د استرالیا د کارګر ګوند د مهاجرت څانګې ویانده کریسټینا کینیلي وايي چې اوس هم ډیری وختونه د استرالیا بیلابیلې ویزې د جنایت کاره قاچاق کوونکو ډلو لخوا ناسمه کارول کیږي.

هغې تیره چهارشنبه په خپله وینا کې د استرالیا په ایتلافي حکومت سختې نیوکې وکړې، په ځانګړي ډول د یاد حکومت د کار په مهال د موقتي ویزو پر زیاتوالي، چې له امله یې جنایت کاره قاچاقي ډلې له دغو ویزو څخه سؤاستفاده کوي او د هوا له لارې استرالیا ته خلک قاچاقوي.

نوموړې وویل، «مونږ له تیرو شپږو کلونو راهیسې د خلکو د دې ډول قاچاق شاهد یو چې په پراخه کچه زیات شوی او لږترلږه سل زره کسان چې له دې لارې استرالیا ته راغلي، دلته یې د پناه غوښتنه کړې. قاچاق کوونکو ډلو خپل د تجارت بڼه بدله کړې او خلک د کار او ښه ژوند په هيله استرالیا ته رالیږدوي.»

هغې وویل، «قاچاقي ډلې د استرالیا هغه مقررات او نورمونه زیانمنوي د کومو لمخې چې بشردوستانه پروګرامونه جوړ شوي. دوی اوس د سمندر له لارې کډوال نه رالیږدوي ځکه دوی په الوتکو کې د قاچاق لاره موندلې ده. دوی د آنلاین ویزو سیستمونو څخه ګټه اخلي او خلک استرالیا ته د تګ لپاره هڅوي.»

آغلې کینیلي زیاته کړه، «کله چې له دې لارې کډوال استرالیا ته راورسیږي نو قاچاقبران دوی ته لارښوونه کوي چې د پناه غوښتنه وکړي. قاچاقبران پدې پوهیږي چې حکومت دې کسانو ته لومړې درې کلنې موقتي ویزې ورکوي او له همدې وروسته اصلي ستونزه پیل کیږي ځکه قاچاقبران دغه کسان پداسې ځایونو کې په کار ګماري چې کار یې سخت خو معاش یې خورا کم وي.»

د نوموړې په وینا، په دې برخه کې ګڼ رپوټونه شته چې له داسې کسانو فزیکي او جنسي ناوړه استفاده کیږي، له دوی پاسپورټونه اخیستل کیږي او بیا په یوه ځانګړې سیمه یا کارخانه کې محدود ساتل کیږي.