کلونه کېږي، چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ دښمنان په پرله پسې توګه هڅه کوي افغانان د قومي، ژبني او مذهبي تعصب د اور په لمبو کې وسوځوي.

د هیواد سیاسي او امنیتي حالت هم د روان اخ و ډب او تپل شوې جګړې له امله ورځ په ورځ د اندېښنو د ډېرېدو لامل ګرځي.

اتلس کاله کېږي، چې د ولس په کور مو د ویر ټغر خور دی، څوک خپل زامن له لاسه ورکوي، څوک خپله لور، خور، خپل ورور، میندې او پلرونه او څوک خپل کور؛ خو بیا هم ټول یوه هیله لري او هغه ده د سولې ټینګېدل، چې له پردیو یې تمه لرو.
له اتلس کلنې جګړې ورهاخوا د څلوېښت کاله کېږي، چې جګړو نور له خلکو توان، ځواک، نېکمرغي او هر بل څه اخیستې دي او ټول په تمه وو، چې د امریکا او طالبانو نهه پړاویزه خبرې به که څه هم د پردو تر شا وې او له اندېښنو سره تړلې؛ بالاخره د دوی د دردونو او غمونو ډاکټر ورته وزېږوي، خو هغه هیله هم له خارو سره خاورې شوه.

د ولس پر سر په خپل راتلونکې د ناباورۍ عذاب یوازې د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له امله ندی راغلی، بلکې بهرنی اړخ هم لري. ولس تل په بېلابېلو نومونو په اور کې سوځېدلی دی؛ کله د طالب په نامه، کله د حکومت پلوي نامه، کله د بهرنیانو د جاسوس په نامه او کله هم د هغه او دغه شریف قوم په نامه.

دا سمه ده، چې د افغان ولس دښمن به له ولس نه د سپر په توګه کار اخیستی وي، دا منو، چې وسله والو طالبانو به د خلکو له کورونو مورچې جوړې کړي وي او دا هم د منلو ده، چې د خلکو له کورونو به پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه شوې وي، خو که له ولس نه د سپر په توګه استفاده کېږي؛ ښکاره ده، چې اصلي قربانیان یې هم همدوی دي.
د هیواد اوسنی وضعیت داسې شوی دی، چې اوس ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ ولاړ دی، خو که د مشرانو تر منځ اختلاف په راتلونکي پنځو کلونو کې لاینحله پاتې شي او زمونږ دښمنان هم د خپلو پلمو او موخو په خاطر ولس ته خطر پېښ کړي؛ نو اغېز به یې خامخا پر ولس پرېوځي.
تاسې ولیدل، چې د سولې نهه پړاویزو خبرو کې افغانانو ته هېڅ د نظر وړاندې کولو موکه ورنکړل شوه،هر لوري د خپلو ګټو فکر پاله او په تمه وو، چې ډېر امتیاز تر لاسه کړي، خو بالاخره فیصله په دې وشوه، چې جګړه به دوام کوي؛ دا په دې معنا ده، چې یو ځل بیا به افغانان به د پردیو د جګړې په اور کې سوځي، ځکه خپل سرنوشت په خپل لاس کې نه اخلي، نو ښکاره خبره ده، چې که د خپل ژوند، هېواد او راتلونکې په اړه بې تفاوته واوسو، قومپالنه،ژبپالنه او ډل بندۍ مو کار او بوختیا شي دا اور به لا زورور کېږي او بیا به یې مخه نیول هم ګرانه خبره وي.