عبدالکریم خرُم د حامد کرزي د دفتر بې بدیله رئیس، د تېرو اتلسو کلونو د بدمرغیو، ناکامیو، بدبختیو کردار چې تمه ترې کېده خپل سیناوی به ولس ته وړاندې کوي، په دا وروستیو کې د ( څلوېښت کاله په توپان کې ) کتاب لیکلی دی. جالبه دا ده د کتاب پښتۍ توره او خپل تصویر یې په کې سپین چاپ کړی، دا چې خرُم صاحب پخپل سپینوالي نه دی باورې نو خپل عکس یې هم په کتاب کې تور او سپین (یو لوری سپین او بل لوری تور) راوستی دی. له همدې امله ددې لیکنې عنوان مې ورته تور او سپین انتخاب کړ. 

تور او سپین په اجتماعي/ ارواپوهنې علومو کې د کمزورو شخصیتونو ښکارنده ده چې رنګینه نړۍ ورته توره یا سپینه ښکاري، دوی په نورو رنګونو باور نلري، دا د ټولنې کمزوري خلک وي، ورته کسان د ټولنې د قطبي کیدو کوښښ کوي، دوی لکه خرُم کله چې په لوړو منصبونو کې کار کوي وطن بدمرغیو ته ټیل وهي، دوی ته ځان سپین او بل هر ډول انسان تور ښکاري. خرُم خپل کتاب په دوه برخو ویشلی دی، لومړې برخه یې د ځان په اړه د سپینوالي د تهداب ناکامه هڅه ده، دویمه برخه یې د حامد کرزي د چپنې لاندې د وخت د تیریدو او د نازولي غلامۍ د کار شرمیدلي ورځې، شپې دي. 

زه د کتاب په لومړې برخه نه غږیږم خو دومره وایم چې خرُم هم د لویدیځ د استعمار هغه مهره ده چې لسګونه کلونه پرې سرمایه ګذاري شوي ده، له وړکتوبه په کابل کې د غربي استعمار تر اسارت لاندې روزل شوی دی، (لکه اشرف غني، خلیلزاد ) خو دی بیا د فرانسوي زده کړې او په فرانسه کې د پناه اخیستو تر څنګ د زده کړو د تکمیل دعوه ثابته کړي ده ، زه به دلته د خرُم د کاري ژوند، د نازولي غلامۍ د ځینو کرښو نقد وړاندې کړم چې خرُم پخپل کتاب کې د ځان او د کرزي په اړه تورې کړي دي.  

خرُم د بون ناسته ( ۱۷۱ مخ) د امریکا قصدي عمل ګنې چې د افغانستان د قومي وېش، د حزب اسلامي او طالبانو د څنډې کولو قصدي عمل او د افغانستان د ورانۍ دسیسه یې ثابتوي، خو له همدې مخ څخه د مخه، خرُم د قبرس، روم، پیښور په ګرمو مجلسونو کې، د امریکا د جاسوسۍ د کړیو په جوړه شویو غونډو کې منډې ترړې وهي، خپل نژدیوالی، اعتبار او طاقت د نړیوالو استخباراتي ادارو ته ثابتوي تر څو د بون د غونډې ګډونوال شي او هلته لکه د نورو بړیڅو، خرڅ شویو او د پردیو ډول ته د ګډیدونکو سیاسي ډمانو په څیر ګډیږي.  

خرُم په (۱۸۰ مخ) کې د فرانسي په سفارت کې د ترجمانۍ د ندې د ترسره کولو، د ویاړ ذکر کوي او بیا له همدې ترجمانۍ د افغانانو په سرنوشت د لوبو غټ لوبغاړی ترې جوړیږي. هر چا چې خرُم لیدلی وي د خرُم د مرموز شخصیت حس به یې کړی وي، لکه کومې نړیوالي جاسوسۍ ادارې چې ښه روزلی وی، خرُم په ۱۶۷مخ کې ذکر کوي چې د بون په غونډه کې ګڼ ترجمانان وروسته په لویو، لویو چوکیو ګمارل کیږي، وزیران، معینان او لوی مسولیتونه ورته سپارلی کیږي، له همدغو ترجمانانو څخه یو هم کاوون کاکړ او بل جاوید لودین ذکر ډېر راغلی دی. د کتاب په پیل کې، ۱۹۲مخ کې د کاوون کاکړ له دندې د شړل کېدو ذکر کیږي او علت یې په یو بهرني سفر کې د ستونزې کیسه راځي، حال دا چې کاوون کاکړ چې د کرزي د پروګرامونو رئیس و په تاجکستان کې په یوه خونه کې د تاجکستان د پولیسو لخوا په ډېر ناوړه حالت کې نیول شوی و، خرُم د همدې کاوون کاکړ مامور و، وورسته ۱۹۱ مخ کې خرُم د لودین تر لاس لاندې مامور کیږي. خرُم په پیل کې همدا ترجمانان سپک یادوي، او وروسته د همدې سپکو ترجمانانو تر لاس لاندې په ویاړ دنده ترسره کوي، د خرُم تور او سپین له همدې ځایه ښه بریښي. 

