که جنرال خوشحال سادات اوس د ډګر جنرالۍ پر رتبه د دفاع وزارت وزير هم وټاکل شي اهمیت به يې دیوه عادي مامور هومره ځکه هم نه وي چې هغه کسانو چې غوښتل يواځې دکورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيالۍ يې وغورځوي خپلو اهدافوته ورسېدل او پره يې توس شوه.

د نړۍ پرمخ ددوهم ځواکمن فکر خاوند او د نړۍ پرمخ له اخرې خوا دتر ټولو بدبخت دوهم هېواد ولسشره!

ښه دقيق غوږ شه يايې واوره او يايې ولوله او د دېموکراسۍ او بيان ازادۍ اصولو او نورمونوته په کتلو د يوه مسؤول شخص په توګه اړ يې چې ځواب راکړې.

مشره! زه د هغې مېرمنې خاوند يم کومې چې د افغانستان د ۱۳۹۳کال ولسمشريزو ټاکنو کې برخه وانخسته او کله چې يې خسر (زما پلار) کورته راغی او پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې رايه دې ورکړه؟

او هغې ورته وویل چې نه کاکا زما کارت ورک دی.

نو خسر يې ورته وویل ښه غوږ شه! که چېرې اشرف غني په يوه رايه هم ټاکنې وبايللې (ناکام) شو نو زه به فکر وکړم چې هغه ستا لخوا نا استعمال شوې رایه ده او زه به دا وګڼم چې اشرف غني ستا له امله ناکام شو.

هماغه و چې رسمونو ته تابع اینګور پلټنه پيل کړه ،کارت يې پيدا کړ اود ماسپښين په دوه بجو انتخاباتي سايت ته ولاړه او داشرف غني احمدزي په ګټه يې خپله رايه استعمال کړه.

د افغان ولس دوهم بابا! زه د هغې خور ورور يم کومه چې د ۱۳۹۳کال جمهوري ریاست ټاکنو په ورځ ۶ کلنه وه خو دا چې په کوم ځای کې يې په لګېدلي پوسټر د اشرف غني انځور ليدلی و چې د ښونځي شاګردانوته ولاړ دی او هغوی سره په موسکا خبرې کوي،نو له هغې سره فکر پیدا شوی و چې ګواکې دا سړی به موږ ته د ښوونځي سهولتونه برابروي او نور به موږ بې تعليمه ماشوم ونه لرو،هماغه و چې د ټاکنو په ورځ مې له مور سره سايټ ته ولاړه او په لاس کې ورسره د لسو افغانيو نوټ و،په داسې حال کې چې خپله يې د رايې داستعمال حق نه درلود،نو نورو خلکوته يې ويل چې که هر چا اشرف غني باباته رايه ورکړه زه به لس افغانۍ ورکړم،مطلب دا هغې شپږ کلنې ماشومې دا احساس درلود چې دريغا دا هېواد به تاسې له دې شته طوفانه را اوباسئ.

غني بابا! زه هغه څوک يم چې د خپلې رسمي دندې ټول اصول،قوانين او مقررات مې تر پښو لاندې کړل او د ټاکنو پر ورځ ۷کيلو مټره پلی مزل وکړ ترڅو خپله يواځينۍ رايه ستا په ګټه استعمال کړم.

او زه هغه څوک يم له چاسره چې ستا د ارګ په ماڼۍ کې تر ټولو لوی ظلم وشو او هغه داسې چې دوه ځله مې د یوه اعلان شوي پوسټ لپاره ازموينه ورکړه او دواړه ځله مې نمرې تر نورو نوماندانو زياتې وې خو بیا هم زما پر مرۍ پښه کېښودل شوه او حق مې بل چاته ورکړ شو، مګر ته پوهېږې چې بیا ما ولې پر خپلې مرۍ زور وکړ او خپل دا مسلم حق مې ستا ګمارل شويو رېښتينو مسلمانانو مسؤولینو ته پرېښود؟ داځکه چې کاش يواځې زه دداسې پېښې قرباني وای،مګر افسوس زما په شان ډېر داسې اوس هم بې سرنوشته ګرځي، نو يواځې دهېواد د هوساينې لپاره مې خپل حق داسې در وباخښه لکه د مور شيدي.

