د افغان ملت د څلويښت کلنې جګړې د برباديو څخه وروسته يو نوي حساس وخت ته رسيدلی دی چې لۀ يوې خوا پکښې د سولې د راتللو رڼا ليدل کيږي او لۀ بلې خوا دا ملت خپلو مسووليتونو ته متوجه کوي. افغان ملت بايد د داسې يوې سولې غوښتونکې اوسي چې نۀ يواځې دا ملت پرته لۀ جنګ او جګړې پۀ چاپيريال کې ژوند وکړای شي، بلکې داسې يو نظام رامينځته شي چې بنيادونه او ارزښتونه يې د يووالي، سوکالۍ، پرمختيا او د عدالت پر اصولو ټينګ ولاړ وي. سوله بايد يواځې د امريکايانو او طالبانو ترمينځ د ډزبندۍ مانا ونلري، بلکې يوه هراړخيزه ريښتنې او تلپاتې سوله رامينځته کړي. د افغانستان سياستوالو ته د افغانستان ملي ګټې کوم ارزښت نۀ لري، يواځې خپل سياسي قدرت او شخصي ګټې ورته لومړيتوب لري. ولسمشريزه ټاکنې او پايلې يې غوره بيلګه ده. ملت بايد زيرک او هوښيار اوسې چې د دې موقع څخه د دې ملت د سوکالۍ او ابادۍ لپاره ګټه اخلي او بيا تيرو ترخو تجربو ته د تکرار موقع ورنکړي ترڅو دا ملت يوځل بيا د بې اتفاقۍ، بربادۍ او جګړې کندې ته ونلويږي.
زموږ د ټولنې پۀ رغاونې او پرمختگ کې زموږ ‌ذهني وده او پراخوالی مهم توکی دي او دا اړينه ده چې لۀ دې ‌ذهنې ودې څخه پۀ شخصي خوی او کړنو او ټولنيزو اړيکو او مسووليتونو کې کار واخلو. زموږ دين او زموږ کلتور زموږ د ځانگړي، کورني او ټولنيز ژوند، دولت او حکومت لپاره عمومي لارښوونې لري. څنگه چې د انسانانو ژوند د بدلون او پرمختگ پۀ حال کې دی، لۀ دې امله موږ بايد د وخت او حالاتو لۀ غوښتنې سره سم د اسلامي لارښوونې پۀ رڼا کې د خپل ځان، ټولنې او خاورې پۀ هکله اړونده فيصلې وکړو. پۀ تيرو څلويښتو کلونو کې دې ملت داراز فيصلې محدودو جنګي ډلو، جنګسالارانو، سياسي تجارانو، او پرديو ګټو ساتونکو او حاميانو ته پريښې وې. موږ بايد نور پرېنږدو چې سياسي او جهادي ټيکه داران او پرديپاله يوځل بيا د افغان ملت پۀ راتلونکې لوبي وکړي او د سياسي خيرات د نوي دسترخوان څخه نوې قترې ترلاسه کړي.
د سياسي ثبات، تلپاتې سولې او د افغانستان د ټولو وگړو د حقونو د ننگې او تضمين پۀ خاطر اړينه ده چې پۀ راتلونکې کې د داسې يو سياسي جوړښت او دولتي نظام بنسټ کښيښودل شي چې د تلپاتې سولې ترڅنګ، خپلواکي، ازادي، غښتلی ولسي سياسي نظام، بشپـړ اساسي قانون او ټولنيزعدالت يې بنيادي ارزښتونه وي.
