د حقائقو په هنداره کې خپلو ستونځو ته له کتلو او ژور تحليل څخه وروسته باید ومنو چې حکومت او طالبان دواړه لوري عيني واقعيتونه دي. دريزونه لرى، تګلارې لري، غوښتنې لري، مشروع او غير مشروع اړخونه دريزونه او کړنې لري. که يو لورئ د بل اړخ اغيزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوي او يا هم د کوم اړخ د محوه کولو، يا بي اهميته کولو هڅه کوي، زمونږ په آند سهوه کوي او لمر په ګوتو پټوي.
داهم منو چې دواړه خواوې اړتیاوې لري، ستونځې، تشې او نيمګړتياوې لري. پردي محسنان او مرستندويان لري. هغوى يې اړتياوې پوره کوي او تشې يې د ضعف د نقاطو په توګه کاروي.
په زغرده وايو چې يوه خوا هم غلام، لاسپوڅئ او نانځکه نه ده.
متأسفانه او بدبختانه زمونږ ټولنيزه ستونځه داده چې حکومت او طالبان دواړه لوري منفي خو څه کوئ، آن د مثبت انتقاد اوريدلو زغم هم نلري. که څه هم د دواړو خواو د غبرګون کچه او نوعيت توپير لري، خو دواړه خواوې خپل منتقدين د مخالفينو په نوم لړ کې حسابوي. مونږ د هغو خلکو منطق او دريز نه تأييدوو چې په يو طرفه جاده روان دي. د حکومت لورئ سپين چرګان له هرې تشې نيمګړتيا او منفي اړخ څخه مبرأ او منزه ګڼي، يا هم طالبان پريښتې او په پټو سترګو د تقلید او تأييد وړ ګڼي. نه داسې قطعاً نه ده!
که په يويشتمه سليزه کې هم مونږ فکر کوو چې جګړه وياړ او په جګړه کې بريا شونې ده، نو زمونږ په حال افسوس تأسف او ژړا په کار ده.
که لاهم باوري يو چي نړئ به په اوسني پرمختللي عصر کې د سائنس او ټيکنالوژي پر مټ د فضأ د تسخیر کولو له هڅو سره سره دومره اضافي وخت ولري چې له مونږ څخه زمونږ د غوره ماضي په تړاو د انتقام اخيستو، تربورګلوي او نورو مزخرفاتو په تړاو فکر وکړى، نو الله دې زمونږ له زړونو څخه د خوف او ويرې رنځونه لرې کړي.
زمونږ اساسي ستونځه داده چې داسې مشران دلئ دلئ لرو چې ولس جګړو ته وهڅوي او په ناورينونو کې يې ونښلوي، خو داسې مشران نه لرو چې ولس د غميزو ناورينونو او تراژيديو له سمندر څخه راوباسي. ښه مشرتوب او ښه مشران هغه دي چې ولس له غميزو او جګړو وژغوري. ښه مشر هغه ده چې جګړه له وينو تويولو وړاندې وګټي.
ښه رهبر هغه ده چې ننګونې په فرصتونو باندي واړوي او له لاس ته راغلو فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي.
راځئ، ازاد خپلواک او بي پرې قضاوت وکړو. هغه دا چې دلته روانه بدبخته ځپونکي او ځورونکي جګړه کورني او بهرني ابعاد لري. يقيناً به له حقائقو څخه لرې نه وي چې، که په مختصر ډول روانه جګړه د بهرنیو اړخونو لپاره داسې در وپيژنو؛
1- د ځمکې په دغه جيو ستراتيژيک جيو پوليتيک او جيو اکناميک اهميت درلودونکی ټوټه کې د پاته کيدلو لپاره د پلمو لټولو جګړه!
2- زمونږ له سرشارو اوبو او نورو معدنی زيرمو څخه د وړيا ګټې اخيستلو او يا هم غلا کولو جګړه!
3- په دغه خاوره د خپل دښمن د ځپلو جګړه!
4- د خپلو خوسا او بی کيفيته توليداتو د پلورلو لپاره د مارکيټ موندلو جګړه
5- ستراتيژيک ژوروالی ته د رسيدلو جګړه!

