول شوی د هوا د تصفیه او پاکې لپاره د ځنګلونو، څړځایونو او د افغانستان د ځنګلونه په هکله پوره معلومات دی، اوهمدارنګه د کتاب په څلورم څپرکی کې چې د اوبو ککړتیا ترژوری څیړنی لاندی ده  د سطحی او ځمکی لاندی اوبو  پوری اړوند ټول مسئایل ترممکنه  بحث او څیړنه شوی ، د کتاب په پنځم څپرکی کی  د خاوری د ککړتیا په هکله ژوره څیړنیز بحث اونور معلومات ،  په شپږم څپرکی کی دشورماشورله امله د ککړتیا په موضوع غږیدلی یو او په دی برخه کی مولازم پوره څیړنی او معلومات راټول کړیدی،  په  اووم څپرکی کې د تودوخې له امله د چاپیریال ککړتیا موپه لازمو توضیحاتوسره تشریح کړیده