خرُم لکه د کرزي د ټولې دورې په اوږدو کې د نامعلومو کسانو د ګمارني او د بې مسولیته او بې مسلکه ادارې د جوړولو د تکل په اوږدو کې د اطلاعات او کلتور وزیر کیږي، خرُم دا وزارت د غلو، لوټمارو وردګو په ځاله بدلوي. خرُم په کتاب کې د حامد ناصري، جاوید کوټوال، زبیر شفیقي یادونه کوي کوم چې د خرُم تر څنګ اوس په کابل کې د کورونو، پیسو، کیسو خاوندان دي. خرُم د کرزي تر چپنې لاندې د کابل نیوز، څار رادیو، سپوږمۍ رادیو، وایګل مطبعه، اکسوس کتابپلورنځي، ویسا ورځپاڼه او دارنګه په چین او اروپا کې د سلګونو زرو ګڼو سرمایه ګذاریو مالکان شول. د خرُم زوی په چین کې د افغانستان په سرنوشت د لوبو د پاره را لوی شوی دی، هلته یې د لیسانس زده کړې  وکړي، ماسټري یې واخیسته او اوس هلته اوسیږي، د چین د رادیو او ژبي ټوله سرمایه ګذري په کابل نیوز او سپوږمۍ رادیو کې مصرفیږي، د کرزي د چپنې لاندې د چین غږ د خرُم له خولې را وځي، جاوید کوټوال ( د خرُم د دفتر مسؤل) له کورنۍ سره له تېرو درېو کلنو په چین کی اوسیږي، د کابل نیوز ټول کارمندان، د ویسا اخبار، سرنوشت مشران/کشران او د سپوږمۍ رادیو ټول کارمندان وخت ناوخته د چین د شهزادګیو او ساعتیرو مزې، چړچي کوي، دا هر څه د خرُم د غوړو بریتونو له برکته ترسره کیږي. خرُم پوهیږي چې د ننۍ ورځې د جاسوسي، پیسو ګټلو او معلوماتو را ټولولو تر ټولو مهمه لار رسنیو ته لار پیدا کول دي، له دې لارې د جاسوسۍ د ادارو ښه پراخ ملازمت کیږي، له همدې امله یې ټوله سرمایه په تلویزون، اخبار او رادیو کړي ده، تر څو د خپلو بادارانو ښه خدمت وکړي. 

د خرُم د مرموز شخصیت یو توپیري چلند پاس د چین په لومه کې ذکر کیږي خو دا یې د پیسو ګټلو او وردګ پالنې جال دی، خو ددې ترڅنګ د خرُم او د امریکا د نازولي غلام کرزي کیسې له دې ډېرې زیاتې دي چې په کتاب کې ورته اشارې شوي دي. 

خرُم وخت ناوخته په کتاب کې کوښښ کړی چې ځان د پښتنو استازی اود  پښتون ژغورنې قهرمان  معرفي کړي، خو دا یې له یاده وتي چې خرُم پښتو لیکل نه دې زده، خرُم دوه کتابونه ( شکست اسلام سیاسي او قدرت های بزرګ در تلاش بی قدرتی) له فرانسوۍ ژباړلي او داوړه یې په دري ژباړلي دی. خرُم چې هر وخت مقاله لیکلي په دري یې لیکلي ده. د خرُم ژباړل شوی کتاب (شکست اسلام سیاسي) کې هر ځای د پوهنتون د کلیمي پر ځای دانشګاه راغلي ده، ددې ترڅنګ ټوله ژبه یې ایرانۍ فارسي ده، هر پښتون چې لوستی، هیڅ مطلب یې نه دی ترې اخیستی، خو بیا د ۲۳۰ مخ کې د دانشګاه او پوهنتون په موضوع کې د ځان د قهرمانۍ کوښښ کوي. د د رواغجن حافظه کمزوري وي. 

په افغانستان کې د عریانۍ، فحشا او ټولو لوچکیو بنسټ کرزي او ډلې کیښود، د کرزي تر ټولو نازولی مامور خرُم دی چې دده تر څنګ یې سپنتا ساتلی چې دا دواړه یو بل تکمیلوي. د خرُم کتاب د اطلاعات او کلتور د وزارت ټوله کیسه همدا ثابتوي چې دوی عریانۍ او فحشا په وړاندې ولسي حساسیتونه څنګه خاموشه کړل او څنګه یې په ماهرانه انداز د ولسي احساساتو د راکمولو بریالی کوښښ کړی دی. 