زما دګران هېواد ډېری ولسونه  خو په ځانګړې توګه ځوانان سره له ډېرو لویو لویو قربانيو چې ستا لپاره يې ورکړې او بېرته ستاپه نظام کې يې په ژونداو عزتونو لوبې شوي دي په درې واړو جمهوري رياست ټاکنو کې که هغه د ۱۳۹۳کال لومړی او دوهم پړاو ټاکنې وې او که د ۱۳۹۸کال ټاکنې هرڅه چې له دې ملت سره ستا او ستا دنوم پر سر شوي دی له دې هر څه سره سره بياهم د سر په قېمت درڅخه دفا کولو ته اړ دي ولې چې هغوی د ځان په هکله نه بلکې د هېواد په کله فکر کوي نو.

په عمر پوخ بابا!زه له تا د پورته يادو کړيو کارونو  حساب او انصاف نه غواړم،زه له تا کوم امتیاز هم نه غواړم او نه درڅخه دا تمه کوم چې ما او یا زما کورنۍ ته څه راکړه،د الله تعالی له دربار څخه يې ولې نه غواړم چې په حقیقت کې غني دی او نه دې هېڅکله د خپلو احسانونو پوروړی بولم.

خو باباګله! يواځې د څو لنډو پښتنو ځوابونه باید هرو مرو راکړې او دا ځکه چې دا یواځې زما نه بلکې د ټولو هغو با احساسه او هېواد پالو افغانانو غوښتنې او دزړه خبرې دي چې نن يې دصبر کاسې ډکې شوي او اوبه ورڅخه سر کوي،نو په دې پار اړ يې چې دا پوښتنې راځواب کړې او قناعت راکړې، زه دلته ټولې ځکه نه یادم چې د یوه کتاب له حوصلې هم وځې یواځې څو لنډ او عمده .

لومړی: د سلګونو افغانانو قاتل،ظالم او جابر شخص نظام الدین قیصاري ولې ونيول شو اوولې بېرته خوشې شو؟

که چېرې مجرم اوقاتل و ولې محکمه نشو او سزا ورنکړل شوه او که چېرې دا یو هم نه و ولې د يوه مسلمان او شريف انسان پر لمن دومره لوی تور داغ پورې شو.

بل دا چې ولې يې د دوهم ځل نيولو امر وشو،تر عملياتو وروسته ولې ژوندی ورک شو او نن ولې حکومت هغه او کورته يې د اوښتو زيانونو د جبرانولو لپاره اماده دی؟

دوهم: لوی غل ،مجرم اوقاتل علي پور ولې ونیول شو او ولې بېرته خوشې شو؟

دريم: ولې مشهور،غل،لوټمار،قاتل او ظالم انسان حکيم شجاعي نه نيول کېږي او په زغرده د يوه قوم د ځوانانو دنګې ځوانۍ لو کوي او کورونه يې لوټوي؟

څلورم: د جنرال عبدالرازق اڅکزي دترور،نوعيت اوڅرنګوالی ولې تر ننه پورې معلوم نشو او ولې يې ملت ته دقاتلينو او عاملينو څهرې ونه ښودل شوې؟

شهيد جنرال رازق هغه څوک و چې په نظام کې يې د کلټر زورواکي پروا هم نه لرله خو د خاورې لپاره بيا د يوه عادي کس غلام هم و،دا زړه ور جنرال هغه څوک و چې د هېواد په کچه هر قوم او هر سمت ورباندې وژړل ،مګر تاسې يې تر ننه ولې کورنۍ او همفکروته قانع ځواب نه لرئ؟

