ایراني پناه غوښتونکي بهروز بوچاني د مانوس ټاپو پریښوده
ایرانی لیکوال او پناه غوښتونکی، بهروز بوچاني چې د استرالیا د حکومت لخوا له شپږو کلونو راهیسې د پاپوا نیوګینا په مانوس ټاپو کې د کډوالو په توقیف ځای کې ساتل کیده، دغه ټاپو پریښې او نیوزیلنډ هیواد ته تللی.

د رپوټونو په حواله، نیوزیلنډ ته د بهروز بوچاني سفر د بخښنې نړیوال سازمان لخوا تمویل شوې. ټاکل شوې چې هغه د دغه هیواد په (کرایس چرچ) ایالت کې یوې ادبي غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلي بوچاني نیوزیلنډ ته تر رسیدو وروسته خبریالانو ته ویلي دي چې هغه به هیڅکله پاپوا نیوګینا او مانوس ټاپو ته بیرته ونه ګرځي. هغه د استرالیا له حکومته غوښتي چې په مانوس ټاپو کې بندي پناه غوښتونکي دې خوشې کړي.

نوموړي همداراز په خپل ټویټر پاڼه کې نیوزیلینډ ته د رسیدو خبر ورکړی او لیکلي دي چې ډ‌یر د خوښۍ احساس کوي چې له شپږ کلونو او ډیری کړاونو وروسته بالاخره دی وتوانید چې په بریالیتوب سره له مانوس څخه ووځي.

نوموړي ویلي چې دی نیوزیلنډ ته د دې لپاره بلل شوې ترڅو د خپل کتاب په اړه په یوه ادبي غونډه کې خبرې وکړي.

ځینې سرچینو دا احتمال ښوولې چې دغه ایرانی پناه غوښتونکی ممکن په نیوزیلینډ کې د پناه غوښتنه وکړي خو په دې هکله خپله بوچاني تراوسه څه ویلي ندي.