د بخښنې نړیوال سازمان او د بشر د حقونو څار ادارې د پاپوا نیوګینیا په بومانا مهاجرت توقیف خونې کې د بندي کډوالو او پناه غوښتونکو د ژوند په هکله جدي اندیښنې څرګندې کړي او د هغوی د مخ په خرابیدونکي روغتیا په اړه یې خبرداری ورکړی.

د بومانا مهاجرت توقیف خونه چې د پاپوا نیوګینیا هیواد په پلازمینه پورت موریسبي کې موقعیت لري، د استرالیا د حکومت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي. په دغه توقیف خونه کې د استرالیا د حکومت لخوا د سمندري مهاجرت مرکزونو، مانوس او نایرو یو شمیر رد شوي کډوال او پناه غوښتونکي ساتل کیږي.

د رپوټونو په حواله، د پاپوا نیوګینیا حکومت روان کال آګست میاشت کې له مانوس او نایرو سمندري مهاجرت مرکزونو څخه بومانا توقیف خونې ته پنځوس رد شوي پناه غوښتونکي انتقال کړل، چې اوس هلته ۴۶ تنه پاتي او څلورو یې په دغه ځای کې د استوګنې د خورا سختو شرایطو له امله بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیدل منلي.

د استرالیا د بشر د حقونو د څار ادارې مشره، الین پیرسن ویلي، "په بومانا مهاجرت توقیف خونه کې له پناه غوښتونکو سره د جنایتکارانو په څیر چلند کیږي، سره له دې چې دوی هیڅ کوم ښکاره جرم نه دی ترسره کړی."

نوموړې ویلي، "دغه ځای کې پناه غوښتونکو باندې بندیزونه له زندان څخه هم سخت دي، ځکه په زندان کې لږترلږه بندیان کولی شي له خپلو عزیزانو او وکیلانو سره تماس ونیسی، خو دا پناه غوښتونکي له بهرنۍ نړۍ سره هیڅ اړیکه نلري."

د بخښنې نړیوال سازمان د استرالیا د برخې مسول، (ګراهم ټام) هم ورته څرګندونې کړي او د استرالیا له حکومته یې د دغو پناه غوښتونکو د خوشې کولو غوښتنه کړې.