کډوالو د استرالیا د مهاجرت نوو ویزو د شرایطو په اړه اندیښنه ښودلې

د استرالیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د استرالیا د حکومت لخوا اعلان شوې د مهاجرت نوې ویزې غیرعادلانه دي ځکه دغه ویزې ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي.

د استرالیا حکومت د تېرې نوومبر میاشت په شپاړسمه خپل هیواد ته د مهارت لرونکو کډوالو د جذبولو په خاطر د سیمه ایز مهاجرت په نوم پنځه نوې ویزې اعلان کړې چې له مخې په دغه هیواد کې د دې ویزو ترلاسه کوونکي کولای شي د یو لړ شرایطو په پوره کولو سره دایمي استوګنه هم ترلاسه کړي.

په یادو ویزو کې یو ویزه چې په اړه یې کارپوهان اندیښنې لري د استرالیا د ایالتي او سیمه ایزو حکومتونو لخوا کډوالو ته ورکول کیږي، مانا دا چې هر کډوال د دغې ویزې د ترلاسه کولو لپاره باید د یو اړوند ایالتي یا سیمه ایز حکومت لخوا وټاکل شي.

د کارپوهانو لپاره د اندیښنې خبره دا ده چې د یادې ویزې له ترلاسه کولو وروسته یو کډوال د دایمي استوګنې د لاسته راوړلو لپاره باید په اړوند ایالت یا سیمه کې درې پرلپسې کلونه استوګن شي، هلته کار وکړي او هر کال باید لږترلږه ۵۳ زره استرالیايي ډالر عاید ولري.

کارپوهان وايي، په لویو ښارونو لکه ملبورن او سیډنې کې هر کال د ۵۳ ډالرو لاسته راوړل عادي خبره ده ځکه په دغو ښارونو کې مهارت لرونکي کډوال لوړ معاشونه لري خو برعکس د استرالیا په ایالاتو او سیمه ایزو برخو کې دا شرایط پوره کول خورا سخت دي او دا کار ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي او ممکن هغوی تر ډیرې مودې د دایمي استوګنې شرایط پوره نکړي.