دا اړينه ده چې د افغانستان راتلونکی نظام د اسلامي ارزښتونو پۀ رڼا کې د زور او زياتي نه خالي او د ازادۍ پر اصولو ولاړ وي. ازادي د انسانانو طبيعي حق دی. لۀ دې کبله لوی څښتنﷻ انسان اشرف المخلوقات، خپلواک او ازاد پيدا کړی. بل انسان، حتي کۀ واکمن هم وي، هيڅ حق او صلاحيت نۀ لري چې د بل انسان د ژوند لپاره محدوديتونه وټاکي. د انسانانو د ژوند پۀ اړه فيصلې يواځې د لوی څښتنﷻ د اوامرو پۀ لارښوونه کې جواز لري او لۀ دې څخه بهر د تصمیم او پریکړې جواز نشته. انسان د خپل فکر، خپل ژوند او خپلې شتمنۍ پوره واک لري چې د هيڅ دنيايي زور پیرو نۀ دی. دا انسان ته د لوی څښتنﷻ لخوا يوه ورکړل شوې پيرزوينه ده.
افغانان بايد د يو داسې نظام د راوستلو غوښتنه وکړي چې پۀ هغې کې خپلواکي او آزادي د سپيڅلتوب (پاکوالي) او ساتنې (امنيت) د اصولو پراساس ولاړه وي. لوی څښتنﷻ انساني حيثيت او عزت ته ډير لوړځای ورکړی او پۀ انسانانو یې امر کړی چې يو د بل حيثيت او شرافت وساتي، يو پر بل تیری ونکړي او يو بل ته پۀ سپک نظر ونۀ گوري. لوی څښتنﷻ پۀ قرآن عظيم الشان کې فرمايي. وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ... ژباړه: او خامخا پۀ تحقيق ډيرعزت ورکړی دی مونږ اولاده د آدم ته... کله چې د يو انسان پر خپلواکۍ او ارزښتونو تيری کيږي نو دا ټولني ته تيری او سپکاوی بلل کيږلي. کله چې اسلام د انسان د ژوند، عزت او شتمنۍ ضمانت کوي نو دا د حکومتونو او چارواکو مسووليت دی چې ساتنه او پالنه یې وکړي.
افغانان بايد د داسي يو نظام د راوستلو هلې ځلې ګړندۍ کړي چې د فکر او نظر د ازادۍ حقونه پکښې خوندي وساتل شي. اسلام موږ دې ته هڅوي چې د دنيا، آخرت، نړۍ او خپل چاپیريال پۀ هکله څپړنې وکړو، خپل عقل پۀ کار واچوو او د ځمکې پرمخ لۀ پیرزوینو څخه د انسانيت لپاره گټه واخلو. موږ د دې قوت لرو چې لۀ طبيعت څخه د ځان او ټولنې د ښيگڼو لپاره گټه واخلو او د شونتیا تر بريده پورې یې د بشريت د گټو لپاره راوڅرخوو. موږ دا ټول هغه وخت کولای شو چې د چارو او کړنو پۀ اړه قوي فکر وکړو، د ځان او ټولنې د جوړښت او پرمختيا لپاره عملي گامونه پورته کړو. دا هرڅه د ټولنيزعدالت د رامينځته کولو او ټولنه د سوکالۍ پۀ لور د وړلو لپاره ضروري رکنونه دی چې بايد د افغان ملت د غوښتنو برخه وي.
افغانان بايد د يو داسې نظام غوښتنه راپورته کړي چې پۀ هغې کې د افغان ملت د وگړو لومړنۍ اړتياوې پوره شي، عدلي نظام جاري شي، خلک د پرمختيا پر لور روان شي او سوله او امنيت تلپاتی واکمن شي. د داسې يو نظام غوښتونکي شي چې لۀ ملي شتمنيو څخه د هيواد د وگړو د شريکې، بې قيد او شرطه او عادلانه گټې لپاره کار واخستل شي. لوی څښتنﷻ ټولنيز عدالت د مسلمانانو د ژوند برخه او مسووليت گرځولی دی چې د انساني ژوند هر اړخ پکې گډ دي. ټولنيزعدالت او ټولنيز، اقتصادي، سياسي او علمي پرمختگ يو پر بل پورې تړلي دي، يو بل پوره کوي، او د ټولنې د روغ او رغنده جوړښت مهم توکی جوړوي. پرته د يوۀ لۀ شتون څخه د بل شتون بې مانا او نيمگړی دی. کۀ چيرې دا توکي پۀ برابره انډوليزه ټوگه وړاندې ولاړ شي نو بيوزلي لۀ مينځه ځي، د خلکو بنسټيزه اړتياوې پوره کيږي، ملت د حکومت لۀ زور زياتي څخه پۀ امن کې وي، پۀ ورځنيو چارو کې فيصلې پۀ عدل سره سرته رسيږي او انسان د فکري او جسمي خپلواکۍ پۀ چاپيريال کې ژوند کوي. لوی څښتنﷻ د قرآن عظيم الشان پۀ بيلابيلو آيتونو کې پۀ عدل کولو حکم کړی او فرمايي چې عدل تقوی ته نږدې دی. اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ.
