د هرې امپراتورۍ او د وخت د زبرځواکونو همدا لوښه او کړنلاره ده چې په هر هېواد یرغل وکړي، د انډوخر سربېره له همدې هېواد څخه داسې کسان په واک راولي چې خپل ملت همدې بهرنیو سړېخورو ته په خپله څملوي او د خپل هېواد په هره کوڅه کې د وینو ویالې وبهوي۔ په تېرو پنځوسو کلونو کې چې افغانستان د غښتلیو ځواکونو تر یرغل لاندې راغلی، د روانې ګډوډۍ تر څنګ هر کور لږه تر لږه خپل دوه وګړي له لاسه ورکړي دي۔ تر انساني بدمرغۍ ورهاخوا، زموږ هېواد دومره ناخوالې ولیدې چې د نړۍ هېڅ هېواد به هم نه وي تجربه کړې۔ له بده مرغه چې لا تر اوسه نه بهرني یرغلګر ستړي شوي او نه هم کورني شرمښان د خپلو وروڼو په غوښو ماړه شوي دي۔

ښه بېلګه یې د دا ده چې بهرنیو یرغلګرو او سړېخورو د داووخان حکومت په خلقیانو او پرچمیانو چپه کړ، د خلقیانو یې په مجاهدینو له منځه یووړ، مجاهدین یې په طالبانو ورټل او طالبان یې نه یوازې بېرته په شمالي ټلواله، بلکې په خپله او خپلو نړیوالو مسلکي خونکارانو او عصري وسلو او بمونو ووژل او لا یې وژني۔ د یرغلګرو او زموږ د هېواد او ولس د ګټو ټکر هم تل تر تله پر خپل ځای پاتې او هېڅ وخت نه دی حل شوی۔ دا دی اوس زموږ د هېواد، امریکا، پنجاب او ایران د ګټو اور دومره اوچت شوی دی چې هره کوشنۍ ستونځه مو په میاشتو میاشتو اوږدېږي۔

د ولسمشر غني په راتګ داسې انګېرنه را پیدا شوه چې د شمالي ټلوالې انډوخر ته به د پای ټکی کېږدي او هېواد او هېوادوالو ته به هغه سوله، سوکالي او نېکمرغي راوړي چې د دې وطن مظلوم ملت یې تږی دی۔ په ریښتیا هم چې ولسمشر غني نه یوازې افغانستان پر پښو ودروه، بلکې د شمالي ټلوالې د انډوخرو تر څنګ یې د نورو مسلکي خونیانو غوبل ته هم څه ناڅه پای ورکړ او لا لګیا دی۔

له بد مرغه په همدې ځای کې د افغانستان ګټې د امریکا له ګټو سره هم په کلکه په ټکر کې ولوېدې۔

امریکا د بل هر زبرځواک په توګه نه غواړي چې تر واک لاندې هېواد کې یې نظام غښتلی او خلک یې سوکاله او هوسا ژوند ولري۔ له همدې امله دا دي امریکا له طالبانو سره د یوې دروغجنې سولې خبرې پیل کړې دي تر څو شته نظام بې واکه او تر فشار لاندې ونیسي۔ بلخوا یې نه یوازې شمالي ټلواله، بلکې همداسې طالبان هم د ولسمشر غني پر ضد مست کړي او نه پرېږدي چې ولسمشر غني زموږ هېواد پر ځان بسیا، بهرني یرغلګر وباسي او هیواد د ګاونډیو له شر څخه وساتي۔

ولسمشر غني په خپلو کمزورو مټو (نیم حکومت) نه یوازی پاکستان په بې سارې توګه له سیاسي او اقتصادي پلوه وځپه، بلکې همداسې یې ایران هم له لویو ستونځو سره لاس او ګرېوان کړ۔ یوازې د افغانستان د اوبو مهار د اېران لپاره دومره ستر ګوزار وو چې جبران یی د ایران لپاره هېڅ امکان نه لري۔

پاکستان په یوه داسې پیچلي اکربکر (حالت) کې دی چې ځان نه پړانګ ته اچولی شي او نه اوبو ته۔ یو خوا یې د پنجاب ټولې کارخانې چې افغانستان ته به یې خپل بې کیفیته مال رالېږه، اوس د تړلو په حال کې دی، په افغانستان کې یې کابو اتیا سلنه بازار له لاسه ورکړ۔ ولسمشر غني د ریاست په دوره کې په پاکستان په نړیواله توګه نه یوازې بندیزونه ولګېدل، بلکې ډیرې مرستې یې هم پرې بندې کړې۔ منځنۍ آسیا ته یې د افغانستان له لارې سوداګري تر ډېره بریده بنده شوه، مالونه یې په پنجاب کې په کارخانو کې د ننه خوسا شول۔ لکه د مجاهدینو او طالبانو او ولسمشرکرزي په وخت کې به یې چې په نړیوال سیاسي ډګر کې د افغانستان په استازیتوب خبرې کولې، نور په هېڅ توګه د افغانستان په استازیتوب خبرې نه شي کولای او نه یې هم کوم هېواد خبرې ته غوږ نیسي او نه هم ورسره غږېږي۔ پاکستان د ولسمشر غني په وخت کې د هغو هېوادونو په لېست کې راغی چې ترهګري ته وده ورکوي او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ترهګر استوي۔ نړیوال بانک او نور لوی نړیوال سوداګریز بسنټونه او بانکونه پاکستان ته یو ډآلر هم په پور نه ورکوي۔