کورني ابعاد يې په لاندې ډول خلاصه کوو.
الف- د خپلو بچيانو د غوښو او هډوکو د ټوټو را ټولولو جګړه!
ب- په چوکونو او واټونو کې د افغانانو د وينو مينځلو جګړه!
ج- په هديرو او کنډوالو باندې د هيواد د بدلولو جګړه!
د- د خپل ورور د وژلو او د خپل کور ورانولو جګړه!
ه- واک ته د زورواکانو د رسولو او يا هم په واک کی د هغوی د پاتی کيدلو جګړه!
و- د فساد غصب زورواکي او له قانون څخه د معافيت کلتور د ترويجولو جګړه!
ز- د جيبونو ډکولو او بلډينګونو جوړولو جګړه!
او بالاخره يوه پېچلې او مرموزه جګړه چې پيل يې معلوم خو د پاى څرک يې نه لګيږي.
نو مونږ مجبوراً د جګړې دواړو خواوو ته د ديني مقدساتو او پراخو ملي ګټو د درک په رڼا کې په لاندې توګه وړانديز کوو؛

1- دواړه خواوې بايد دسياسي واک ترلاسه کولو مسئله د دزور ، نسکورولو، فشار ، توطئي ، قتل او ترور پر ځای د ديني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ولس ته د رجوع، اهليت ، وړتیاو، صداقت ، ابتکار او نوښت له لارې حل او فصل کړي.
2- باید ومنو چې په تيرو څو لسيزو کې د حذف، ترور، يو نه منلو او د يو بل په وړاندې د تورونو لګولو تګلارو معکوسې پايلې درلودلي دي. اوس بايد ټول افغانان د ژبې، سمت، قوم او فکري استقامت په نظر کې نیولو پرته، د يوه واحد او متحد افغانستان لپاره د ګډو ارزښتونو، ګډو ګټو په موخه، د دغه ګډ کور د پرمختګ، خپلواکي ازادي سوکالي، اسلامي نظام او له پرديو څخه د نجات لپاره د ګډې مبارزې، يو بل منلو او په دغه ګډ کور په ګډه توګه د اوسيدو چل او هنر زده کړو.
3-, د مذاکراتو نور پړاوونه باید د پرديو هيوادونو به پنځه ستوريزو ماڼيو پرديو ميلمه پالو پردي نوښت او پرديو لګښتونو پرځاى د افغانستان په خاوره د افغانانو په کوربتوب، افغاني دود په مرسته، د افغاني ډوډئ په خوړلو او افغاني ميلمه پالنې په روحيه تر سره شي.
4- دواړه خواوې په تکراري ډول د خپلو غوښتنو د مطرح کولو پرځاى باید سوله د مصالحې ،ياهم ( Reconciliation ) په مفهوم واخلي چې د ايثار زغم او قرباني اصل پکې محسوس مشهود او ملموس وي.
د سولې په تړاو د غونډو په ترکيب کې باید د ژبو، قومونو ټولنو، سياسي بهيرونو او تشريفاتي اړخونو ورهاخوا سولې د ژمنتیا، ملي ګټو ته د ايثار او هيوادنئ مينې ته د ليوالتيا بنسټيز اصلونه معيار وګرزي.
5- طالب او حکومت مشرتابه يو بل ته مزدور ګوډاګى اجير لاسپوڅي مرتد او داسې نور سپک سپور نومونه کارول پريږدي. د وخت حساسيت، د ستونځو په پيچلتيا او د پرديو په مکرونو فريبونو باندې سرونه خلاص کړي.
6- لکه څنګه چې په سر کې مو د دواړو خواوو اغيزمنتوب نقش او اهمیت په ګوته کړ، نو دواړه خواوې بايد د دوه اړخیزو ګډو ګټو او ايماني فراست په کارولو په جرئت شجاعت او شهامت د يوبل د منلو زغم قرباني او تحمل څخه په ګټه اخیستنې د مذاکراتو ميز ته راشي، خپلې ټولې غوښتنې سره شريکې کړي او يوه جامع هوکړې ته لاره هواره کړي.