افغانان بايد د داسې يو نظام غوښتونکې شي چې پۀ هغې کې دا ومنل شي چې حکومتداري او چارواکي کول اصل او هدف نۀ دی، بلکې یوه وسيله ده. اصل د ټولنې د وگړو د ظرفيتونو لوړول، د وړتیاوو پوره کول او پرمختگ دی. حکومت داسې يو ټولنيز حالت رامينځته کړي چې پۀ هغې کې د ټولنې ټول وگړي لۀ فکري او جسمي پلوه خونديتوب ولري او د قانون پۀ سيوري کې پرته لۀ ډار او ويرې څخه هوسا ژوند تير کړي.
دا ټول حقوق موږ ته لوی څښتنﷻ راکړي دي. لۀ معاذ ابن جبل(رض) څخه روايت دی چې رسول اکرمﷺ فرمایلي دي. لَا طَاعَةَ لِمَنْ لَمْ يُطِعْ اللَّهَ. ژباړه: د هغۀ چا اطاعت نشته څوک چې اللهﷻ اطاعت نۀ کوي. همداراز بل ځای کې رسول اکرمﷺ فرمایلي دي. لاَ طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ. ژباړه: د مخلوق اطاعت د خالق پۀ ناخوښۍ کې روا نۀ دی.
لۀ دې څخه پۀ زغرده څرگنديږي چې د ټولنې او ولس وگړي د دې واک او مسووليت لري چې د چارواکو د چارو څار وکړي او د هغوی پۀ ټولو چارو رغنده نيوکې وکړي او سمې لارې ته یې برابر کړي. هر مسلمان مکلفيت لري چې پۀ خپله ټولنه کې د بدو مخه ونیسي او د ټولنې وگړي ښو او نيکو اعمالو ته وهڅوي. لۀ ابوسعيدالخدري(رض) څخه روايت دی چې رسول اللهﷺ فرمایلي دي.
أَفْضَلُ الْجِهَادِ مَنْ قَالَ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِر‏‏ أَوْ ‏أَمِيرٍ جَائِر. ژباړه: د جهادونو لۀ جملې څخه لوی جهاد هغه دی چې د هغه پاچا يا چارواکي پۀ مخ کې واقيعتونه ووايي او رښتيا راڅرگنده کړي چې د حق او عدالت لۀ لارې څخه ليرې شوي وي (غوره جهاد د ظالم حاکم پۀ وړاندې د حق وينا ده).
پۀ پای کې يوځل بيا يادونه پۀ کار ده کله چې پۀ اسلامي ټولنه کې د دولت، حکومت او چارواکو ستره موخه د انساني ژوند د ساتنې، پالنې او پرمختگ لپاره د نوو لاروچارو لټون، انسانانو ته خدمت کول، د ټولنې د پرمختگ لپاره کارکول او پۀ ټولنه کې د وگړيز او ټولنيزعدالت ټينگول دي، نو موږ هم اسلامي او ملي مسووليت لرو چې د خپل حق او راتلونکې سوله ايز او سوکاله ژوند لپاره غږ پورته کړو او د يو ازاد او عادل نظام غوښتونکي شو.
ډاکټر عبدالقيوم مومند
سانتا انا، کليفړرنيا، د ۲۰۲۰ زيږديز کال د فبروري ۲۰