د ټولنې دپرمختګ له پاره ځنې کارونه بنسټیز وي اوداکارونه پرمختګ ته لاره هواره وي اوس که مونږپه ننګرهارکې دڅوبنسټیزواساساتوجاچ واخلونودمخکې نه بترشوي په داسي حال کې چې تهداب ایښودل شوي وو.
ده باید دغه اساسات لاغني کړي وی خوبرعکس نورهم کمزوري اوپه نشت حساب شول څودانې دبیلګې په توګه شاربم .
ښونیزبهیر:
دیويې ټولنې دپرمختګ له پاره ښونه اوروزنه ډیره اړینه ده څومره چې دیومملکت ښونیز بهیرپرمختللی وی په هماغه اندازه هغه ټولنه پرمختګ کوي.
له ده مخکې دکرزی په دوروکې د چانه یادیږې چې کوم ښونځی یاښونیزبنسټ دناامنیوښکارشوي وی. خودده دواکمنۍ پرمهال یوځل دمعارف په ریاست ځانمرګی برید وشو.
دښاری مدیرت حال خوټولوته معلوم دی. چې هلته څه وه شوه!!؟ ددې ترڅنګ دده په واکمنۍ کې دیویې ادارې معاش دیو مامورپه وسیله په جمعه ځنډیدلی اوښونکې په سمه توګه خپلوښونځیوبهیرونوته نه ځی ځکه دا ورته ددې په ځای چې سهولت برابرکړې ستونزې جوړه وی. ایم پیسه په نوم پروګرام یې ښه بیلګه ده؟
آن یوه اداره کې یو مامورکال کیږې دغني فرمان نه منې یعنې ښونیزبهیرکې انارشیزم حاکم شو چې دي ټول بهیر خرابه کړ دلته به یوڅوک سوال وکړي چې معاش ځنډیدل څه رول لرې کله چې روحانارامه وي انسان یوکارهم په سمه توکه نه شي کړي اودامستقیم داستاد په روان تاثیرکوي کله چې داستاد یاښونکی روان سم نه وي په سمه توکه زدکړه صورت نه نیسي اوکله چې سمه زدکړه نه وي نوپوي شه چې ښونه اوروزنه نشته اودکومې ټولنې چې ښونیزبهیرنه وسم هغه ټولنه دتباهې لورې ته په چټکۍ کامونه اخلي دایې دښونیزبهیرکې لاسته راوړنه
امنیت:
دامنیت دخراب والې خوآن نړیوال حیران کړه دلومړي ځل له پاره په دی شل کالوکې یواځی ددننګرهارولایت وچې ټول امنیت یې اردوته وسپارل شو هلمند چې دطالب مرکزدې تراوسه یې دښارامنیت اردوته نه دی سپارل شوي. .
ښونکې ،امام،تجار،مزدورکارآن سوالګرپه امن کې نه دي. اوهراونۍ په لسکونوبیګناه انسانان دمرګ له تیغه تیریږې.
خوغنې اووالیان ننداره کوي اوولس ژړاکانې. اختطاف ،بمونونه ،ځانمرګي اونورې کړنې ښه په درزکې رواني دی .
آن کله چې په ښارکې ګرځې نواخوادیخوابه ګوري چې څوک مې ونه وژنې دلته ولس هره شیبه اوهره لحظه وژل کیږې څوک نشته چې غږواورې اوددوي پرحال رحم وکړي آن زمونږسکان ورنه هم په امن کې نه شول تراوسه دهغوي قاتلین سرې سترګې ګرځي اوجالبه یې لاداچې زیاتره دغه دمافیاډلې چې په ناامنۍ کې لاس لرې دغني له پاره کمپاین کوي .
صحت :
تاسي ماته یو کلینک چې مجهزجوړشويې دنړیوالومعیارونو غم مه کوه چې دګاونډیوهیوادونو دمعیارونو په نیمایې هم وي زه یې منم مونږپه ننګرهارکې دلابراتواربرخه کې یوه عادی دوینې معاینه چې پې سي آر ورته وایې دتورزیړي په برخه کې ترسره کیږې نه شو ترسره کولې آړیو چې پاکستان ته یې ولیږو. کله چې غواړی له هغه سره دښمنې وکړي نوباید پردې وه پوهیږې چې زمادښمن ته دڅه په وسیله روپې ورځې باید ددغوروپومخه ونیسې یوآځی یو غټ روغتون چې څوځل یې دتهداب ټبره کیښودل شوه دخلکوسترګوته یې خاورې واچولې اونورمعلوم نه شول چې څه ترسره شول اوپه رسنیوکې غوغاشوه چې دادي له ننګرهارله پاره مودروغتون ډبره کیښوده نورڅه نه وه تش په یخ لیکل اولمرته کیښودل وه اوبس.
ناروغ ته اسانتیا نشته ډاګټرپه امن کې نه دی سهولت خومه وایې دده له برکته خلک ورنه شته سهولتونه په یو چل اوبل چل غلاکوی اوهغه ترې وړی له دی معلومه ولي شي چې دده په دوره کې څومره ډاګټران ووژل شوه څومره اختطاف شو ل کله چې دصحت برخه کې دکارکونکوژوندخوندې نه وی امګانات نه وی نوڅنګه په ناروغان تداوی شی
بریښنااوننګرهار:
بریښنایوله هغه توکوڅخه ده چې دپرمختګ ترڅنګ ورسره دژوند دتیره ولووسیله کرځیدلې ده . اوس مهال بې له بریښنازندکې نه تیریږې ځکه یوشتمه پیړۍ ده اوپه دغه پیړۍ کې دژوند زیاتره اړتیاوی دبریښنا په وسیله حل کیږې اوس مهال ددننګرهاربریښنا داسي ده لکه نازه ولی ناوی هره شیبه مروره وي اواوښکې تویه وي دلته که بادشی یا باران اول به بریښنا ځی اوبیا به دوه درې ورځی نه وی اودعوه دقبایلوته دبریښنا دورکولو کوی دی ته ورته ډیرې ستونزی شته
شاید نورداسی کارونه هم وی چې ده کولې شوه خووی نه کړه باید دننګرهارولسونه په ګریوان کې سرښکته کړي اوغني ته رایه ورنکړي ترڅودیموکراسي هم پلی شي اودده له ناوړه کارونودتل له پاره خلاص شو اوښه بدیل یې عبدالله دی.
په درنښت