۲۵۲ مخ کې خرُم د امریکا ددې دسیسي چې په دوامداره او منظمه توګه یې د حکومت د کمزوري کولو کوښښ کاوه ذکر او پخلی کوي، تر همدې دسیسې لاندې کرزی، خرُم او ټوله ډله یې یوه ورځ هم تر ۱۴ کالو بیکاره نشوه، اوس هم د امریکا د خوشامدۍ د پاره کار کوي، د امریکا په وړاندې د مصنوعي مخالفت په بهانه د هغوی هرې کړنې ته جواز ورکولو اصلي لوبغاړي  هم دوی دي. د خرُم کتاب  په ۶۵۸ مخه کې هیڅ داسې ذکر نشته چې دوی دې د امریکا د مخالفت د پاره ولسي ملاتړ ته لار هواره کړي وي، دوی جرګې را بللي او هره جرګې د امریکا د غلامۍ په قواله ټاپه وهلي ده، دوی ورته سرونه ټیټ کړي او د امریکا په وړاندې یې د ولسي مخالفت چیغه خاموشه کړي ده. 

۲۶۱ مخ کې دوی په مزار کې د اطلاعات کلتور هوټل په امریکایانو په نشت بیه پلورلی دی، د دوی داسې ګڼ خیانتونه په ویاړ په دې کتاب کې ثبت شوي دي. رهین چې د افغانستان کلتور یې په فرهنګ بدل کړ، له خرُم څخه مخکې او وروسته د کلتور وزیر ګمارل کیږي، سره له دې چې رهین د ولسي جرګې لخوا په لومړې دوره کې بې باوره کیږي، دا خپله په دې دلالت کوي چې کرزي او ډلې یې د عریانۍ، فحشا او غربي کلتور د پاره د ولسي احساساتو د خاموشه کولو د پاره د خرُم له مصنوعي مخالفت او د رهین له لوچکۍ ګډه ګټه پورته کوله تر څو له دې لارې د نن ورځې بدمرغي بنسټیزه کړي، په دې کې د خرُم د مرموز شخصیت لاس تر رهین ډېر پیاوړی ښکاري. 

۲۹۴ مخ کې کرزي خرُم ته دنده سپارلي چې د کرزي د غلام شخصیت په مخ رنګین څادر وغوړوي او د هغه د جوړولو کوښښ وکړي، د همدې ماموریت له مخې خرُم د کابل نیوز، سپوږمۍ رادیو، سرنوشت اخبار، ویسا اخبار، مسیر اخبار او ګڼو نورو رسنیو په جوړولو لاس پورې کوي، خو له نیکه مرغه، د ولس ځوانان نن په دې شومو لومو کې نه ګیریږي، د غلام او ازاد په توپیر له هر بل وخت ښه پوهیږي، ددې ادارو تبلیغات تش لکه د طلوع او نورو سپکو رسنیو د تبلیغاتو په څیر پوچ او سپک پاتېږي.  

 د کتاب په دویمه برخه کې څلور دوسیي ( ملي مسئلي ) ذکر کیږي: 

د کابل بانک مسئله، 

د باګرام زندان 

ستراتیژیک تړون 

سوله 

دویمه برخه تقریبا ټوله د همدې څلورو مسئلو په سر د کرزي، خرُم، سپنتا او امریکا د چنو وهلو بحث را نغاړل شوی دی، حال دا چې تر دې دمه ۲۰۱۹ اګسته پورې پورته یوه مسئله هم نه ده حل شوي، د پورته ټولو مسئلو د جواز، ادامۍ، د ولسي احساساتو د خاموشولو بریالی کوښښ خرُم او کرزي کړی دی. د کابل بانک غله ( د کرزي ورور، د فهیم ورور، د خلیلي ورور ...) سرې سترګې د کرزي د دورې او د اشرف غني د واکدارۍ ملاتړه برخه ول او دي. د باګرام زندان لا هم له بې وزله افغانانو ډک دی، ستراتیژیک تړون ( د افغانستان د خرڅولو تړون) کرزي له اوباما سره په سر ټیټي لاسلیک کړ، خرُم یې پښتو برخه تیاره کړي وه، هغه په ډېر ویاړ ۳۵۵ مخ کې، د افغانستان د خرڅلاو دوه پوړیزه ودانۍ مثال وړاندې کاوه چې لاندې پوړ به یې د کرزي تر چپنې او د خرُم تر خیټې لاندې وي، خو پاس پوړ به یې د امریکا د ډورن، بندیخانو، ظلمونو او استعمار په واک کې وي، همدا د غلام ذهن تولید دی، همدا د غلام باور دی.  سوله کرزي او خرُم خیلو په شرمونو وشرموله، د طالبانو تر نامه لاندې د سلګونو زرو افغانانو شهادت همدې کړۍ پیل او غني ته یې د قتل عام مسؤلیت ولیږداوه.  