بلخوا چې پاکستان هر څومره طالبان پر څټ، مخ او اوږو وټپوي، په افغان حکومت هېڅ کاري ګوذار نه شي کولای۔ هغه نظامي ګوزارونه چې طالبانو د پنجاب په غوښتنه او وسلو په ملي اردو کول، نن سبا یې هغه یرغلونه ټول د ملکي وګړو وژن ته ځانګړي کړي دي او په دې سره غواړي چې افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي۔ طالبانو نن په نظآمي ډګر کې ماتې خوړلې ده، له همدې امله په هر ځای کې ملکي وګړي وژني تر څو نه یوازې افغان دولت اود خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي، بلکې همداسې د خپلو وینو تنده په دې سره ماته کړي۔

پاکستان اوس پوهېږي چې له طالبانو څخه نور څه شی نه جوړېږي، نو ځکه لګیا دی د طالبانو بدیل راپیدا کوي۔ په دې وروستیو کې نه یوازې د طالبانو په مشرۍ کی د پام وړ بدلونونه راغلل، بلکې همداسې یې په منځ کې دومره کړکېچونه راپیدا شوي دي چې په سیاسي ډګر کې یې طالبان په بې سارې توګه یو پر بل بې باوره کړي دي او ان د سنګر طالب یې له خپل ملګري څخه ویره لري۔ پاکستان د اوسنیو طالبانو په له منځه وړلو کې غواړي چې له امریکا څخه نقدي، نظامي او سیاسي امتیازونه واخلي۔ په دغو امتیازونو کې هرګوره تر ټول لویه غوښتنه د ولسمشر غني او د ده د ټیم له منځه وړل دي۔ پاکستان له تېرو دریو کلونو راهیسې یوازې او یوازې له امریکا څخه همدا یوه غوښتنه لري چې ولسمشر غني له واک څخه لرې کړي۔ د سولې د ډرامې په نامه چې په قطر کې کومې ناستې ولاړې کېږي، ټولې د پنجاب ډرامې دي چې غواړي امریکا وغولوي۔ که د سولې په نامه پنجابي ډرامه بریالۍ شي، یا نه شي، د پنجاب په هر حالت کې پکې ګټه ده۔ په دې کې هرګوره شک نشته چې امریکا به د پاکستان په نیت ګوډ او مات پوهېږي، خو امریکا هم غواړي چې د افغانستان د مظلوم ولس په بیه نړیوالو ته وښیي چې امریکا نه یوازې د جګړې په ډګر کې ځان بوختوي، بلکې همدومره وخت سولې ته هم ورکوي۔ بلخوا امریکا غواړي چې افغان دولت په هر اکر (حالت) کې کمزوری وساتي۔ په دې سره به نه یوازې افغانستان تر پښو لاندې وي، بلکې همداسې به یې په سیمه کې یوازینی غلام پاکستان هم ګوډ او مات خوښ ساتلی وي۔ له همدې امله امریکا په ټاکنو کې د ولسمشر غني او د ده د ټیم سره خپل مخالفت ساتي، کړکېچ راپیدا کوي او راپیدا شوی کړکېچ اوږدوي۔ پاکستان ته تر ټولو ستره ډآلۍ د اوس لپاره همدا ده۔

بلخوا ایران په بی سارې توګه له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي سختیو سره لاس او ګرېوان دی۔ امریکا ملاماتوونکي بندیزونه پرې ولګول۔ ایران د امریکا د بندیزینو په وړاندې هېڅ داسې موکه نه لري چې د نړۍ له بل ملک سره دې سوداګریزې اړیکې وساتي، ځکه چې امریکا بیا له همغه ملک سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرېږدي۔ دا خبر ګرد سره یوه تبلیغاتي کیسه ده چې ګواکي چین دې د ایران د تېلیو اخیستلو ته ملا تړلې وي، ځکه چې چین هېڅ وخت داسې کار ته زړه نه شي ښه کولای او نه هم دومره ناپوه دی۔ دا په دې مانا نه چې چین له امریکا څخه ډارېږي، بلکې ستونځه دا ده چې که چېرې چین له ایران سره خپلې سوداګریزي اړیکې لا نورې هم ټینکې کړې، نو په امریکا کې خپل بازار له لاسه ورکوي۔ چین هېڅ وخت دا کار نه کوي چې په امریکا کې خپل بازار له لاسه ورکړي۔ دا به د چین د اقتصاد لپاره تر ټولو ستر ګوزار وي چې امریکا یې په مالونو بندیز ولګوي۔

