وايي فريد په کلي کي تر ټولو په بې عقلۍ او ليونتوب کې مشهور وو سړئ و . سروکار يې د بد عمله او بېباکه عناصرو سره وو . ددې او شاوخوا کليو غله ، لوفر ، مجرمين ، شر اندازان او فساديان چې نارواوې ، کوتاه طريقۍ ، غلا او لوچکي يې رسوا شوې وې او پيژندل شوي وو ، د خپل جرمي کاروبار د سقوط سره مخامخ شول . نو يې مصلحت وکړ چې را ځۍ د پيرۍ او موريدۍ له لارې د خلکو ذهنيت ته تغير ور کړو . په ظاهره به هل هول کوو او ځانونه به تقوا داره او دينداره ښيو ، خو په باطن کې به د پيرۍ -موريدۍ په جامه کې خپل جرمي کسب کوو .
د پيرۍ د پاره يې فريد وټاکه او نوم يې شیخ فريد پرې کيښود ، خو شرط يې پرې کيښود چې خبرې به نه کوي او په پټه خوله به دم ، دوعا ، څاښتونه ، خوردې او تاويذونه کوي . د شيخ فريد د شهرت د پاره يې په تبليغ شروع وکړه او دده په هکله يې دا خبره مشهوره او دهرچا تر غوږو ورسوله چې شېخ فريد ډېر لوی عالم ، بزرګ او ولي دئ . د خلکو حاجت پوره کول ، دم ، درود او تاويذونه په چپه خوله کوي . د ملګرو د درواغو قسمونو او تبليغ له وجهې خلک پرې را مات شول او د ده به ئی ډير قدر کاوه .
شیخ فريد چې دا حال وليد ، په زړه کې يې را وګرزیدل ، چې دا مخلوق په چوپه خوله دومره په ما مين دي ، که زه خبرې ، وعظ او نصيحت شروع کړم ، نو قدر او عزت به مې نور هم څو چنده زيات شي .
د دوستانو د صلاح نه بغير يې د موريدانو او عقيدت مندانو يوه لوی ټولي ته تقرير شروع کړ او په داسې اپلتو ،چرندياتو او مزخرفاتو يې شروع وکړه ‌ ، چې د جاهل خبرې هم ترې ډيرې ښې وي . خلکو ورو ورو ترې پاڅیدل شروع کړل او شيخ فريد يوازې پاته شو . په دې وخت کې يې دوستان راغلل او په غوصه يې و ته وويل :
چوپ شه ، چوپ شه شېخ فريده
پټه خوله دی بهتري ده .

اشرف غني د کابل د اجنتې ادارې شيخ فريد چې د اشغالګرو او
دهغوی د اجنتانو ، غلو ، غاصبو ، قاتلو او جنايتکاره ملګرو په اغراقي اميزه مدح او د خپلې مېډيا تر وسيع پوښښ لاندې يې د جهان د دوهم متفکر تر کاذب مقامه ورساوه او ددې زمانی عقل کل او جامع الکمالات يې ترې جوړ کړ ، خو د چوپې خولې ساتلو شرط يې نه دئ پرې عملي کړئ . اشرف غني چې د ځان په هکله دومره صفتونه واورېدل د د چتې ووت او عقلاني کنترول يې نور هم دلاسه ورکړ . په زړه کې يې را وګرزیدل چې تقرير او خبرې به ئی نور هم مشهور کړي او پړسول شوئ شخصيت به يې نور هم و پړسيږي ‌. خو په خپلو حکيمانه ويناوو يې خپل ځان په خپله رسوا او پوچ ماهيت يې خلکو ته وښود ‌ . کاش اڼډيوالاتو يې د چوپې خولې او خبرې نه کولو بنديز پرې لګولئ وائ ، څو ددې رسوايانو سره نه واي مخامخ شوي .

اشرف غني د طلوع تيلويزيون سره په مرکه کې وايي :
زه د خلکو د رايو په زور اولسمشر شوئ يم په امريکايي ټانک سپور خو نه يم راغلئ . خو چې ژورنالست ترې پوښتنه کوي چې ولې د قدرت د اودلا سره د جانکيري په امر ووېشلو فوراا وايي چې د ملي مصلحت د پاره مې دا قرباني ورکړه او ديوه خونړي بحران مخه مې ونيوله .
مانا دا چې د اولس رايه ، تصميم ، ټاکنه او پریکړه ( چې د اجنتې ادارې اراکين يې په هره خبره کې لکه تکيه کلام ذکر کوي او ځانونه ورته مؤمن بولي ) مهمه او د سياسي قدرت منبع نه ده بلکې مصلحت اولويت لري .
ارګمشري انتخابي نه بلکې مصلحتي ده .
اولس او رايه يې د مصلحت په مقابل کې بې ارزښته ، بې مانا او د سياسي قدرت سرچينه نه ده .
انتخابات ، مڼډې ترړې ، د اولس د ارادې احترام او د اولسواکۍ يا جمهوريت تشې نارې ،خيالي غورې ،لاپې او هسې چټيات ، فريب او مطلق دروغ دي او سياسي قدرت د اولس د چينې نه نه اوبه کيږي بلکې د امريکا د سفارت د کوزې د څښکوري نه اوبه شوئ دئ .

