زما دي عشق ته تلوسه وه په تلواره نه وه
د یو دیدن مي اندېښنه وه په یکباره نه وه
دنیوي مینه یو لحظه وه دوامداره نه وه
زما د روح ستړې دوره وه برقراره نه وه
»»»»»
څه په غمونو او دردونو باندي تېره شوله
د ژوندون لنډه سلسله وه وفاداره نه وه
»»»»»
آبد منزل ته په ورو ورو مزل ژر ورسېدم
دا د تېز باد يوه څپه وه په بارباره نه وه
»»»»»
قراره تاته په ګونډو او په څکېدو راغلمه
آغزن مسیر و نه ډېوه وه سمه لاره نه وه
»»»»»
ما ورته اوښکو نه یو ډکه پیمانه ډالۍ کړه
یار ویل زهرو نه ترخه وه مزه داره نه وه
»»»»»
باران د کاڼو تل اورېږي پر بارداره درخته
مالیار رېبلې يې ریښه وه ثمرداره نه وه
»»»»»
کبابوی هغوی د بل په درد چي خپله زړګی
په دردو ډکه يې سینه وه بې پرهاره نه وه
»»»»»
له انعاماتو يې محروم هغوی ته نه رسېږي
د چا چي ژبه په خوله وه شکرګذاره نه وه
»»»»»
تاته سپوږمۍ عاجزه وه دلبره مه شې نظر
د وصل شپه بله ډېوه وه خو هینداره نه وه
»»»»»
زه ګنهګار سرکښه یمه ستا د عفوي طامع
اﺉ ستر خالقه بېله تا مي بله چاره نه وه
»»»»»
ذکي آجل درپسي نن ډېر زیات لټون کولو
د روح قابضه مېلمنه وه دستورداره نه وه
١٣٩٨/عقرب/١٥مه
ماښام