راځئ افغان مشرانو، سياستوالو، روڼ اندو، ليکوالو او ژورناليستانو په دې خبره خو حيرانتيا او خپل ځانونه د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ملامت وګڼو، چې يو جاپانی ډاکټر له بل هېواد څخه زموږ يوه نامنه افغانستان او بيا په هغه کې مشرقي ته چې څلور ولايتونه ور پورې تړلي او کاکا (ناکا مورا) په ننګرهار ولايت چې په شمار دويشت ولسوالۍ لري او دی د لوی ننګرهار د ګلو په هار ولايت کې د خلکو لپاره په داسې سختو شرايطو کې چې دغه ولايت د داعش، طالب او نورو ترورستي ډلو په اصطلاح د مچيو ځاله ده او دی په کې د دې ملت لپاره کار او خدمت کوي او زموږ ننګرهاري چارواکي چې په سرکې د ننګرهار ويده والي، قومندان د امنې او نور لوړ پوړې چارواکي او مافيايي ډلې دي، د ناکامورا (کاکا مورا) امنيت په کې نه شي نيولی نو بيا څه ضرور ده، چې دوی دومره غټه چوکۍ د خپل ځان لپاره ټاکلې چې سهار يوولس بجې له درانه خوبه را پاسېږي او د خپل ولايت د مقام په لور روانېږي او دوه بجې خپلو کورونو ته ځي.
لنډه دا چې کاکا(ډاکټرناکامورا) چې ننګرهاريانو ته خدای (ج) د سرو زرو يو باز په لاس ورکړی وه، هغه دوی له لاسه ورکړ او هغه پروژې چې د دوی په سيمه او کلي کې نيمګړې پاتې شوې اوس دې لومړی د ننګرهار د والي په ګرېوان، بيا د امني قومندان او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګريوان کې لاس واچوي او هغه دې پرې بشپړې کړي، ځکه چې دی د دې سيمې والي دی ولې ده د کاکا (ناکامورا) امنيت نه ساتلو چې هغه ده له لاسه ورکړ او نن چې جاپانيانو له موږ سره په دې شل کلونو کې بې سارې وړيا مرستې وکړې هغوی هم د ناکامور د وژل کېدو په اړه له موږ څخه ناهيلي او خفه خپل هېواد ته د کاکا(ناکامورا) له جنازې سره لاړل.
خو په هر صورت موږ له جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه هيله کوو چې د ناکامورا عاملين دې ونيول شي او د قانون منګولو ته دې و سپارل شي.
په دې هر څوک ډېر ښه پوهېږي چې کاکا(ناکامورا) مې چاه و وژلو هغه کوزه خوا چې کومې او به روانې وې هغه د لوی ننګرهار لپاره مهار کولې هغه تور پنجاب و وژلو، ولې موږ يې ځکه پوښتنه کول غواړو چې زموږ په خاوره کې و وژل شو د هغه ساتل پرموږ لازم و نه په تور پنجاب او بيا د افغانستان په ورانکاره ډلو چې هغه يې له امنيتي پلوه ساتلی وی.
که هرڅومره نن موږ د کاکامورا(ناکامورا) غوره اخلاقو، زده کړې پښتو او بشپړۍ ډاکټرۍ نن خبرې وکړو، ولې هغه مو له لاسه ورکړ او په غم به يې نن جاپانيان ژاړې او بل داسې جاپانې ډاکټر به له دې وروسته زړه ښه نه کړي چې دی په افغانستان په ځانګړې توګه ننګرهار کې کار وکړي او د غمبسو او مچيو ځالې ته لاس ور وړي دا ملامتي دې نن ټول افغان ملت په ځانګړې توګه ننګرهاري چارواکي په ځان ومني او افغان ولسمشر دې ترې پوښتنه وکړي چې کاکا(ناکامورا) يعنې د سرو زرو مرغه چاه و نيولو.