ټاکنې د ډيموکراسۍ يو اساسي اصل او د مېشتو ولسونو مشروع حق دی، چې د یو هېواد د آبادۍ، هوساينې، ښېګڼې او آرامۍ لپاره ترسره کېږي؛ټاکنو کې ولسونه پخپلې پاکې ادارې سره راتلونکي لپاره خپل مشر ټاکي، هر هغه وګړی، چې په ټاکنو کې برخه اخلي، له یوه طرفه يې انساني او بل لوري ته اسلامي وجیبه ترسره کوي.

رايه ورکوونکي، جنس، ژبې، ټبر او مذهب ته له پاملرنې پرته ټول هغه افغانان دي، چې د رايې ورکولو سن (١٨ کلني) يې پوره کړى وي.

رايه ورکوونکي د ټولټاکنو يو تر ټولو مهم عنصر جوړوي، پرته له دوى ټاکنې نه کېږي او په کومو ټاکنو کې، چې د دوى وڼده پوره ټيټه وي، نو د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.

د دې لپاره، چې رايه ورکوونکي وړ نوماند ته رایه ورکړي، لومړی باید دوی نوماندان وپيژني، د نوماندانو راتلونکي پلانونو باندې وپوهېږي، پخواني ماموريتونه او بریاوې يې وګوري او په ټوله کې وګوري چې کوم نوماندان د خاورې او ولس په خیر دی.

دا، چې په ګران هېواد کې به راتلونکو څو ورځو کې د ډيموکراسۍ دا اصل بیا ځلي پلی او ولس به په خپله خوښه راتلونکی مشر وټاکي، پکار ده، چې هر وړ شخص، چې د تابعت تذکره يې سټيکر کړي او د رایې ورکونې سن يې پوره کړی وي، پدې ملي او ډيموکراټيک بهیر کې ګډون وکړي، د ښې او روښانه راتلونکي لپاره وړ شخص ته رایه وکاروي.

هېواد مو له حساسو پړاوونو تېرېدونکی دی، د دې لپاره چې خپل ملي او اسلامي وجیبه مو ترسره کړي ، حق مو حقدار ته سپارلی او د يو اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په جوړېدو کې مو برخه اخيستي وي، پکار ده، چې د میزان په ۶مه نېټه، چې یو برخلیک ټاکوونکي ورځ ده، رايې ورکونکي مرکزونو ته ولاړ شو او رایه وکاروو.

زموږ او ستاسو یوه رایه د سولې، ابادۍ، ښېرزاۍ، ارزښتونو ته د درناوي، حق حقدار ته د سپارلو، او سرلوړۍ ضامنه ده.

د یو اباد، سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله.