۱:- برتانوي کتابتون – د برتانيا ملي کتابتون دی، چي په لومړي ځل يې په ۱۷۵۳م کال کي بنسټ ايښودل سوی دی.
دغه کتابتون د برتانيا په مرکزي لندن او ليډز ښارونو کي موقعيت لري او رغنيزي چاري يې په ۱۴۱ ميليونه يورو باندي بشپړي سوي دي.
په برتانوي کتابتون کي له ۱۵۰ ميليونو څخه بيا تر ۲۰۰ ميليونو پوري کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، ډاټابېسونه، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي.
ياد کتابتون د لوستونکو لپاره نږدې ۱۴ ميليونه کتابونه لري، چي په کلني ډول تر ۷۵ ميليونو زيات کسان ترې ليدنه کوي او دغه راز ۱۹۷۷ تنه کارکوونکي لري.
۲:- کانګرس کتابتون – کانګرس کتابتون، چي د آمريکا په پلازمېنه واشنګټن کي موقعيت لري، په ۱۸۰۰م کال کي يې بنسټ ايښودل سوی دی.
دغه کتابتون په ۶۴۲ ميليونه آمريکايي ډالره رغېدلی دی، چي تر ۱۶۴ ميليونو پوري کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، ډاټابېسونه، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه پکي موجود دي.
کانګرس کتابتون د لوستونکو لپاره تر ۳۸ ميليونو زيات کتابونه او چاپي آثار لري، چي په کلني ډول تر ۸ ميليونو زيات کسان ترې ليدنه کوي او دغه راز ۳۱۴۹ تنه کارکوونکي لري.
۳:- نيويارک عامه کتابتون – نيويارک عامه کتابتون په ۱۸۹۵م کال د آمريکا په نيويارک ښار کي تاسيس سوی، چي شاوخوا ۳ زره تنه کارکوونکي لري.
دغه عامه کتابتون د نيويارک ښار په بېلابېلو برخو کي نږدې ۱۰۰ څانګي لري او په ۲۵۰ ميليونه آمريکايي ډالره رغېدلی دی.
په نيويارک عامه کتابتون کي تر ۵۵ ميليونو پوري کتابونه، مجلې، ورځپاڼي او چاپي آثار موجود دي، چي په کلني ډول يې د ليدونکو او سېلانيانو شمېر ۱۸ ميليونه تنو ته رسيږي.
۴:- کاناډا کتابتون – کاناډا کتابتون او آرشيف، چي ددغه هيواد په پلازمېنه اوټاوا کي په ۲۰۰۴م کال کي تاسيس سوی، په نږدې ۱۱۷ ميليونه کاناډايي ډالره رغېدلی دی.
په دغه کتابتون کي يوازي ۲۰ ميليونه کتابونه او تر ۳۴ ميليونو پوري رسالې، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، ډاټابېسونه، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي او دغه راز ټولټال ۸۶۰ تنه کارکوونکي لري.
۵:- شانګهای کتابتون – شانګهای کتابتون د چين تر ټولو غټ کتابتون دی، چي په ۱۸۴۷م کال تاسيس سوی دی.
دغه کتابتون په ۱۲۷ زره متره مربع مځکه کي رغېدلی، چي پکي نږدې ۵۶ ميليونه رسالې، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي.