سوله او ټاکنې دوه جال خو تر یوه حده مرتبط مفاهیم دي خو د ملت غوښتنه سوله ده او سوله زموږ د پیشوا او ګران
پیغمبر ص ارشاد دی نو مخالفت ورسره د خدای ج او رسول کریم ص سره مخالفت دی.
سوله به انشاءهللا راځي پدی چی د نړي هر جنګ د مذاکرو او مفاهمو په ترڅ کې ختم شوي دی. سوله نه بدیل لری
او نه قیمت خو د جنګ قیمت افغان ولس ته د ورځې د دری سوه ځوانانو مرګ د دری سوه میندو زړونه داغول د
دری سوه ښځو سرتور کیدل او د دری سوه خورانو بی وروره کیدل او د زرګونو ماشومانو یتیمیدل دي اوس هغه
کسان چی انساني عاطفه او ترحم په نوم کوم شی پیژني له سولې سره به مخالفت وکړي؟ زما په اند هیڅکله نه خو
هغه کسان چې توره سابقه لري افغان غمیزه ددوي د ناوړه کړوله امله تر نن پوری غځېدلې ده او په جنګ کی روږد
شوی د بد نوم او سرمایو صاحبان شوی دی ترهغه چې ممکنه وي له سولې سره به مخالفت کوي په همدې هدف ټول
هغه غیر متجانس افراد او ډلګیو السونه سره ورکړي او د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي لکه سروردانش او
همقماشان یی چې سوله د راتلونکي حکومت پورې ګنډه کوي او د بیګناه خلکو په وژنو او ځورولو غواړی خپله توره
ماضى نوره هم توره کړي، لدی خلکو خداى عقل اخیستي نور دنیا کې سیاسي مشران غواړی چه په تاریخ کې نیک
نوم او نیکی کارنامې ثبت کړي خو دوى په خواشیني سره غواړي د سولي ضد او د ملت دښمنو عناصرو په نوم
ځانونه ثبت کړي.
د سولي په اړوند ملي، بین المللی او سیمیزه اجماع جوړه شوی ده خو په لید لوریو او میکانیزمونه او د منافعو تقابل
پروسه کونډه کړي ده چې زما په اند دا به دالیل وي:
 لمړي: د کابل موجوده اداره یعنی ارګ او سپیدار سولې ته د مختلفو زاویو ګوري د بیلګې په توګه ارگ
سوله خپله وظیفه او مسوولیت نه بولی او راتلونکې حکومت ته یې حواله کوي او ټاکنې ورته لمړیتوب لري
خو که د پارلمانی ټاکنو شرمیدلو پایلو ته وکتل شی نو تر تقلبي ټاکنو بیا د ټاکنو تعویق بهتره دي پدی چې د
ملت اکثریت چې د تخمین پـه اساس اتلس ملیونو افغانان واجد د رایو ورکولو دي دا رقم هغه وخت خپلې رایې
ورکول یي شی چی واقعي او سراسرۍ امنیت تامین شي چې د کابل اداره لدی کار څخـه عاجزه ده او که هسې د ملت سترګو ته خاوری اچوي بیا یی عاقبت ډیر بد دي امید چې دا کار ونه شي خو ارګ د کمپاین او
د جعلي ټاکنو لپاره پیسې د اوسني تقلبي پارلیمان له خر پولو راټولې کړي دی خو اصلي مرسته کونکي
یعنی امریکا واضیح وایي چې د سولي پروسه او بریالیتوب ورته لمړیتوب لري دېته په کتو د ټاکنو احتمال
ډېر کم دی خوداسې ګنګوسې ارویدل کیږي چې اشرفغنی د خلیلزاد سره په پټ تفاهم کې د ټاکنو په کیدو
او د جګړې په دوام ترکیز کوي تر څو د د طالبانو له مزیدو امتیازغوښتنو جلوګیري وکړي او هم خپله
تاریخي ماته په افغانستان کې د یوې ابرومندې موافقې په السلیکولو جبیره کړي، خو بیا بل خوا داسې ګنګوسې
هم شته دی چې اشرف غنی د واک د غځولو لپاره مصمم دي او د خپل بادار د پالیسي په ضد او د هندوستان په
تشویق له سولې سره مخالفت کوي چې په دی ترڅ کی امریکا د سپېدار سره دی موافقې ته رسېدلی ده چې
بین االفغاني موافقتنامه به دوی آمضا کړي ولو که ارګ مخالفت کوي چې دا خبره د سپیدارد افغان دښمنه
ایراني جاسوس مجیب رحیمې د یوه خبرې كنفرانس پـه ترڅ کې پـه زغرده بیان کړ.
