خدای به ژر وطن ته سوله راولي
مل د جنګ ځپلو افغانانو رب
نور افغانستان به هدیره نه سي
مل د غم ځپلو افغانانو رب
***
رب به ورورژنه نوره ختمه کړي
مل د سوزمنانو خوږمنانو رب
وصل ته د یار په لنډ مزل ورځي
مل د ستړو ستړو لارویانو رب
***
ټولو نه بېوسه ښه نږدې ورته
مل د بېوسانو بندګانو رب
پام آزار ورنه کړې نازولو ته
مل د بېګناوو مظلومانو رب
***
مینه يې سپېڅلې او تلپاته ده
مل د پاک زړګیو انسانانو رب
مه ګوره حقیر او بېوزلانو ته
مل د فقیرانو دروېشانو رب
***
ولړزوي عرش په ساندو د آرمان
مل د یتیمانو معصومانو رب
ښه ایسي غرور د هغه ذات سره
مل د عاجزانو خاورینانو رب
***
هرڅه تل د رب شکر ثناء وايي
مل د بلبلانو ذاکرانو رب
ورسه نور له نفسه آزادي واخله
مل د بېراهانو آسیرانو رب
***
څوک که د لیلا دیدن ته تږی وي
مل د کړېدلو مجنونانو رب
په عجز ولاړ يې پر دربار شاهان
مل د ناچارانو عاشقانو رب
***
د ټولو خالق او د هرڅه مالک
مل د رښتینانو مومنانو رب
ټوله مجرمان ځني سرکښه دي
مل د متقیانو صالحانو رب
***
نه آوري آواز د دوزخیانو نور
مل د جنتیانو مهمانانو رب
د ذکي د زړه خوناب غزل لیکي
مل د دردمنانو شاعرانو رب
***
١٣٩٨/حمل/٩مه
شفق