دلته په سر کې د یادونه وړ دی، چې مونږ خپل ځان او یا خپل ذهن څخه پوښتنه کړو، چې مونږ خپل وخت، خپل ګرانبها دقایق او ساعات په ورځ کې، په څه شی، په کوم کارونه، په کوم مشغولتونه مصرفوو؟ دا موضوع بايد وسيرو او د خپل ژوند منفي أرخونه وپيژنو، د نيوكى گوته ورته ونيسو او بيا يي اصلاح ته نيت وكرو.

موږ بايد په دې پوه شو، چې د ليک او لوست کلتور، د مطالعه کلتور ودانول، قوی ارادی، غښتلی عزم، دقیق کار، پراخ حوصله او وخت ته اړتیا لری!

بی له شکه چې، دا مهال نه یوازی په افغانستان کې، بلکه، په نړۍ کې اقتصاد د بلې هـرې برخې بنسټ جوړوي، د هېوادونو اقتصادي وده له نورو سره د سيالۍ محور دی او اقتصادي ځواکمنتيا د سياست بنسټ ګڼل کيږي.

مګر مونږ نباید د یو هیواد د انسانانو ذهنیتونه، د انسان ذهنی تولیدات او بلاخره کلتوری تولیدات لکه د ليک او لوست کلتور، د مطالعه کلتور ودانول، فقط او فقط اقتصادی زیر بنا ته مرتبط وګنو. ځکه چې دانسان ذهنیت هم دا توانایی لری، چې، د اقتصاد پراختیا په ساحه کې خپل قوی رول ولوبوی!

دا بحث او دا موضوع چې آیا اقتصاد زیر بنا دی او د انسان ذهن رو بنا دی، او یا بر عکس دلته زمونږ محوری بحث له حوصلی څخه خارج دی، مګر دا موضوع چې تر څه اندازه پوری د انسان اقتصاد، او تر څه اندازه پوری د انسان ذهنیت د ټولنیز ارتقا لپاره، د کلتوری ارتقا لپاره موثریت لری، یو سر خلاص بحث دی، چې، دلته نه ځایږی! په هر صورت د انسانانو په اذهانو کې د پخوا زمانی او هم د ننی نړی پر اقتصادی او کلتوری حالاتو باندې هم پوره رڼا اچول شوې او هر څه په کې تر لوی حده پوری روښانه شوي دي.

په هر صورت، د ليک او لوست د کلتور ایجادول په ذهن کې صورت اخلی، کار او وخت ته اړتیا لری!

په بل عبارت، او د مثال په توګه، که چیرته محترم والدین، د ماشومانو محترمو کورنی، دخپل په اذهانو کې، یوه سالمه روزنیز او ښوهنیز محیط ایجادولو لپاره اهمیت قایل شی، دا کار یوازی د ښوهنځی او د معلم مسولیت په حیث نه، بلکه د یو مشترک کار، د یو مشترک وظیفه، او بلاخره د یو مشترک مسولیت په حیث وشمیری، بیا دافغان ماشومان د ليک او لوست کلتور ارتقا او کیفیت لاس ته راوړی.

زموږ په ټولنه کې نن صبا سره له دی نه چې ځینی افراد او اشخاص او هم ځینی ګروپونو د جنګ پلوی دی، تاړاکونه شته، يرغلونه شته، وژنې شته او وينه روانه ده، ددیری افراد او اشخاص منطق پر شخصي ګټو ولاړ ښایی، مګر خوشبختانه د ليک او لوست کلتور په هکله بحث، د ليک او لوست کلتوری ارتقا په هکله علمی بحثونه چې پر شخصي ګټه نه دی ولاړ وي، تر شا يې موجود منطق پر ټولنیز ګټو ولاړ وي، هم کار صورت اخلی:

دلته د تکرار احسن په حیث، دمحترمه اناهیتا روهي لیکنه، چې تر "ماشوم له کتاب سره څنګه آشنا کړو؟" عنوان لاندی لیکل شوی ده، ګرانو هیواد واړو لپاره خپاریږیږی.

محترمه اناهیتا روهي د "ماشوم له کتاب سره څنګه آشنا کړو؟" تر عنوان لاندی لیکی:

"هره علمي برخه دوې خواوې لري. تیوري او عملي. له کتاب سره د ماشوم اشنايي او علاقه هم همداسې وبولئ. د کاناډا د مېک ګیل پوهنتون استاد او د ارواپوهنې پروفیسر ښاغلی فرېد ګېنس وايي، د مېند وارۍ په ۳۵ اوونۍ کې ماشوم غږونه اوري او د بېلابېلو ژبو د ریتم توپیر کولای شي.
له همدې وخته باید له ماشوم سره په نرمه او مهربانه لهجه خبرې پیل شي، موسیقي ورواورول شي او لنډې کیسې ورته ولوستل شي. زه به هم پاسنۍ څو جملې د دې بحث تیوري اړخ وبولم ځکه چې زموږ د وطن میندې د بېلابېلو دلایلو په وجه له دې ټکو سره نابلده دي او ډېر وخت تیوري په عمل کې نه پلي کېږي.
خو د دې پوښتنې ځواب چې ماشوم څنګه له کتاب سره اشنا کړو، تر ډېره بریده د کورنۍ له مشرانو سره تړاو لري. دې ټکي ته باید پام وکړو چې ماشوم تقلید کوونکی دی. ماشوم که د کور مشر درې وارې په یو عمل، تکرار وویني، څلورم وار یې دی سم ورسره تکراروي.
نو که وغواړو چې ماشوم له کتاب سره اشنا کړو باید چې خپله کتاب راواخلو. دا هڅه باید وکړو چې د خپل کتاب په اړه داسې نظر وړاندې کړو چې د ماشوم لپاره د کتاب لرل په زړه پورې شي. دا به غوره وي چې ماشومانو ته د دوی له عمر سره سم کتابونه برابر کړو.
هغه ماشومان چې په خپله لیک او لوست نه شي کولای د هغوی لپاره انځوریز رنګه کتابونه مهیا کړو. خپل څنګ ته یې کېنوو،هم یې ونازوو، هم ورته کیسه ولولو.

