له دولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدي ملي علمي ادارو ته اړتیا لیدل کیږي. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقي مرکزونه کوای شي چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړي. د دې امکان هم شته چې پدې کار سره له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کادرونه هیله پیدا کړي چې په ملي نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړو ادارو بنسټونه کیږدي. خو دا هلته کیدای شي چې زموږ په ښارونو کې له دیوالونو او لوحو څخه د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شي چې ځوانان مو له ابتکاري فکر راګرځوي. دغسې عناصر چې علمي فساد کوي باید مجازات شي. زموږ متخصصان یا ګوتشمېري اړوند ناورګانونه (ادارې) باید دا مالومات ولري چې ولسمشر ټرمپ څنګه او ولې واک ته راغی؟ دا هر څه کیدای شي له موږ سره پدې حساسو شرایطو کې مرسته وکړي چې د ولسمشر ټرمپ راتګ تحلیل کړای شو.

د دې تحلیل په چوکاټ کې موږ کوای شو چې د امریکا او افغانستان د اړیکو ترمنځ یوې مناسبې محاسبې ته لاره هواره کړو. دا محاسبه به د سولې په برخه کې د حکومت او ولس مشارکت یقیني او د دولت سازۍ بهیر به ګړندی کړي. دا تحلیل باید موږ ته روښانه کړي چې ایا دا ډول راتګ د امریکا او افغانستان له ستراتیژیک تړون سره رابطه لري کنه؟ زموږ نهادونه باید زموږ له امریکا او د امریکا له نړۍ سره د اړیکو د تحلیل ظرفیت څخه برخمن واوسي. مالومه خبره ده چې د چین او هند جغرافیه او نفوس له امریکا زیات دي خو په ستراتیژیکه توګه دواړه د امریکا ملګرتیا ته لیواله دي. موږ باید د دې ستراتیژیکې ملګرتیا تر شا پټ عوامل تحلیل کړو. باید محاسبه وشي چې هغه څه دي چې امریکا د افغانستان په وجود کې لیدلي دي؟ ایا دې محاسبې ته موږ کوم ډول کریټریا لرو؟ یا دا چې ایا کله مو دا تحلیل او محاسبه کړې ده چې موږ باید د نړۍ له یوازني قوت سره څه ډول روابط ولرو او د دې روابطو اغیز به زموږ پر ګاونډیانو څه وي؟

صدراعظم لي کیون یاو په خپل کتاب (له درېیمې نړۍ تر لومړۍ) کې د یو انځور په اړه پر ۲۳۷ مخ د ولسمشر ریګن په اړه لیکي: له خپل امریکايي ملګري ریګن سره په سپینه ماڼۍ کې ولاړ یم. لي خو سنګاپور د پیشرفت تر کچې ورساوه البته زموږوالو هم له ریګن سره کتل خو ګټه مو څه وه؟ ایا د دې ډول روابطو پرتلنه پکار ده کنه؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید له سترو او سیمه يیز قوتونو سره زموږ د طرف یا بې طرفه کیدو قیمت مالوم کړي. له بده مرغه موږ د تاریخ په اوږدو کې په بې طرفۍ او طرف کیدو کې ډېر تاوانونه کړي دي. د دې یوازنی علت زموږ ناکامه بهرنۍ تګلاره ده. بدبختانه زموږ تیرې تاریخي تیروتنې موږ ته د خپلو سخت دریځه ګاونډیانو لخوا په ټولیز شعوري ډول د یو ښه فرهنګ په توګه را پېژندل شوي دي، چې له امله یې د عصري غوښتنو د ځوابولو په مرحله کې له سترې ناکامۍ سره مخ شوي یو. دې پرله پسې تیروتنو له موږ څخه له عیني شرایطو سره سم د محاسبې کولو مهارت اخېستی دی.

ولسمشر ټرمپ ته د یو فرد، او راتګ ته یې د یو تصادف په سترګه کتل، سیاسي تیروتنه ده او زموږ اوږدمهاله ګټې له تاوان سره مخ کوي موږ باید له ځان سره دا تحلیل وکړو چې نن روسیه او چین ولې د طالبانو سولې ته رابللو زیار باسي. ایا دا هغه څه نه دي چې ټرمپ یې په خپله تګلار ه کې چې د ټرمپ د جنوبي اسیا تګلارې په نامه یادیږي، یادونه کړې وه. ټرمپ د طالبانو د ځپلو او په وروستۍ مرحله کې یې د طالبانو د سولې میز ته رابللو یادونه کړې وه او باید دقیق شو چې ولې روسیه او چین د دې تګلارې د عملي کولو لپاره زیار باسي؟

واضحه خبره ده چې د امریکایي ځواکونو له وتو سره به په سیمه کې د امریکا نفوذ هم کم شي او دا هغه څه دي چې روسیه او چین یې غواړي خو ایا امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړې دي؟ امریکا په افغانستان کې له کمیت څخه په کیفیت بدلیدو ده. دا هغه څه دي چې د یو باثباته افغانستان زیری له ځان سره لري. په دې ځای کې باید افغانستان هم د نورو هېوادونو په څیر ستراتیژیکو موخو ته متوجې شي څو وضعیت په خپله ګټه را وڅرخوي. یانې د نړیوال تروریزم او داعش پر ضد په نظامي، ظرفیت سازۍ او اقتصادي برخو کې د خپلې مبارزې پر بنسټ د خپلو قربانیو قیمت ټاکل په پام کې ولري. ولسمشر ټرمپ هم افغانستان ته د یو قیمت له مخې راغلی وو. که افغان سیاسیون او متخصصين دې باریکۍ ته متوجې نشي نو امکان لري،که ټرمپ بیا ولسمشر وټاکل شي نو بیا د راتلونکې ۵ کالو لپاره افغانستان ته هیڅ را نشي. ولې چې دی د امریکا قانون نشي تعدیلولای او نه غواړي چې د موجوده قیمت په بیه افغانستان ته راشي نو د افغانستان له نورو هېوادونو سره اړیکې باید فردي نه بلکې د دولتونو په کچه واوسي.