له همدې امله کېدای شي چې ایران د امریکا د بندیزینو څخه د خلاصون لپاره هرې کېدونې (امکاني) لارې ته لاس واچوي، له امریکا سره یو ډول همکارۍ ته تیاری وښیي او د امریکا ګټې څه ناڅه خوندې کړي تر څو له شر څخه یې ځان خلاص کړي۔ د ایران د دې ډول لوبو لوبغالی هرګوره دومره پراخه نه دی لکه اړتیا یې چې لیدل کېږي۔ اېران داسې شی په لاس او واک کې نه لري چې امریکا ته یې د معاملې لپاره وړاندې کړي۔ یوازینی شی چې کېدای شي ایران یې امریکا ته وړاندې کړي، هغه به د طالبانو ځپل وي، کټ مټ لکه د ۲۰۰۱ کال په څېر۔ په دې کې هم ایران دومره رول نه لري، ځکه چې د طالبانو نوي سلنه برخه د پنجاب تر لاس او لنګ لاندې ده۔ هر وخت چې پنجاب وغواړي طالبان د ووزګوړو په څیر د قربانۍ میدان ته مرش کړي او په دېره لږ بیه یې وپلوري۔ ایران هرګوره بیا دومره اغېزه په طالبانو نه لري چې له امریکا سره یې د یوه جوړجاړي لپاره وهڅوي۔ خو د دې لپاره چې د امریکا له بندیزنو او د ولسمشر غني له اقتصادي پلانونو څخه ځان وساتي، نو کېدای شې چې امریکا په لومړي ګام کې په افغانستان کې ستونځې جوړې کړې، او هممهال امریکا ته ووایي چې د بندیزنو او ولسمشرغني د لرې کولو په شرط هرې همکارۍ ته تیار دی۔

امریکا هرګوره دا ښه ګڼي او اړتیا یې ویني چې پنجابيان په دې وګوماري چې طالبان ترغوږونو ونیسي او د امریکا ته یې څملوي۔ خو د دې خدمت لپاره باید پنجاب ته یو څه ورکړل شي۔ لکه مخکې مې چې وویل، پنجاب نن سبا تر هر څه ډېر له ولسمشر غني او د ده له ټیم څخه ځان خلاصول غواړي۔ د پنجاب لپاره هر ګوره دا ډول مرسته هم ګرانه نه ده، ځکه چې امریکا ته یې لومړی په اوو اسلامي ګوندونو کمونیزم څملوه، بیا یې په همدې ګوندونو یو مظبوط هیواد ټوټه ټوټه کړ، بیا یې همدا ګوندونه په یو څو طالبانو دړې وړې کړل، بیا یې طالبان په امریکایانو په دوه سوه ډآلره وپلورل، بیا یې د خپلو ګټو لپاره بیا ژوندي کړل، دا دي اوس یې د افغانستان د مظلوم ملت په وړاندې جنګوي او د اړتیا په وخت کې یې وخت ناوخت په امریکایانو، انګلیسانو او۔ ۔ ۔ د ځناورو په شان پلوري۔

پنجاب به د امریکا لپاره دا طالبان په بشپړه توګه له منځه یوسي، هم به یې امریکا ته یوه خټینه پوزه اېښي وي چې طالبان یې وځپل او هم به یې له امریکا څخه بې شمېره امتیازونه اخیستي وي۔ همداسې به یې له ولسمشرغني او د ده له ټیم څخه ځان ژغورلی وي۔ خو هممهال به د یوې بلې ترهګري ډلې په جوړولو پیل وکړي او د دریو میاشتو په اوږدو کې به یا د طالبانو په نوم، یا د داعش او یا هم د بل چا په نوم د اسلام تر بیرغ لاندې داسې یوه خوني ډله رامنځته کړي چې په هېڅ ارزښتونو او دین به باور نه لري، بلکې یوازې به د پنجاب ګټو ته ژمن وي۔

په پای کې باید په په زغرده ووایم چې د ټاکنو د پایلو ستونځې او د دې ستونځو پېچلي کول د عبدالله او د ده د ټیم تر وس لوړ کار دی۔ په دوی کې نه دومره زړورتوب پاتې دی او نه هم دومره ویښیار دي چې هره ورځ په رنګارنګ پلمو او ګواښونو سره د ستېژ پر سر را څرګند شي۔ د ټاکنو د پایلو ستونځې یوازې امریکا، پاکستان او ایران رامنځته کړې دي۔ هر یو یې په په دې لټه کې دی چې د افغان دولت او مظلوم ولس په بیه خپلې ګټې خوندې کړي۔