ژباړه: عزت الله ذکي
دوبۍ په نړۍ کي د خلکو د رضایت آړوند په وروستي راپور کي ۲۰ ځای لري؛ اوس هڅه کوي، په دې برخه کي د نړۍ لومړی هيواد شي. چي په دې آړه يې د خوښۍ ملي تګلاره هم جوړه کړې او د هوسایني او خوښۍ وزیر به هم وټاکي.
د دوبۍ د خوښۍ خپرونو مشر حماد الاوحد د آماراتي اوسېدونکو د رضایت او خوښۍ پلان پراخولو آړوند وویل: "نن ورځ دوبۍ کي ټولي برخي د خوښۍ لپاره په ګډه کار کولو ته آړتیا لري. موږ په ۴۰ ریاستونو او دولتي څانګو کي تر ۴۷ ډېر د خوښۍ آتلان لرو، چي په ټولنه کي ددوی رول د اطمیناني خپرونو پلي کول دي؛ موږ دوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول روزنه ورکوو، څو د خوښۍ آړوند عامه ذهنیت او قناعت بدل کړي."
نن ورځ دولتونه کولای شي، د ټولنیزو معلوماتو د تحلیل په پرمختګ سره د خلکو رضایت او خوښي آندازه کړي او له دغي لاري خپل اقتصادي آرزښت هم په پام کي ونیسي.
د سوداګرۍ ستراتیژیکي کارپوه «کري بلوک» وايي، خوښ خلک ښه کار کوي، کله چي خلک خوښ وي، کار ورته مفهوم لرونکی وي، ۵۰ سلنه خلک ډېره ګټه کوونکي او ۸۸ سلنه هم ډېر وفادار دي؛ ځکه دوی د خپل ژوند د نیمایي وخت «خوښۍ شېبو» معنی موندلې ده.
سږکال عربي متحده امارات د HSBC ادارې په وروستۍ نظرپوښتنه کي د کار لپاره د نړۍ غوره هيواد نومول شوی او دلته د اوسېدني عمده لاملونه هم عایداتي ډېروالی، کاري وده او د ژوند لوړ کیفیت دي.