د سولې عالي شورا په 1389 کال کې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په فرمان سره جوړه شوه چې مرحوم استاد برهان الدین ربانی یې لومړنی مشر وټاکل شو او یو شمېر جهادي مشران ، قومي متنفذین او یوشمېر پخواني طالبان د رهبري په شورا کې شامل شول. همدارنګه 8 مېرمنې هم د سولې د شورا په ترکیب کې غړیتوب درلود.
استاد ربانی د شورا له تاسیس نه یوکال وروسته د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه مشر زوي صلاح الدین رباني د شورا د رئيس په توګه وګومارل شو.
د ملي وحدت په جوړېدو سره صلاح الدین رباني د باندینیو چارو د وزیر په توګه او معصوم ستانیکزی د ملي امنیت د لوی رئيس په حیث په کار پيل وکړ چې پدې موده کې د سولې عالي شورا بې سرپرسته پاته شوه .
په 1394 کال کې ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني ، ښاغلي پیر سید احمد ګیلاني یو بل جهادي مشر د دې شورا د رئیس په حیث وټاکه چې په 1395 کې د هغه له وفاته وروسته د حزب وحدت اسلامی یو مشرښاغلی کریم خلیلي د دغې شورا د مشر په توګه دنده اجرا کوي.
باید وویل شي چې د سولې د عالي شورا تر جوړېدو مخکې یوه بله اداره د « سولې د ټېنګېدو دفتر » د مرحوم صبغت الله مجددي په مشرۍ وجود درلود چې غوښتل یې ناراضي مسلح مخالفین د سولې بهیر سره یوځای کړي.

د سولې عالي شورا لس کلنه دوره
دغه شورا پدې لس کلنه موده کې معمولا په حاشیه کې واقع وه او دومره اهمیت ندی ورکړل شوی. د سولې په هکله مذاکرات که په دننه افغانستان کې وو او یا له هېواده د باندې ، اکثرا د دې شورا له خوا پرمخ ندي وړل شوي. مذاکره کوونکو ته د دولت له خوا زیات اهمیت ورکړل شوی. حتی د مسکو په خبرو کې هم طالبان حاضر نه شول چې د سولې شورا د هیئت له مشر کریم خلیلي او غړو سره وګوري. همدارنګه ددې شورا هڅې د مخالفو مسلحو کسانو د جلب او جذب لپاره له ناکامۍ سره مخامخ شویدي. د سولې عالي شورا د طالبانو د دوهم نمبر واکمن شخص ملابرادر د آزادولو لپاره چې په 2010 کال کې د پاکستان د استخباراتو له خوا ونیول شو ډېرې هلې ځلې وکړې خو کومه نتیجه یې ورنکړه .

له بلې خوا باید وویل شي چې کوم کسان او یا وړې مسلح مخالفې ډلې د دې شورا په هڅو له دولت سره یوځای شوي وو ، د سولې شورا د امتیازاتو تر لاسه کولو نه وروسته له یو څه مودې بېرته د افغانستان له دولته سره په جنګ بوخت شول .
د دې شورا د تشکیل او ناکامي اصلي نقص د هغې غیر متجانس ترکیب دی . په شورا کې د جهادي رهبرانو اوقوماندانانو ، محلي بانفوذه شخصیتونو ترڅنګ د طالبانو پخواني قوماندانان او یو شمېر مدني فعالان او ښځو استازي غړیتوب لري.
دغه کسان د ایدیولوژي او نړۍ لید له مخې هم له یوبل سره اختلاف او توپیر لري چې اکثرو یې په پخوا وختونو کې له یو بل سره جګړې کړیدي. بنا د دوی ډېرو تصمیمونو او فیصلو هېڅکله عمومي اجماع نه درلودله . د رسنیو له خبرو داسې مالومیږي چې دې بنسټ هېڅکله د رښتینې سولې اراده نه لرله . د دې شورا غړي زیاتره د ملي او ټولنیزو ګټو پرځای په شخصي ګټو پسې هڅې کوي. د پورته دلایلو په نتیجه کې ویلی شو چې د سولې شورا په موجودیت او یا نه موجودیت سره سولې ته کومه ګټه او فایده نه رسیږي.
د جلالتمآب ولسمشر په فرمان سره د سولې د وزارت په جوړېدو سره چې د ملي شورا له خوا منظور هم شوه ، د سولې د عالي شورا د موجودیت اهمیت نور هم تر پوښتنې لاندې راغی . د یوڅو محدودو جهادي مشرانو او قوماندانانو له فوق العاده امتیازاتو نه پرته ، اساسا د دې شورا شته والي ته هېڅ ضرورت نه احساسیږي.