هغه وخت تللی دی چې ملاعمر به په یو فرمان ټول وسله وال طالبان او جنګیالي کنټرولول. د هغه له مرګ وروسته د شخصي غرضونو او د پاکستان د استخباراتو د لاسوهنو له برکته طالبان دا مهال په ډلو او ټپلو وېشل شوې دي، د دوی مخالفتونه فکري او ایډيالوژیک نه ديو بلکې شخصي، مطلبي او غرضي دي. د دوی مخالفت او پاشل کېدل د دوی د امتیاز طلبۍ او ګټو له امله دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د زیات ضعف یو مهم لامل د دوی همدغه پاشل کېدل دي او دا د ولس او وطن په ګټه ځکه دي چې څومره طالبان سره وپاشل شي، نو همغومره به دوی د جنګ په ډګر کې نور هم کمزوري شي او بالاخربه یا له جنګه لاس اخلي او یا به هم په اسانۍ له منځه وړل کېږي.

مګر پاکستان د دې لپاره دوی نه دي پاشلي چې دوی دې کمزوري شي، بلکې له دې وېرې یې ساتلي دي چې که طالبان یو لاس واوسي، نو ممکن د دوی له ولکې ووځي او په اسانۍ له امریکا او افغان دولت سره د سولې مذاکرات وکړي او په همدې خاطر یې د جهادي ډلو ټپلو په څېر په طالبانو کې وړې وړې ډلې رامنځته کړې او پیاوړې کړې دي، تر څو یوه د بلې پر وړاندې ودروي او د سولې هڅې ورباندې سبوتاژ کړي.

د طالبان دغو پاشل کېدو د دوی د رهبرۍ کچې ته درز کړی دی او دا مهال د ملابرادر، ملا هیبت الله او نورو ترمنځ اختلافات دومره زیات شوي دي چې د دوی ترمنځ یې فوق العاده بې اعتمادي ایجاد کړې ده او دغه وضعیت پاکستان هم نارامه کړی دی. پاکستان له دې وېرېږي چې د ملاهیبت الله ډله