 دوهم د کور دننه سیاسیون په هر قماش چې تړلي دي خو د سولې په ارتباط په یوه خوله دي چې په ټوله كې د
اکثریتو یې د خپلو ګټو خوندي کول او د کم شمیر لپاره یی پـه رښتیا سوله او د ورور وژنې ختمول دي هرڅه
چې دی هغه به وي ولې د اوسني نظام اتیا سلنه د دوي په ولکه دي دا که اردو ده که پولیس او که امنیت او یا
هم ملکي لوړ پوړي کسان دي او یا هم افراد او دا دوه ویشت کاله سره جنګیدلي دي ، اوس له جنګ ستړي شوی
دی او هم یي بادارنو جنګ بایللی دی دا د ځانو د خالصون او پانګو د ساتنې لپاره یو ښه فرصت ګڼي او زما په
اند هم دا ښه فرصت دی چې وطن ته سوله راشي ماهي چې هر وخت له ابو ونیسي تازه وي، نو دا فرصت باید
ښه مدیریت شي ورنه خداى ناخواسته لکه د ژنیو په مذاکراتو کې چې روسانو پښې وایستلې او افغانان یې په
داسي غم ګرفتار کړل چې تر نن پوری د غم په ټغر ناست دي ویره شته چې بیا تاریخ راباندې تکرار شي.
خبره د سرو او زیړو خطونو دا هسې د سولی سبوتاژ کول دي او بس هغه متل دي چې د لو- ګري زړه لو ته نه
کېږي نو لور په لوټه اچوي دا کروکې یې سر کړي دي لکه اساسي قانون، د نظام پاېښت، د ښځو حقوق د اتلسو کالو
الس ته راوړنې ... او داسي نور تر اوسه په کراتو او مراتو پدې توتیایی تبرک په مسکو، دوحې، واشنګتن ، اسالم
اباد، دهلی، تاشکند او پیکینګ کې ورباندې توافق شوی چې پاسنۍ ارزښتونو به ساتل کېږي خو مثبت بدلونونه به
حتمي وي لکه کاربه اهل کار ته سپارل کیږي، داسې نوره د منلو نده چې حمامی، موتر شوی، تبنګي، خردوان به
والی ، جنرال او وزیر وي او یا هم که توپکي مړشي ماشوم زوی یا لور به د ارګ مشر مشاور وي یا به اعزازي
جنرال او قوماندان وی یا به لورکي سفیره کیږي او همداسې قانون اساسی د ټولنې د اړتیاوو په بنسټ قابل تغییر او
تعدیل کیدی شي او بیا زموږ دا شل ورقه قانون اساسي له شاه امان هللا خان را نیولی تر حامد خان کرزي صرف یو
څو مادي لکه د نظام نوم، د بیرغ رنګونه، نشان د دولت د مشر کاری دوره باندې ادلون بدلون راځي نورنو کوم
بدلون نه پخوا چې راوستی او نه به یی وروسته له دی راو ي، متاسفانه هر ډله چې قدرت ته ورسی اول خپل وخت
په دي ضایع کړي چې نوی قانون اساسی جوړې وي حال دا چې په همغه زړه نسخه لږ ګوتې متې ووهی یو څو تنه
پکې امتیازات واخلی او بس نور نو همغه اش همغه زړه د نیا کاسه ده ، بیا د پخوانى دولت کارونه ولو چې مثبت هم
وي ضرب د صفر کړی او خپله هم چې تر څو ځان برابر کوي بل یی راوغورځوي دا خپل یو غټ عامل زموږ د
پسماندګۍ دي.
د اتلسوکالو په مثبتو الس ته راوړنو باندې ټولوپه یوه خوله توافق کړي که طالبانودی که د کابل میشته سیاسون، مدني فعاالنو،
خارجیانو په مجموع کې او بالخص امریکایانو، په شمول د اردو د نه منحل کیدو خو ارګ هم په دغو توافقاتو ښه خبر دی خو
اوس غواړي چی لدی مواردو کمپایني ګټه پورته کړي ارګمشر په هر بیان کې همدا تکراري چیغې وهي چې په اردو او اتلسو
کالو السته راوړنو معامله نکړو حال دا چی نتنها دا مسایل حل شوی بلکې د باوری سرچینو په اساس د موئقتې اداره یا حکومت
په خبرو هم توافق نظر موجود دی د ارګ او سپیدارسره هم مشورت شوی دی چې سپیدار خپله موافقه ښودلې ده خو ارګ بیا
مالحظات لري حتی د موئقتې اداره په ترکیب او اعضاو هم بحث شوي ، په خو متاسفانه دا هر څه له ملت څخه پټ ساتل شوی
دوی باید ملت ته وضاحت ورکړي او ملت باید په جریان د واقعات کی وی پدی چی اصلی قرباني ملت ورکوی.