ټرمپ د ولسمشر ترڅنګ یو پانګوال هم دی، ایا هغه شرایط چې ولسمشر ټرمپ په خپله تګلاره کې د جنوبي اسیا لپاره چمتو کړي وو، د افغانستان لخوا څومره پوره شوي دي. تر څو چې موږ د دې تګلارې او ستراتیژیک تړون شرایط له ځان سره تحلیل نکړو نو امریکا سره په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ په دوره کې مخکې تلل له ستونزو ډکه خبره ده.

د ولسمشر ټرمپ د بیا ولسمشر کیدو لپاره ښايي چې دی په افغانستان کې پر ځینو مسایلو ځان غلی او په ځینو برخو کې افغانان د خپل راتلونکي واک په موخه له تاوانونو سره مخ کړي. د افغانستان متخصصین باید د دې تاوان د را کمولو لپاره اماده ګي ونیسي. د ولسمشر ټرمپ ځینې اقدامات به افغانستان له ننګونو سره مخ کړي او له نیکمرغه ولسمشر غني پردې پوهیږي او په مقابل کې یې د لا کمو منفي اغیزو په موخه تدابیر نیول شوي دي. خو دا اقدامات به د سیستم سازۍ پر پیاوړتیا څومره منفي اغیز وکړي؛ جدي بحث دی. خو که د امریکا راتلونکي سیاسي کشمکش ته وکتل شي نو ټول هغه نوماندان چې د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې دخیل یا ځانونو یې د ګټلو په موخه کاندید کړي دي، افغانستان ته اړتیا لري او موږ دوی ته اړتیا لرو. البته د دې نوماندانو ترمنځ غوره انتخاب ولسمشر ټرمپ دی.

که افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ تحلیلوو نو اړینه ده چې د ده له حرکتونو تر خبرو او ایجنډا پورې هر څه تحلیل شي. ده د افغانستان په خاوره په یو نظامي میدان کې یوازې دوه ساعته وخت تیر کړ، له خپلو نظامیانو سره یې ډوډۍ وخوړه، له دوی څخه یې تشکري وکړه او په عین حال کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل. یانې د ده راتګ تر یو کمپایني راتګ پورې محدود وو. د خبرو منځپانګه هم د نظامیانو پر وتلو او د طالبانو پر اوربند قانع کولو را څرخیده. البته د دواړو مشرانو له خبرو داسې ښکاریده چې د خبرو په منځپانګه مخکې له مخکې تفاهم شوی وو. دا هماهنګي د ولسمشر غني، پینټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د متخصصینو ترمنځ کیدای شي.

ټرمپ وویل چې له افغانستان څخه به نظامیان وباسي او ولسمشر غني وویل چې په راتلونکو درو میاشتو کې داعش ته په ټول افغانستان کې ماتې ورکوو. بل لوري ته ولسمشر ټرمپ وویل چې طالب اړ دی چې اوربند وکړي. ولسمشر غني وویل چې سولې ته شرایط باید د افغانستان په خوښه وټاکل شي. امریکايي ولسمشر افغان او امریکايي ځواکونه دواړه وستایل او ولسمشر غني وویل چې د امریکايي قواو له ملاتړ څخه مننه او د افغان ځواکونو پر میړانه ویاړي. له دې ښکاري چې امریکا او افغانستان د اوږدمهاله سیستماتیکې ملګرتیا په لټه کې دي. ولې چې د دواړو ولسمشرانو له خبرو ښکاریده چې ګاونډیان هم د دې ناورین د پای ته رسولو په بهیر کې باید را ښکیل شي.

د ټرمپ د راتګ په اړه نړیوالو رسنیو ډېر تحلیلونه کړي او دا یې یو غیر اعلان شوی سفر ښودلی خو بیا د افغانستان ګاونډیانو دا یو حیرانوونکی سفر انګیرلی دی. دا چې د دې سفر مثبت او منفي اغیزې به کله را څرګندیږي، د افغانستان په بهرنۍ پالیسي او د سیاسیونو په بصیرت پورې تړلې ده. خو موږ باید د امریکا له موجوده مجبوریتونو ځان خبر کړو او هغه دا چې امریکا په سیمه کې څه غواړي، باید مالوم شي. که دې پوښتنې ته ځواب پیدا شي نو بیا اړینه ده چې د سیمې له بیلابیلو هېوادونو سره د افغانستان د طرف کیدو او یا نه طرف کیدو په اړه په سنجیده ګۍ پریکړه وشي. دا کار به افغانستان د امریکا له اوږدمهاله ملاتړ برخمن کړي او زموږ روابط به له امریکا سره هم تعریف کړي. (پای)