که ممکن وي د کیسې له کرکټرونو سره سم خپل غږ بدل را بدل کړو. دا کار که په منظمه توګه څو ورځې د خوب پر وخت تکرار شي، بله ورځ ماشوم په خپله کتاب را اخلي او له تاسو څخه د کتاب د لوستو غوښتنه کوي. که په مسلسله توګه دا کار دوام ومومي، ماشوم ورسره عادت کېږي او علاقه پیدا کوي.
هغه ماشومان چې لیک او لوست کولای شي، د هغوی په مخ کې هم د خپل کتاب د موضوعاتو یادونه ضرور ده. بل دا چې له کتاب سره خپله مینه او لېوالتیا باید ماشومانو ته داسې په ډاګه شي چې د دوی د کنجکاوۍ احساس ورسره راویښ شي او د داسې کتاب د لوستو هیله وکړي چې د دوی لپاره په زړه پورې وي.
ماشوم ته د دې اختیار باید ورکړو چې په خپله خوښه ځان ته کتاب غوره کړي. که کتابونو ته لاس رسی ګران وي، نن سبا د انټرنېټ په مرسته هر ډول کتابونه او رسالې د ماشومانو لپاره موندلی شو. همدا چې ماشومانو ته د دوی د خوښې اختیار ورکوو همدا یې یو ګام د مطالعې په لور نږدې کوي.
حتمي نه ده چې ماشوم دې هر کتاب ولولي. ممکن د ده د خوښې خبرې په مجله کې وي یا هم په کومیډي، رساله او یا ورځپاڼه کې. که مو سریالونو ته پام شوی وي، هره برخه یې په داسې ځای کې ختمېږي چې د لیدونکي ورته اندېښنه شي چې اوس به څه کېږي.

که چېرې تاسو خپلو ماشومانو ته کتاب لولی، نو په همداسې یو ځای کې کتاب لوستل بس کړئ چې د ماشوم په ذهن کې د بلې برخې لپاره تلوسه راویښه شي. که دوی د لوست لېواله هم نه وي، مګر چې موضوع ورته په زړه پورې شوې وي په خپله ځي او کتاب رااخلي او لولي یې.
دا چاره سل په سلو کې نتیجه نه ورکوي خو اغېز یې مثبت دی. بله دا چې د ماشوم د مطالعې ځای باید هره ورځ بدل شي. اوونۍ اووه ورځې ده. داسې باید پلان شي چې اووه ورځې په بېلابېلو ځایونو کې مطالعه وشي. د خوب کوټه، د ناستي کوټه، په انګړ کې د ګلانو سره خوا کې، د صفې پر سر، کله کله سهار وختي کله هم ماښام چې ستوري په ځلېدو شي.
موږ هر وخت د مطالعې لپاره رڼا لټوو. خو ځینې وخت د لاسي بجلیو سره د کمپلې لاندې او یا هم له لنټين سره د بام پر سر د ستورو نندارې ته د کتاب لوستل په زړه پورې کېږي.
د ښه چاپېریال برابرول په مطالعې اغېز لري. ډېر ځل لیکل هم د دې سبب ګرځي چې ماشوم له لوستو سره علاقه پیدا کړي. د هغه ماشومانو لپاره چې روان لوست کولای شي، مطالعه په زړه پورې وي.

ځکه دوی اوږدې کلمې روانې لوستی او ژر ترې مفهوم اخیستی شي. مګر هغه ماشومان چې په لوستلو کې سوکه دي د هغوی لپاره اسانه لار دا ده چې له هرې کلمې سره لاندې د شهادت ګوته ونیسي، ځان ته یې په نښه کړي او د سترګو په نظر یې ولولي.
دا چاره له ماشومانو سره د لوستو پر وخت د فکري تمرکز له ساتلو سره هم مرسته کوي. له داسې ماشومانو سره لیکل هم ډېر ګټور تمامېږي. مثلا ماشوم ته وایو راځه نن داسې کیسه لیکو چې کرکټر په کې ته یې.
بیا د ماشوم ځانګړنې رااخلو، د وړکتوب کیسې یې رانقلوو او بېرته یې له ده سره تکراروو. کله چې ماشوم خپل ځان د کیسې په منځ کې ویني نو د خپل کرکټر لوستو ته هڅېږي. کیسه لیکي، خاطره لیکي.
کتاب رااخلي او موږ ته یې لولي. ماشوم که لیکل کوي یا لوستل خو موږ یې باید وهڅوو او پرې له نیوکې ډډه وکړو. که لږ له حوصلې او مهربانۍ کار واخلو نو یقین لرم چې ماشومان به مو له کتاب سره ښه ملګرتیا وپالي."