کله چې يوه ډله د جګړې له لارې حاکمه شي هغه ولسي ملاتړ نه لري. د ظاهر شاه حکومت د ټولټاکنو له لارې نه بلکې د کودتا له لارې لرې شو. هر يو حکومت چې د کودتا يا ټوپک په زور راغلی ولسي ملاتړ يې نه لرلو. د خلقيانو, پرچميانو, نجيب, مجاهدينو او طالبانو حکومتونه د ولس په رايه نه و راغلي. په ولس يې ځان حاکم کړی و. د ځان د ساتلو لپاره يې د ولس په ماليه جوړه اردو د خپل مخالف په ضد کاروله.
طالب چې د مجاهدينو له ډلو جوړه شوې يوه نوې ډله وه د ټوپک په زور په بله ډله حاکمه شوه. دوی کټ مټ داسې کړنې سرته رسولې لکه يوه مافيا يې چې خپل قلمرو کې سرته رسوي.
- دوی په زور حکومت کولو
- ټاکنې نه وې
- نيم ولس يې له زدکړو محروم کړی و
- نيم نور ته يې د زدکړو امکانات نه و برابر کړي
- د نړۍ هر ډول په دښمنيو ککړ ترهګر يې دلته مېشت کړل. خوست کې يې کشميريانو, چيچينيانو, عربو, ترکستانيانو او ازبکو ترهګرو ته ځای ورکړ. هر يو په يوه هېواد کې په ترهګرۍ اخته و.
د القاعدې حملې په امريکايانو:
- December 29, 1992
د يمن په اېدن کې چې 1998 م کې يې اسامه مسوليت ومانه
- February 26, 1993
دا حمله يوسف رمزي رهبري کړې وه
چې نړيوال تجارتي مرکز يې په نښه کړ او شپږ تنه وژل شوي وو
- November 13, 1995
په رياض کې حمله وشوه چې پينځه امريکايان او دوه تنه هنديان پکې مړه شول
- August 1998
په کينيا او تانزانيا کې د امريکا په سفارتونو حملې وشوې. 224 تنه پکې ووژل شول او 5000 تنه ټپيان شول
- January 3, 2000
د امريکا په يوه بېړۍ ناکامه حمله وشوه
- September 9, 2001
القاعدې مسعود ووژلو چې ملاتړي يې تر نن د پښتنو سره دښمني پالي
- September 11, 2001
په امريکا کې د القاعدې حملو 3000 تنه ووژل
چيچنايانو, ازبکو او نورو ترهګرو هم په زرګونه تنه په خپلو هېوادو کې ووژل.د مسکو په تياتر کې حمله يې يوه نمونه ده. د هند الوتکه يې افغانستان ته وتښتوله. يو هندی يې مړ کړ او په مقابل کې يې پاکستان د هند له زندانه څو تنه ترهګر خوشي کړل.
کله چې دلته ستا مېلمانه په بهر کې دومره قتلونه کوي او ته ترې په ډاډسنو خوښ وې نو خامخا به بهرنيان راځي. خامخا به تا او ستا امارت ختموي. ولس خو رايه نه وه درکړې چې دا ترهګر وساته. تاته ولس او وطن ارزښت نه لرلو چې که مقتولين راشي او غچ واخلي دلته خو ولس هم پکې وژل کېږي.

د حکومت په توګه دې د دې وړتيا نه لرله چې نړيوال دې په رسميت وپېژني خو حکومت کولو ته شله وې. پرته له خپل بادار چا هم په رسميت نه پېژندلې. هغه هم داسې رويه نه کوله چې راشي تاته وطن جوړ کړي. د يوه غلام په رکم يې ساتلې.
په لومړيو کې دې په زرګونه ټنه ترياک وپلورل بيا دې دې د نرخ د لوړولو لپاره بند کړل. تر نن دادي په ترياکو ترهګري چلوې. د خلکو په زور عشر او په نورو نومونو پيسې اخلې بيا يې کوټې ته استوې.
د يوې مافيايي ډلې کوم صفت دی چې په تا کې نشته!

هو. د خپل کړنو لپاره له دين هم کار اخلې.
د طالب پورته کړنو ته په کتو طالب يوه اشغالګره او غلامه ډله ده چې د يوې مافيا په رکم فعاليت کوي . په تېرو اتلسو کلونو کې يې په زرګونه روڼ اندي افغانان ووژل چې لېست يې امنيت شورا خپرو کړ.

د طالب ملاتړي هم مافيا ده. چېرته يې چې ګټه وي هلته دين هغسې کاروي. دا چې چين په پاکستان کې پنځوس ميليارده سرمايه ګذاري کړې او ددې پيسو لګولو کې په سلګونو پوځي کمپنۍ مشغولې دي نو په چين کې د مسلمانانو په بې دينه کولو او نورو ظلمونو چوپ دي. دلته مسلمه امت نه يادوي. لاکن په کابل کې چې طالب انتحار وکړي د دوی په تيليفوني شبکو کې د خلکو موبايلو ته د خوښۍ زيري واستوي.

په تېرو اتلسو کلونو کې چې چېرته طالب نه و نه بمبارد شوی او نه چاپه لوېدلې. هلته د ولس اقتصادي, تعليمي, فکري ,رواني او اخلاقي حالت ډېر ښه دی. تاسې ځاځيو, باميانو, دايکندي, پنجشېر,کامې او ډېرو نورو ولسواليو ته تللی شې چې دا حالت په سترګو ووينی. ددې برعکس تاسې هغه سيموو ته ورشی چې طالب پکې واکمن دی. هلته د ځوانان اخلاقيات, تعليم, اقتصاد او رواني حالت و ارځوئ.
چې هر قالب ته يې واچوې طالب يوه شرير فکره ډله ده چې د مافيا په ډول اخته ده.

نه اوربند مني نه د افغان دولت سره خبرې. هغه دولت چې اتلس کاله د ولس په رايه چليږي. ولسواکۍ کې به مشکلات وي خو کال په کال ښه کېږي. په اتلسو کلونو کې د جميعت د ناغېړيو او د طالب د ترهګرۍ باوجود ډېر څه وشول. ولسواکي هر چاته موقع ورکوي چې پرته جګړې خپله وړتيا وازمايي . د کرزي دويمې دورې نه مخکې سل تنه کانديدان و. هر يوه ګمان کولو چې ده پسې ولس دی . دغه پروسه مهمه ده .
د غه ولس څلور لکه تنه ځوانان د وطن د ساتنې او دفاع لپاره ورکړي. د طالب شمېر تر 30 زرو ډېر ندی. په دې شمېر کې پاکستان ميشتي افغانان, پنجابيان او نور شامل دي.

ته حتا په زور يا تهديد د دولت د معلم له معاش هم غلا کوې.
يعنې چې ته نه وې نېږدې نوي سلنه شر ختم دی. نه چاپه شته, نه بمبارد,نه په زور عشر, نه له تجار کلنګ اخيستل, نه انتحار, نه د نجونو د مکتب ممانعت, نه سړک ورانېدل, نه د جميعت نازونه , نه د پنجاب مضريتونه او نه نورې ناخوالې.
نړيوالې ټولنې برعکس په سلګونو بنسټونه جوړ کړل. افغان نظـام ته يې رسميت ورکړ. اقتصاد ښه شو.د تعليم کچه ډېره شوه. شل تر دېرشو کلونو کې به نور ډېر پرمختګ هم وشي.

پدې اساس طالب يو فکري او فزيکي مافيايي اشغالګره ډله ده چې سل کاله هم جګړه وکړي بايد دې افغانستان اشغال ته پرې نښودل شي.