دا د راتلونکي موافقتنامې غټ ټکي دی چې ذیدخلو ډلو ته ورکول شوې په شمول د ارګ او سپیدار:
د خلیلزاد او طالبانو ترمینځ د سولې مذاکراتو کې په داسې یوې مسودې موافقه کیدونکې ده:
له انګلیسي متن نه ژباړه او خالصه:
]د امریکا یي پوځونو دوتلو جدول په لومړى پړاو کى به 5000 پوځونه و ایستل شی او پاتې نور پوځیان به ددوو کلونو په
موده کى به ټول عسکر وایستل شې
د دواړه لورو د بندیانو خوشې کؤل او له تور لست څخه د طالبانو د اسالمى "امارت" د مشرانو ایستل د بې طرفه اغېزمنو ملي
اشخاصو څخه د لنډمهاله ادارى تشکیلول چې لږ تر لږه یو نیم کال وخت به ولري دیو نیم کال په موده کې د )دعالي شورا( په
نوم د یو با صالحیته دولتى ارګان جوړیدل او دهغى لخوا، د اساسي قانون تعدیلول د کورنۍ جګړې د بیا پیل کیدو د مخنیوى په
منظور ټولې غاړې باید تړون ته ژمنى اوسې، پدې خاطر د څارنى د یوی نړیواله قوه جوړول د څارنى دا ډله د ملګرو ملتونو
له هغه غړو هېوادونو څخه جوړیږی چې کومه ډله ځان ور څخه په خطر کې ونه ګڼې، د ملي اوردو او د پولیسو پرځاى پاته
کیدل او د نوى اساسي قانون تر جوړیدلو او ابالغ پورى د اوسني قانون څخه مالتړکول وروسته د ملى اردو او پولیسو په تشکیل
کى د اصالحاتو راوستل او د طالبانو د اسالمى "امارت" ځواکونه ورسره مدغم کول دا تړون سعودي عربستان، عربى اماراتو،
قطر، امریکا، روسیې ایران، چین، او له پاکستانه پرته ټولو اغېزمنو او مشترک المنافع هېوادونو تائید کړىدى
پاکستان ددغه تړون دمنلو په بدل کى دامتیاز په توګه بشپړه مالي مرسته ترالسه کړى خو د سیاسي امتیاز، ډیورنډ په پوله دامنیت
تضمین، ، دافغانستان سره دسوداکریزو اړیکو دپراختیا له هند سره دافغانانو داړیکو دمحدودولو په لټه کي دى.
دا تړون نږدي 12 دولسو هېوادونو امضاء کوي او دغه هېوادونه به مکلفیت لري چې دبیا جنګ جکړو مخنیوئ وکړي، که
کومه ډله یا کوم هېواد دتوافق مخالفت وکړي پاتي ټول هېوادونه به سرغړه ونکى هېواد او ورسره تورنه یا تړلي ډله محکومؤي
او تحریموى به یى.
دتړون په الندي جزیاتو یا بندونو پرکړه لیک تسوید شوى خو دامریکا اوطالبانوداسالمى "امارت" لخوا تصویب شوى الندى د
بې طرفه متفقې څارندوې ډلى ټاکل او تر اړینه وخته پوري یي دندي او دکار مهال ویش مشخص کول.
د عالي شورا دغړو دانتخاب په اړه واضح تعریف نه تر سترګو کیږى د مثال په ډول طالبان تر اوسه پدې موقف کى دى چې
دهېواد له عالمانو یوازي دوئ نمایندګي کوي نو باید ټول یا له څلورو دري برخي یوازې هغه دیني عالمان وي چې د طالبانو د
"امارت" فعاله غړي وې او دي، طالبان مولوي متوکل او عبدالسالم ضعیف نور خپل کسان نه بولي، مګر پدې اړه ښکاره
خبره ده چې هر یو به چنې وهي خو بالخره دیومشخص تعریف له مخي به افغان مستقل دیني عالمان دعالي شورا غړیتوب
ولري، د اساسي قانون له تعدیل او تصویب څخه وروسته به دټاکنو نوى قانون جوړیږى په اسالمى طرزاو طریقه.
بیا به ټاکني ترسره کیږى بریالۍ ډله به واک ترالسه کوى او ناکامه ډله به اپوزیسیون جوړه وى مګر عالي شورا به مستقیله وى
او دنده به یي دقوانینو تصؤیبول اومنظوره ول وى او ریاستي یا اجراآتي دستګاه ته به مشوره او هدایت ورکوي.
