د برګې نیکټایي امام !!
ولي الله ملکزی

که څوک د پټکي په قدسیت کې شک لري نو شاید په ایمان کې به یی اوربشه وي او څوک چې زموږ په ټولنه کې د شملې په قدر نه پوهیږي، هغه ته په کليواله ژبه کې کوږ لرګې ویل کیږي. خو داسی بریښي‌ چې د لونګۍ سنت یواځې د افغانستان ملا صاحبانو او ولسي خلکو، د ایران اخوندانو او د پاکستان نقشبندیانو او بریلیانو ته ورپاتې دی. کنه نو ما پرون د ګوګل نړیوال جال ته بیا بیا سر ورښکاره کړ،‌ خو نه می د حرمینو شریفینو د کوم امام په سر درې ګزۍ پګړۍ ولیده، نه مې د الازهر د کوم ستر مفتي په سر دنګه شمله تر سترګو شوه او نه مې د دیوبند د کوم خطیب او سر مدرس په سر پیدا کړه.
د تیرې جمعې په ورځ، موږ د یو دفتر څلورو تنو ملګرو یو بل ښار ته سفر درلود چې یو تن مو تازه د تبلیغ له سه روزې را ګرځیدلي او ښه په جذبه کې وو. که هرڅو مو ورته وویل چې امیر صیب په مسافر د جمعې لمونځ نشته، خو هغه همدا یوه پاړۍ زبتوله چې: زه مرم له غوچې او تاسې بیا کړئ غوچې.
د لارو او ځایونو د کشفونکې آلې (جي، پي، اس) له برکته مو یو ګلالی او نوی آباد شوي جومات وموند چې میناتوري او ډیزاین یی هو به هو له استانبول څخه کاپي شوی وو. ګونبزي جومات ته ورننوتو چې په شنو محرابي غالیو پوښل شوی او له نیم نه زیات صفونه یی ډک وو. څوک ارتې پښې ولاړ وو،‌ چا لاسونه ځوړند نیولي وو، ځینو د بغاندو د پاسه او نامه د غوټۍ لاندې مړوند په مړوند نیولی او چا د ښځو په څیر د سینو د پاسه غبرګ کړي وو. میرمنې په شاته لیکو کې غنچه غنچه ناستې او څه یی رب ته په سجدو پرتې وې، خو کوچنیانو د خپل ماشومتوب مظاهره کوله او ښه غوبل یی جوړ کړی وو.
له آذان سره جوخت، یو ډنګر او لوړ دنګ تور پوستي امام چې ږیره یی چټه پټه خرییلې، تکه توره دریشي یی اغوستې، برګه نکټایي یی تړلې او سر یی لوڅ وو، د مرمري منبر په سر ودرید. د هر چا غوږونه لک څک او د ټولو سترګې پداسی یو ځلمي امام کې خښې شوې چې مازې څو کاله وړاندی یی اسلام قبول کړیدی. د خطبې یو ځانګړې سبک او لهجه یی درلوده چې له لنډې مقدمې وروسته یی خبرې پدی مبارک حدیث سره پیل کړې:‌
یوه ورځ رسول الله (ص) پخپل جومات کې له یوې ډلې ملګرو سره په خبرو بوخت وو چې یو بانډه وال راننوت، سیده د جومات یو کنج ته ورغی او په تشو متیازو کښیناست. څو تنه صحابه په ډیرې غصې سره ورپاڅیدل او نژدی وو چې له څټه یی ونیسي او ښه یی وډبوي. خو حضرت پیغمبر ورباندی غږ کړ: پریږدئ چې دغه ورور مو خپل ضرورت پوره کړي،‌ څه ورته مه وایاست. سړي چې کله ګنډه وتړله او را نژدی شو نو رسول الله ورته وویل: ګوره! دا جوماتونه د متیازو لپاره نه بلکې د لمانځه او عبادت لپاره دي بیا داسی مه کوه. یو صحابي ته یی امر وکړ: ورشه په هغه جواب چای باندی اوبه توئ او ځای پاک کړه. سړی هک پک حیران شو، مخ یی اسمان ته کړ او ویی ویل: یا ربه بس یواځی په ما او په محمد رحم وکړه او په بل هیڅ چا یی ونکړې. رسول علیه السلام ورته وویل:‌ وه سړیه، د الله تعالی دربار ډیر پراخه او د هر چا لپاره دی.
امام د حدیث په فقهي اړخ باندی خبرې کولې خو ځما اروا د خپل ړنګ بنګ هیواد هغو جوماتونو ته لاړه چې منارې یی نسکورې، محرابونه یی د خدای پرستو او وطن دوستو امامانو په وینو لړي او منبرونه یی د وحشت او دهشت په لمبو کې لولپه شویدي. د همدغه زړه سواندي، معلم او مدبر پیغمبر، یو شمیر سپین پوشه او پګړۍ په سر وارثان د تکبیر د نارو په بدرګه، د هغه د امتیانو سینې په ګولیو غلبیل او د ځینو سرونه له تنو جلا کړي. بیا د ځان لپاره د جنت وثیقه ولیکي، په وژل شوی امتي د لعنتي او دوزخي ټاپه ولګوي، ټوپک په اوږه کړي او خوشحاله روان شي. 
