د سیاست علماء نن پر دې اتفاق کوي چې سیاست یو ساینس دی او سر و کار یې د حکومت جوړولو او حکومت کولو سره دی – د سیاست اصلي ټکی دا دی چې د کوم پر اساس ولس ته معیاري حکومت جوړ شي تر څو هغوی په امن، سکون او عدالت سره ژوند وکړي.
اسلامي او اخلاقي تاریخ کې هم سیاست ته د عبادت او خدمت نوم ورکول کېدی شي – د نظریاتي سیاست معنا دا ده چې سیاسي حلقې او ګوندونه د ټولنیزو او ملي ګټو لپاره تګلاره ټاکي او د هغې ترلاسه کېدا لپاره هلې ځلې کوي – لنډ تاریخ ته په لیدو ویلی شو چې پښتونخوا کې پښتون ژغورنې غورځنګ یو نظریاتي غورځنګ دی، د کوم چې لمړنی مقصد قبایلي سیمه کې د یوې ځانګړې قبیلې لپاره د ژوند غوښتل او پر هغوی د کېدونکي ظلم غندل و، د غږ پورته کولو او پر پښتون ټبر د ګرځېدا او مشورې وروسته، نن نه يواځې دا چې د ټولې پښتونخوا څخه بې شمېره ملاتړي او نظریاتي ملګري لري بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ویښتابه کړې.
دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم نظریاتي سیاست کوي او تل یې دې سخت کار ته پر ذاتي او ګروپي ګټو لومړیتوب ورکړی دی، لا د خلکو ترمنځ ځلیږي – فرضاً که هغه د کورنۍ یا ذاتي سیاست په لومه کې بند پاتې وی، نو هېڅکله به يې نن په دومره شمېر ملاتړي نه درلودی. که دا نن هم، منظور پشتون د نظریاتي سیاست تیر شي، له شک پرته پاکستان ورته د ډېر څه منلو تابیا لري او د لوړ منصب او فردي عزت څښتن به يې کړي – ولې د ولس دا بې کچې مینه او لوړې موخې به د لاسه ورکړي.
دا لازمه ده چې د نظریاتي سیاستمدار نږدي ملګري هم باید نظریاتي اشخاص وي، هغوی چې سیاست عبادت او خدمت کول وګڼي – نېږدې تیر تاریخ کې د خان عبدالغفار خان، ګاندي جي، چي ګویرا، مارتر لوتر کېنګ جونیر، مادر ترېسا او نیلسن منډلا نوم یادیږي، کومو ته چې د وخت حکومتونو د ښه منصب او شخصي ګټو ورکولو لپاره تیاري ښودلې وه، ولې هغوی د نظریاتو پاللو او ترلاسه کولو لپاره، د خپلو شته جایدادونو، منصبونو او شخصي ګټو تیر شوي او نیم عمرونه یې په زندانونو کې تیر کړي، او تر ننه په نړۍ کې بې شمېره فکري ملګري او د هغوی فکر پالل کېږي.
نظریاتي سیاست کې د فساد سوال پېدا کېدل هم، په خپل ذات کې یو سوال دی، د بېلګې په ډول په لنډ تاریخ کې ډاکټر نجیب الله د دې هېواد مشر تیر شوی، پر هغه تر دا ننه د هېڅ ډول فساد الزام شتون نلري – هغه پر افغانستان حاکم و، ولې تر دا ننه د هغه د کورنۍ په جایدادونو نه یواځې دا چې زیاتوالی نه دی راغلی بلکې په کډوالۍ کې په خوارۍ خپله روزي ګټي او ژوند تیروي – د همدې مشدۍ بل اړخ ته بیا د افغان جهاد او جهادي رهبرانو لپاره د نړیوال هني مون دور وه، د امریکايي ډالرو او سعودي عرب ریالونو کې د هېڅ څخه د بې ګناه انسانانو په وینو د ډېر څه خاوندان شول.
د مشدۍ همدې اړخ بیا د حکومت په ترلاسه کولو، د ملي اردو د پرمختلليو تجهیزاتو څخه آن تر تاریخي اثارو ټول معنویات یې په بهرنیو هېوادونو وپلورل – د تیر تاریخ په تکرار، افسوس دا دی چې نن هم د طالب په نوم په دا وطن همدا سیاست پرمخ وړل کېږي او ساده ولس ورته د نظریاتي سیاست نوم ورکوي. دا نن د سولې پروسه کې، نظریاتي ملګري پر دې پوهېږي چې د طالب نقاب پر دې لرې شوی چې امریکا او د هغوی نورو نړیوالو ملګرو سره، چې د دوی په اصطلاح د جهاد د مشروعیت اساس جوړوي، د هر ډول ناستې او مذاکرې تیاری ښيودل کېږي ولې د افغان دولت سره، چې د اسلامي نړۍ لوی علماء، مفتیان او مفسرین یې د اسلامي نظام تائیدي ورکوي، سره د بهرینو هېوادونو او شخصي ګټو پر اساس آن تر خبرو اترو ته هم تیاری نه ښيي.
