دوه عشاریه دوه ملیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان او چین خصوصي سکتورونو تر منځ د جلغوزیو د صادراتو تړون لاسلیک شو
نېټه: ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ م
راپورونه ښيي چې د افغانستان او چین تر منځ اړیکو د افغان – چین هوايي دهلیز له پرانېستې وروسته پراختیا موندلې او په دې لړ کې د چین او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړیکې یو مهم پړاو ته رسیدلي او د وچې میوې د صاداراتو په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک شوی دی.
دا تړون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو ادارې لوی ریاست په همغږۍ د تجارت او صنایعو وزارت، کرنې وزارت ، بیجینګ کې د افغانستان میشت سفارت، افغاني خصوصي سکتور او د چین هیواد او خصوصي سکتور تر منځ د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی.
اړوند تړون د افغاني خالصو جلغوزیو د پروسیس او تولید شرکت، EXIM Hub سوداگریز شرکت او د Bejing Wasdon Dried Fruits and Nuts له لوري لاسلیک شوی دی.
په دې تړون کې راغلي چې افغانستان به په پنځو کلونو کې ۶۲۰۰۰ میتریک ټنه جلغوزي چین هیواد ته صادروي چې قیمتونه به یې د غوښتنو په بنسټ د بدلون وړ وي.
د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې هغه وخت پراخې شوې چې ولسمشر غني افغان - چین هوايي دهلیز د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې پرانېسته .
اقتصادي کارپوهان پر دې باور دي چې په نژدې راتلونکې کې به د افغانستان، مرکزي اسیا او چین تر منځ د حیرتان سوداګریزې لارې د صاداراتو له پیل څخه وروسته اړیکې لا پراختیا ومومي او دا سوداګریزه لار به افغانستان ته هر کال میلونونه ډالر ګټه ورکړي.
د چارو ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلی خان ولي خان بشرمل د چین له خصوصي سکتور سره په دغه کچه لوی تړون ته خوشبین دی او وايي چې په دغسې تړونونو سره افغاني تولیدات او صادرات پراخه وده مومي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست لخوا چین ته د تللي پلاوي مشر ډاکتر مجاهد شاه کریمي وايي: مونږ راغلي یو چې دحکومت هغه نظر چې د سولې او سوداګرۍ، د سیمې ګډو ګټو او افغانستان د سیمې د هیوادونو د وصل کوونکي هیواد په اړه یې لري، چین ته انتقال کړو . بې له شکه افغانستان د سیمې په وصل کې یو ښه اسانچاری کیدای شي او چین هیواد به وکوای شي چې په سوله ییزه بڼه د اړیکو په ټینګښت کې ونډه ولري او دواړه هیوادونه غوړیدلې اقتصادي اړیکې ولري.
د چارو ادارې د ملي پروژو د انسجام او د پانګوونې د ملاتړ ریاست رئیس ښاغلي عبدالباری بلوڅ وايي چې افغانستان له چین سره په اقتصادي راکړه ورکړه کې یو مهم ملګری کیدای شي او دغسې اړیکې به د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ لا وده وکړي . نوموړی وایی چې دغه صادرات به د حیرتانو له لارې چین ته استول کیږي.
د دې تر څنګ به د بادامو او پستې د صاداراتو د ستراتیژیکو همکاریو هوکړه لیک هم په نژدې وخت کې د افغانستان او چین تر منځ لاسلیک شي.
افغانستان له هغو هیوادونو څخه دی چې له ګاونډیو هیوادونو سره یې سوداګري نا متعادله وه خو اوس حکومت په لومړي ځل د سوداګرۍ ملي پالیسي چې پنځه کلنه ځانګړې اجنډا لري او د سوداګرو ستونزې به په نړیواله کچه هوارې کړي؛ خپله کړې ده. د یادونې وړ ده چې په دې کې د ارزښت ځنځیر ټولو کړیو ته جامع توجو شامله ده.