د حراء په سمڅه کې، همدی أميٌّ (نالوستي) پیغمبر ته لمړنی اسماني حکم د لیک، لوست او معرفت په آیت سره پیل شو ( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ) د علم مقام ته د درناوي پخاطر، په قرانکریم کې یو سورت د قلم په نوم و نومول شو. همدې نبي ته په سلګونو ځلې الهي امر راغی چې له عقل، حکمت او پوهې څخه کار واخله، له جاهلانو څخه مخ واړوه او چپ ورڅخه تیر شه.
خو له بده مرغه، د علم په جامه کې ځینې د دستار خاوندان ښوونځي سوځوي، نوی کول له علم او بصیرت څخه محروموي،‌ له دین څخه یی زړه توروي او په لوی لاس یی د الحاد کومي ته ورغورځوي. همدا شیبه د یوې ډیرې پراخې او مشخصې سیمې نژدی دری ملیونه هلکان او نجونې له لیک او لوست څخه محروم دي، مکتبونه یی یا په بمونو الوځولول شوي او یا ورڅخه د ورور وژنې لپاره مورچلې جوړې شویدي.
بلی، د عقیدې بنسټونه تل ثابت او په اصولو کې د ادلون بدلون لپاره ځای نشته. خو که څوک پدی باور وي چې دا دین د هرې زمانې او هر ځای لپاره دی، بیا نو د منځنیو پیړیو د سپیڅلي جهالت دوره ډیره شاته پاتې او د ګالیلې د ژوندي سوځولو زمانه بیرته نه راګرځي. دا د ټکنالوژۍ، ساینس او اقتصادي سیالیو عصر دی. نن د هغه چا خبره میره او غږ ته یی غوږونه نیول کیږي چې د نورو صدقې ته د لاس نیولو په ځای، د خپلې کیسې سلطان وي. کنز الدقائق له نن څخه ۷۳۲ کال پخوا امام نسفي لیکلی او عالمګیري فتاوی د مغل پاچا، اورنګزیب عالمګیر په فرمان په ۱۶۸۰ میلادي کې تدوین شوې چې یقینا دواړه د قدر وړ کتابونه دي. ولی اوس څرنګه ممکن ده چې د ۱/۸ ملیاردو مسلمانانو د نن ورځې د روا غوښتنو ټولو پوښتنو ته دی ځواب ووایي؟
د خطیب صیب له خبرو او مثالونو بریښیدله چې ممکن د آی ټي (معلوماتي ټکنالوژۍ) انجنیر به وو. نوموړي به له هرې خبرې سره د دلیل په توګه د هغه چا خبره روایت کوله چې منطق یی د هوی په ځای له وحې سره تړلی دی. د خطبې په دویمه برخه کې امام یو ځل بیا پخپلې نکټایي باندی لاس کش کړ، یوې خوا بلې خوا ته یی تاوده تاوده وکتل او په یوه پاڼه کې د خطبې سرټکي یی له نظره تیر کړل. د غاړې له تازه کولو وروسته یی د (۱۴۴۱) هجري قمري کال د پیل مبارکي وویله او زیاته یی کړه: 
حسن او حسین (رض) د حضرت پیغمبر لمسیان او د اسلامي تاریخ دوه ځلانده ستوري دي. څرنګه چې دوئ د خپل نیکه په غیږ او دسترخوان لوی شوي وو، نو له کوچنیوالي ډیر ځیرکه او با ادبه وو. یو ځل یی کور ته یو سپین ږیری میلمه راغی او د اوداسه لپاره یی اوبه وغوښتې. دوئ په منډه منډه لاړل، ډکه کوزه یی راوړه او سړي په چار اندام پیل وکړ. پښه یی اول ومینځله بیا یی څنګل او بیا مخ، چې دوئ ورته ځیر ځیر کتل. په پای کې یی ورته وویل: کاکا جانه مونږ هم غواړو اودس وکړو، ته ګوره چې په موږ دواړو کې څوک تکړه دی؟ طبیعي ده چې د پیغمبر د سترګو تور ښایستوکي ماشومان به د خپل ویاړلي نیکه په سنتو برابر اودس کوي. بوډا پوه شو چې خبره چیرته ده، نو یی ورته وویل: ستاسو له بابا لوګې سیپلنی شم، تاسو سم وکړ او ما ناسم.  
امام خپله خطبه ویله، خو زما فکر دا ځل د حسین هغو کاذبو پتنګانو ته ورغی چې د سوریې په حلب او د عراق په کرکوک کې یی د حسن په لارویانو، د هلاکو او تتاریانو هماغه ناکوبۍ تکرار کړې چې اته سوه کاله پخوا یی د فرات او دجلې رڼې اوبه د دوئ په وینو سرې کړې وې.
د امریکا د تور پوستو د سترغورځنګ نومیالي مشر، مارټن لوتر کینګ یوه د کاڼي کرښه کاږلې چې: (ما د دښمنانو کړیکې دومره نه کړوي،‌ څومره مې چې د دوستانو چپ والی ځوروي) نو ما ته ددی سړي په خبره کې پوره وزن ښکاري،‌ ځکه همدا اوس چې دین ته څومره تاوان جاهلو دیندارو رسولی،‌ هغومره لا هوښیارو بی دینانو ندی اړولی.