د آسټرالیا حکومت د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه رد کړې چې د استرالیا د کرسمس ټاپو له توقیف خونې د یو تامیل پناه غوښتونکې کورنۍ د خوشې کولو په اړه یې یوه میاشت وړاندې له یاد حکومته کړې وه.

یاده څلور کسيزه کورنۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې د کرسمس ټاپو په توقیف ځای کې ساتل کیږي، پداسې حال کې چې استرالیا کې د پاتې کیدو لپاره د دوی مبارزه لا هم د محکمې وروستۍ پریکړې ته په تمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کمیټې تیره میاشت د د اکتوبر په لومړۍ نیټه په یوه لیک کې چې د یادې تامیل کورنۍ مدافع وکیل ته یې استولې وه، د استرالیا له حکومته غوښتنه کړې وه چې دغه کورنۍ دې د ۳۰ ورځو دننه استرالیا کې یو ټولنیز هستوګنځي ته انتقال کړي او یا د دوی د موجوده توقیف د پای ته رسولو لپاره دې نورې لارې چارې ولټوي.

په لیک کې ویل شوي وه چې د دغې څلور کسیزې کورنۍ کوچنۍ لور تارونیکا د استرالیا د تحفظ ویزې د ترلاسه کولو لپاره په محکمه کې تازه قضیه پرانیستې او د دې کار بشپړیدل ممکن میاشتې وخت ونیسي.

تارونیکا سره له دې چې استرالیا کې زیږیدلې، خو بیا هم د استرالیا حکومت د مهاجرت قانون له مخې هغه له دې امله د ناقانونه کډوالې په توګه ثبت کړې، ځکه مور او پلار یې استرالیا ته په کښتۍ کې په غیرقانوني ډول ورغلي.

خو د ملګرو ملتونو د غوښتنې ۳۰ ورځې اووښتي او یاده کورنۍ لا هم په کرسمس توقیف خونه کې بندي ساتل کیږي. د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټرډوټن په مکرر ډول په کرسمس توقیف خونه کې د دې کورنۍ پر ساتلو تاکید کړې دی او ویلي دي چې د قضیې تر پایه به دوی هلته وساتل شي.