د داسې شخصي ګټو پر اساس سیاستونو په تاریخي لحاظ هېوادونو لپاره غیر له بې ثباتۍ؛ چور او چپاول، نا امنۍ، بنسټونو نړېدل او اوسیدونکو لپاره د هر ډول اسانتیاو لکه زده کړو، روغتیا، ترانسپورت، سوداګري، روزګار، ټولنیز عدالت او آبادۍ د له منځه وړلو پرته، هېڅ کومه ګټه نه ده رسولې، بلکې نړۍ ته يې د سوال او خیر په ډېرۍ لا ډېر پورته کېنولي.
بدبختي ده، چې افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په موخه د تیرو 19 کلونو د کار وروسته هم نن د شخصي ګټو پر اساس سیاست اساسه جوړوي – ولس مجبور دی چې د خپل هر ډول حق او عدالت ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي او د شخصي ګټو پر اساس د هېواد ملي ګټې او پر وړاندې يې ستونزې له پامه وغورځول شي.
بریالیو ریاستونو کې نظریاتي سیاست بنسټ وي – شخصي او ګروپي ګټې د ملي ګټو تابع وي. افغانستان کې د شخصي ګټو پر اساس یوه نوې ډرامه بیا خلکو ولیده – حزب اسلامي افغانستان او جمعیت اسلامي افغانستان په دې وروستیو کې د ټولټاکنو پر پایلو د نه بریالي کېدا له امله، پر پالیسیو د یووالي غیر مستقیم اعلان کړی – دا د شخصي ګټو پر پخواني بوتل د نوي لیبل پر لګېدا د شخصي ګټو ترلاسه کېدو لپاره کوششونه دي. دا کوششونه د نظریاتي سیاست پر اساس نه دي، لرې نه ده چې پر شخصي ګټو د نه جوړېدا له امله دې ډېر زر دا اخور هم ونړېږي.
په نظریاتي سیاست کې سیاستمداران فیصلې په ډېر سوچ سره کوي او د هغې ترلاسه کولو لپاره بیا ډېرو ستونزو ګاللو لپاره تیاری هم ښيي. که په تیر تاریخ، جهادي رهبرانو د نظامي برخې تر څنګ د نظریاتي سیاست لرونکي وی، نو نه به نن افغانستان په دا حال وی او نه به د شخصي ګټو ښکار، بلکې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې روان یو هېواد.
وروستیو پنځو کلونو کې، په ځانګړي ډول په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر محمد اشرف غني د بدلون، فساد سره د مبارزې او عدالت تأمینولو پر نوم د نظریاتي ملګرو خاموش اکثریت د مبارزې لپاره تیار کړ، مبارزه وشوه خو کله چې ولسمشر غني په ځلېدو شو، د ځینو مجبوریتونو پر اساس د جوړجاړي ښکار شو او د نظریاتي ملګرو او ټاکنیزو آسونو ترمنځ په توازن ساتلو کې بریالی نشو، چې د دې عمل په پایله کې ډېری نظریاتي ملګري د خپلې مبارزې په شا او پر کور کېناستل.
خو دا چې نظریات وي داسې، نو د افغانستان لپاره بیا هم همدغو ملي مبارزینو د ولسمشریزو ټاکنو دې راونډ کې د نوماند محمد اشرف غني ترڅنګ ودرېدل، ترڅو نظریات وپالي. اوس، د ټاکنیزو پایلو په اعلانېدو او د ولسمشر غني په بیا ټاکنه هغه ته پکار ده چې د نظریاتي سیاست پر وړاندې د خنډونو د لرې کېدو پر ځای، د سیاسي مصحلتونو ښکار نه شي. د افغانستان په شته حالاتو کې د شخصي ګټو دې قوي سیاست ختمېدا به هرومرو نورې لارې هم وي، ولې یوه حل لار یې دا ده چې چې ولسمشر غني په دا دوره د کابینې او نورو منصبونو په ګمارنه کې د هېڅ ډول فشار او وېرې لاندې را نه شي او په پوره اختیار پر ټولو د قانون تطبیق ته لار هواره کړي – چې همدا د ولس لپاره د ويښتابه زیری کېدی شي، تر څو په راتلونکي پارلماني او ولایتي شورا ټاکنو کې د وړ او ملي ګټو وفادارو نوماندانو څخه خپل ملاتړ وکړي او د نظریاتي سیاست رېښه په دې غمزده هېواد کې د تل لپاره رېښي ښښې کړي.
که خدای مکړه، د حکومت په نوښت ويښ ولس په ګډه د نظریاتي سیاست لپاره زر تر زره اقدام ونکړي او حل لار یې و نه مومي – وېره لا ډېره شته چې د نړیوال سیاست په بدلون دې وضعیت لا ډېر کړکېچن شي او زموږ د وینو تږي ګاونډي هېوادونه دې افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې لپاره زمینه برابره کړي او دلته شته خَپسې او فرصت طلبې مُهرې بېرته په حرکت راشي.