د تشویش او اختالف ټکي د اینده نظام نوم دي چی امارت اسالمی افغانستان به وی ؟ او یا جمهوری اسالمی افغانستان ؟ ال
بین االفغاني مذاکراتو ته مو کول شوی دی غالباً د دی لپاره چی امریکایان ټولې زیدخله
او عمداً
ینحل پاتې دی او دا کار قصداً
کړي ځانته احتیاج او له هرې خوا څخه امتیازات واخلي او یا هم په خالی مصطالحاتو افغانان سره وجنګوي.
زما په اند دا که جمهوری اسالمي افغانسـتان وي که امارت اسالمی افغانستان خو هـدف دا دی چی اسالم رسمی دین د افغانستان
دی او د امام ابوحنیفه رح مذهب رسمی مذهب دی او دا دوه اصله یا مواد د افغانستان په ټولو اساسي قوانیونو که درج شوي
حتی د مارکسیزم – لینیزم د پیروانو د وخت په قانون اساسي کي خو مهمه دا ده چې پدې عمل وشي نه دا چې د کاغذ پر مخ
پاتې وي، ښه به دا وی چې نورنو په خالی مصطالحاتو، د بیراغ په رنګ او نشان وخت ضایع نکړو همدغه دری رنګ اوسني
بیراغ همدا فورم او نشان او همداراز ملی سرود باید وساتل شی.
موږ باید له نورو ملتونو زدکړو چې ملی مسایل سرې کرښۍ دی غیر قابل تغیر او تبدیل دی ولو که څوک صرف د خولې اهانت
هم ورته وکړي هغه ته په قانون کې جزاگانې ټاكلې شوی اوپر متخلف عملي کېږي خو زموږ په وطن کې متاسفانه داسې
غداران هم په سرو سترگو ګرځی چې عمالً د ګران افغانستان د نوم او سرحداتو د تغییر غوښتونکي دی راشی د طالبانو د مشر
مرحوم مال محمد عمر د لطیف پدرام سره پر تله کړي کله چې پنجابیانو ورڅخه و غوښتل چې د دیورند کرښه د افغانستان او
پاکستان رسمې سرحد په نوم موافقه وکړي د مال محمد عمر اخوند ځواب دا وا چې دا ټول امارت مې راته مشوره راکړي چې
امضاء یې کړه که به باال دستخط ورباندې وکړم نور دا شیان له ما و نه غواړی خو پدرام علنی او رسمی د خپل کمپاین شعار
دا ټاکلي چې دیورند د افغانستان او پاکستان رسمی سرحد دی او یا هغوي چې طالبانو د پاکستان کسان ګڼي دوی پخپله د ازغن
تار، په کرښه د خندق ایستل ، دافغانستان په دننه خاوره کې د دروازو جوړول امضاء کړي،د کنړ، ننګرهار او پکتیکا په مظلمو
ولسو د پنجابی فوج په توپچی او راکتی حملو مهر د سکوت ایښی دی دا او دیته ورته کارونه ملت ته ښه معلوم دی او راتلونکي
نسلونو به ورباندې قضاوت وکا بیا به غدار او وطنیار معلوم شی.
په لنډو ټکو کې سوله وشي امنیت به تامین شي وروروژنه به ختمه شي، موئقت حکومت یا اداره د لنډ او معین وخت لپاره د
غیر متنازع کسانو جوړشي چې دنده یې صرف د حکومت یومیه کارونو ترسره کول او د راتلونکو ټاکنو ترسره کول وي د
موئقت حکومت اعضا باید چې نه ولسمشرۍ ته کاندید وی او نه یی هم معاونیتو ته او د رڼو ټاکنو تضمین وکړي .
او که ټاکنې وشی چې احتمال یی ډیر کم دی نو نتایج به ډیر بد وی پخوانیو ټاکنو ته په کتو بیا بل جان کیري راځي د ګوړې د
اچار حکومت به راته جوړي وي دا ځل به سل سري حکومت وی او بل دا چې پدی ټولو ټاکنو کې چې تر اوسه ترسره شوې د
پښتنو غوڅ اکثریت ورځنې محروم پاتې شول نور نو دا نه عادالنه او نه هم د منلو ده چی لداسې مهمې پروسی محروم شي او
په مجموع کې ټول اړخونه په شمول د طالبان د افغانستان په راتلونکې ټاکنوکه سهم واخلی او نور د کودتاګانو، زور او د پردیو
په مټ قدرت ته د رسیدو سلسله ختمه شي .
دتل پاتې سولې او ودان افغانستان په هیله