استرالیا کې د کډوالو پلویان وایي هغه افغان پناه غوښتونکی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه او هلته یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه، تراوسه یې جسد افغانستان ته نه دې لیږدول شوې.

د کډوالو پلویان وايي، د استرالیا حکومت افغانستان ته د دغه افغان پناه غوښتونکي د جسد د انتقالولو لپاره د ۱۵ زرو ډالرو د لګښت له ورکولو انکار کړی.

دغه افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه د استرالیا برېسبن ښار ته د درملنې لپاره وړل شوی وه.

ميرويس روحاني ۳۲ کاله عمر درلوده او خپله ډاکټر و، خو په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د جدي رواني ناروغۍ له امله اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقال شو.

ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې بشپړه کړې وه. کله چې دی مانوس ټاپو کې ساتل کیده، هغه وخت ده غوښتي ول ترڅو ياد هيواد روغتون کې ورته د ډاکټر په توګه کار ورکړل شي چې دا غوښتنه يې هم نه وه منل شوې.

د ميرويس روحاني والدين انګلستان هيواد کې استوګنه کوي. نوموړي له اسټراليايي حکومت څخه غوښتي ول ترڅو هغه دې له خپلې کورنۍ سره انګلستان کې يوځای کړي ولې اسټراليايي حکومت دا غوښتنه رد کړې وه.