پنځم: عبدالجبار قهرمان چا وواژه او دقتل په هکله يې ولې تر ننه پورې کورنۍ او اولادونوته مقنع ځواب ندی ویل شوی،هغه پلاوي چې د دغه شان پېښو دپلټنې لپاره ګمارل کېږي هغوی چې تاسره کوم معلومات شريکوي ولې يې له ملت سره نه شريکوې؟

شهيد قهرمان خو هغه څوک و چې تاسې د ولسي جرګې د غړيتوب ترڅنګ د هلمند ولايت دمحاربوي برخو مشري هم ورکړې وه، ایا دا دهمدې لپاره چې په خپله يې له منځه يوسئ؟

شپږم: د کورنيو چارو وزرات ارشد امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات ،هغه څوک چې د لندن او امريکا په سطحه يې په نظامي برخو کې زده کړې کړې وې،هغه څوک چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې يې په ۱۱۰۰ سوه محاربوي عملياتوکې ګډون کړی او ټول يې ګټلي دی،هغه څوک چې په يوه ورځ يې د څه کم دېرشو ولايتونو امنیه قوماندانان د فساد،وظيفه وي غفلت او نورو ګډوډيو په اساس له دندو ګوښه او يا تغیر او تبديل کړل،هغه څوک چې د کورنيوچارو وزارت ته د معين په توګه له راتللو سره يې بيا هېڅ ولايت څخه د سقوط غږ وانه ورېدل شو،هغه څوک چې د تېرو نولس کالو په جريان کې د هېواد ډېرو ځایونوته هېڅ چارواکی ورنغی مګر ده ورڅخه ليدنه وکړه او چارې يې پکې پيل کړې او هغه څوک چې په نظامي چارو کې تر ډېرو عمر خوړلو ډګر جنرالانو هم ښه تجربه،استعداد او وړتيا لري نن ولې اود کوم لامل له مخې له دندې لرې کړای شو؟

بابا! دغه ځواکمن او دندې ته مخلص ځوان جنرال ولې ستاپه دومره لوی حکومت کې ونه زغمل شو،دهغه کمزوري ټکي راته بیان کړه او موږ ته پرې قناعت راکړه.

د ټول افغان ملت بابا! ما تر نن ورځې ستا او ستا دنظام په هکله هېڅ منفي خبره نده کړې او نه مې چاته ددې وخت ورکړی چې ستا او ددې دولت بده ووايي،ما ستا د هرې حقې اوناحقې  پرېکړې دفا کړې او تل د نورو په مقابل کې درېدلی یم خو نن همدا زه ځکه درته له دې پوښتنو سره درېږم چې خوشحال سادات   هغه کارونه کول چې د افغان ولس غوښتنې او جدي اړتياوې وې،نن تاولې هغه په خپله دنده پرېنښود.

غني بابا! بياهم په تکرار وايم دا پوښتنې ځکه باید راته وځوابوې چې دا يواځې زما نه بلکې د ډېروهغو افغانانو په ځانګړې توګه ځوانانو د زړه خبرې دي کومې چې له تېرې شپې راپه دې ديخوا د جنرال خوشحال سادات له دندې د لرې کولو د خبر په اورېدويې حواس له لاسه ورکړي او ټول دې پرضد را پورته شوي دي،ته باید موږ قانع کړې او زموږ قناعت حاصل کړې او که چېرې داسې ونه شي نو زه به د حاجي صیب فرید هغه خبره چې پخواني ولسمشر حامدکرزي ته يې په يوه جرګه يي بحث کې وويل چې : ما فکر کاوه ته ولسمشر يې خو نه ته يو مظلوم يې او په تا ترحم کول پکار دي،نن به هغه خبره زه تاته وکړم خو په دې ټکو چې موږ فکر کاوه ته ولسمشر يې،ته د هر افغان د زړه چيغه يې ،ته د هرې کونډې مور او مېرمنې دسکون غږ يې او ته د هر ملت بابا يې مګر نه ته دایو هم نه بلکې یواځې او یواځې د منسب او څوکۍ غل يې.