ښه چې د نظام او قدرت منبع اولس نه شو او د جعلي قدرت منبع ( يعنې تقلبي دموکراسۍ ، جمهوريت او اولسواکۍ ) مصلحت شو بيا په کوم دليل په يوه موزه کی د دوو پښو د ننه ايستلو زورونه وهې او د يوې مهمی حياتي مسالې په هکله چې سوله ده د جمهوريت ، انتخابات او اولس د رايو په اصل ځان نښلول بانه کوې او دجنګ او دولتي ترور ابعاد نور هم وينه ناک ، وحشيتر او جنايت تر کوې ؟
ايا د جنګ ختمیدل ، د افغانانو ډوژنو او وينې بهيدلو بندیدل ، د ټولو افغانانو په مشارکت ، مفاهمت او موافقت د افغانستان تراژيدي ته د حل لاره پيداکول او اولس د روان عذاب نه خلاصول اسلامي -ملي او انساني مصلحت نه دئ ؟
که نه تاته او ستا شاوخوا د قدرت ليونيانو ته فقط د تاسو په قدرت پاته کېدل مصلحت دئ ولو که د هر جنايت ، ملي خيانت او ملي مصيبت په قیمت هم وي ؟

په ټولنيزو او سياسي علومو او زموږ په افغاني کلتور کې داسې متضاد دريځ ته منافقت ، دوه مخي او شيطانت وايي او هغه څوک چې دا شان دريځ اختياروي منافق ،
دوه خی او شيطان بلل کيږي .
منافق او دوه مخی حتا په يوه فاميل کې مقبوليت او قبوليت نه لري او شيطان خو رجيم او رټل شوئ دئ ، نو په افغاني ټولنه کې به څوک ستا ددې هايپوکراتيکې لاری تاييد وکړي او در سره مل به شي ، بی د څو ستا په شان خصلت لرونکو عناصرو ؟

نوم د په ځان متفکر ايښئ دئ ، خو چې ستا خبرو او کړنو ته يو څوک دقيق نظر واچوي ، ولا که د دوو خرو د وښو د ويشلو کمال هم در کې موجود وي ‌ . نه په انتخاباتو ايمان او باور لرې او نه په مصلحت ، فقط د قدرت او شهرت د اعتياد او جنون څوکې ته رسولئ يې . هسې اشغالګرو د پښتنو وطنفروشانو په افلاس کې د پښتنو د غولولو او د شمال د لڼډ غرو د رضايت او د هغوی نه د پياده عسکرو په شکل ورنه د کار اخستلو د پاره څو موده درنه استفاده وکړه . اوس امريکايانو ته هم نور تر وخت تير سېبازول او زنګ وهلي داغمه پرزه يې چې هیڅ درد او دستګاه ته قابل استعمال او استفادې نه يې .

دا خو هم اظهر من الشمس ده چې که واقعي انتخابات ( چی ازادي ، خپلواکي او امنيت يې اصول او شرايط دې ) داير شي ، غلامان او د پرديو اجنتان حتا په‌ کې د شراکت چانس نه لري اولس مشرۍ ته رسېدل خو د مرغه پۍ دي . دا د اشغال برکت او شفقت وو ، چې مداريان او د وطن نه فراريان يې د ارګ په څوکيو چوخ کړل . که نه چېرته هندوان او چېرته توتان .
نو ستا په دې لجوجانه اصرار باندې چې اول نامنهاده او جعلي انتخابات او بيا سوله ، ټول پوهيږي چې دانتخاباتو مساله او اهميت مطرح نه دئ ، بلکې ددې پوشالي منصب له لاسه ورکولو غم درسره دئ ځکه د اجنتې ادارې په راس کې دمداريانو او فراريانو نصبېدل د جنګ او اشغال محصول دئ . د اشغال سره په جنګ کې د اشغالګرو له لوري ويشل شوي مقامونه به د اشغال او جنګ په ختمېدلو سره په اتوماتيک شکل له منځه ځي او داسې څوک به ټاکل کيږي او سياسي صحنې ته به راځي چې د ازاد ، خپلواک او امن افغانستان محصول وي ، نه د پرديو وارداتي توکي .

دا څو خياطان او چاپلوسان هم ولا که ستا دوستان وي ، چې کله دې د زرکلن شي ، کله د بابا او کله د متفکر په اپلتو لکه بوغۍ هوا در کوي او اخر به د وچووي ، که نه سمه مشوره به يې درکړی وه ، چې حالات بدل دي او د دروغو ، منافقت ، دوکې او باټو بازار سقوط کړئ دئ او دا بزنس نور شايقين او اخستونکي نه لري . جعلي انتخاباتو هم تجربه شول او د اشغال -شر- فساد وضعيت او د عاملينو بقا يې تضمين نه کړه . فاسد او شيطاني مصلحتونو هم باطل په حق بدل نه شو کړلائ او دزوال مخه يې ونه شوائ نيولائ . نو په پرده کې ځان ګوښه کړه . هغه وار خو د جانکيري مصلحت په ارګ ننه ايستلی دا وار هغه مصلحت هم نشته . انتڅاباتو ته خو ته هم نه عقيده لري او نه ورته متعهد يې ، ځکه په خپله دې د مصلحت قرباني کړل او نه د انتخاباتو د اصولو مطابق شرايط وجود لري . نو که په همدې شان، بې عقلۍ او شله ګۍ ته تمبه شي او بې واکه خوله د بنده نه کړې د ارګ په ځای به د افغان اولس سره د جفا او خيانت له وجهې دزندان په لور سوق کيږی . مولخ د ځانه مه جوړوه چې نه زور لري او نه بازو خو پورته پورته غورځيږي او خېزونه وهې .