کرزي به په ولسي غونډو کې طالب ورو ګاڼه خو د خرُم د کتاب له مخې په هر رسمي مجلس کې کرزي طالب ترهګر ګڼلی ، د پاکستان ګوډاګی یې ګنلی، د طالب د ورکاوي، وژنو او قتل عام زارۍ یې بهرنیانو، د امریکا جنرالانو د پاکستان پوځ او ای ایس ای ته کړي،  ښه بیلګه یې په ۴۶۷ مخ کې، چې خرُم ترې په ډېر ویاړ ځای، ځای یادونه کړي ده، د دوه مخي سیاست ښه پرده یې له څیرو پورته شوي ده. 

۳۱۳ مخ کې د سي آی اې په واسطه د عبدالولي د شهادت پیښه د ایس ډایریکټریت کتاب په حواله ذکر کیږي، مطلب ارګ، غلام کرزي، د هغه باشي خرُم پرې خبر نه و، د ورته سلګونو زرو مظلومو شهادتونو د ملاتړ او پوښتنې هیڅ بیلګه په کتاب کې نه تر سترګو کیږي، کتاب له تور او سپین ډک دی، تور یې هر بل افغان، طالب او د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې مبارزین دي، سپین په کې غلام کرزی او د غلام بنده خرُم دی. 

کتاب د کرزي او امریکا د استازو ترمنځ د نانندریزو خبرو اترو ډېرې بیلګې لري، داسې بیلګې لکه نازولی ماشوم چې کور کې له هر کشر او مشر سره کوي، کرزی د نازولي غلام په بڼه تصویریږي او ددې نازولي غلام نازولی او بې بدیله جمبوری، د فتر مشر په کې خرُم ځان منعکسوي. 

۳۹۱ مخ کې د امنیت د شورا سلاکار ابراهیم سپین زاده  کرزي او خرُم ته وایې چې موږ د امریکا پیسې هم خورو او د مخالفت ډنډوره یې هم کوو، ورته پیغورونه ځای، ځای۳۸۶ مخ کې سپنتا هم دوی ته ورکوي. ۴۲۶ مخ کې سپنتا د خپل توند او مخالف نظر په لرلو دنده پري ایښې، څوکۍ یې په لغته وهلي، خو د کرزي په ټوله دوره کې، په ۱۴ کالو کې، په زرګونو ظلمونو، افتونو، یرغلونو، د غلامۍ په شرمونو کې یوه ورځ هم خرُم د دندې پریښودو تکل نه دی کړی، په کتاب کې هیڅ ځای داسې نه دې راغلي چې خرُم دې داسې مخالفت ته لار هواره کړي وي چې ریښتونی دي وی. 

خرُم ولي د ۱۴ کلونو شرمونو سپیناوی پنځه کاله وروسته، پداسې وخت کې چې د اشغال په خلاف د طالبانو مقاومت بریالی کیږي، د غلامۍ دوره پای ته رسیږي، خپروي؟ ګڼ دلایل یې کیدای شي تر ټولو مهم یې دا چې کرزی د خرُم په خوله غواړي خپل سپیناوی وړاندې کړي، د ۱۴ کلونو شرمونو، د نازولو غلامیو بیلګې وړاندې کړي او په دې توګه یو ځل بیا ځانونه د افغان سیاست د نوي څپې، له اشغال وروسته افغانستان کې خپل مرموز کردار ته لاره هواره کړي، خو افغان ولس به د دوی تورې کارنامۍ کله هم هیرې نه کړي، ناکامي یتیمه ده او د بریا څو پلرونه وې، ددې متل معکوسه، د افغان معاصر تاریخ د ټولو ناکامیو مور او پلار کرزی او ډله یې ده، د بریا تاج د افغان مظلوم ولس د مقاومت په سر دی.  

د خرُم د تور و سپینو اړوند دا لیکنه له دې امله لازمي وه چې باید د خرُم په څیر ټولو غلام ذهن، مفسدو او غلو چارواکو ته وویلی شي چې ستاسو کړنې د افغان میړني تاریخ په ټنډه داغ دی، تاسو کوښښ مه کوئ چې ځان سپین کړئ نور تور، ستاسو اړوند افغان مظلوم ولس خپله پریکړه کړي، ستاسو ځای د غلام دی، همدا تاریخي شرم تاسو ته کفایت کوي.