د افغانستان روان اکربکر (حالت) داسې نه دی چې ګواکي طالبان به د افغانستان واکي په لاس کې اخلي، بلکې دا یو خام طالبي اندواند یا فکر دی چې روان حالات داسې سپړي او یا هم د طالبانو د پنجابي او ایراني بادرانو تبلیغ دی۔ په هېواد کې ریښیا هم لوی ناورین روان دی، خو طالبانو د دې ناورین پای ته رسولو ماموریت نه دی اخیستی او نه هم د دومره دروند بار جوګه کېدای شي، بلکې د ناورین راړلو پازه (مسئولیت) یې پر غاړه او د ناورین اوږدل یې دنده او د غاړې غړوندۍ ګرځېدلی دی۔

د طالبانو د "افسانوي مبارزې" حقیقت ولس ته ښه ترا مالوم دی۔ له کنړونو تر هراته، له حیرتانو تر هلمند، کندهار، پکتیا او پکتیکا پورې د طالبانو د "شجاعت" ریښتینې نښې پرتې دي۔ دا نښې هرګوره د طالبانو د تبلیغ مخالف داسې یو حقیقت انځوروي چې په هغه کې طالبانو د مظلوم بې دفاع ولس پر وړاندې له کبر، ظلم، ناروا او هر ډول ترهګرۍ څخه ډکې کارنامې پر ځای پریښې وي۔ طالبانو نړیوالو ته په ریښتیا هم دا پیغام ورکړ، چې پنجاب غوندې یو بې بنسټه ملک چې د طالبانو غوندې د ابوجهل لښکر جوړ کړي، نه یوازې خپل ملتونه په ناپایه ناخوالو او بدمرغیو کې ډوبوي، بلکې د نړۍ پرمختللو، له اقتصادي او نظامي پلوه غښتلیو هېوادونو ته هم یو لوی سرخوږی جوړولای شي۔ طالبان په خپله ټوله مانا او مجموعه کې ریښتیني زړور او باوري غلامان دي چې د خپل بادار د خوښې لپاره یې ان خپلې مور او پلار ته بمونه کېښوول او د خپلو بچیانو سرونه یې پرې کړل۔ د خپل بادار لپاره تر دې لوی جوپړ، صداقت، بلهاري او قرباني تر اوسه د انسانیت په تاریخ کې چا نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي۔ د فرعون جادوګرو چې د موسی ع څخه ماتې وخوړه، د فرعون په مخ کې یې نارې کړې چې موږ د موسی او هارون په رب ایمان لرو، خو طالبانو تر اوسه د پنجاب او ایران د ګټو څخه د انکار توری هم په خوله نه دی راوړی او نه یې د الله ج د مخلوق څخه د دفاع غږ پور ته کړی یا پورته کولای شي۔

د امریکا له وحشیانه تجاوز او اشغال څخه به داسې څوک سترګې پټوي لکه طالبان چې په زړونو ړانده وي او سترګې یې نه یوازې د خپل بادار، بلکې د ټول ولس په وړاندې ټیټې وي۔ د امریکا وحشیانه تجاوز د طالبانو په څېر د فرعونیانو او د دdvxvxوی د حکومت په وړاندې وو۔ دا وحشیانه تېری او طالبي فرعونیان دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي او اوس هم دا لوبه روانه ده۔ نن چې طالب خوراج په دوحه کې له امریکا سره ناست او د سولې د خبرو ډرامه یې جوړه کړې ده، خو هممهال په افغان سرتیرو په تېره په افغان بې دفاع ولس بریدونه کوي، په ریښتیا چې د طالبانو اصلي کرکجن، کرغېړن، غلام، فرعوني او لهبي شخصیت ښیي۔ طالبان چې په خپله وایي چې د امریکا تجاوز وحشی امام ولې د جمعې پر ورځ چې روژه یې په خوله وي، د منبر پر سر وژني؟؟ په تېرو پنځو کلونو کې به طالبانو شل امریکایي سرتېري نه وي وژلي، خو په زرګونو بې ګنا ولسي وګړي یې تر تیغ کړل، زرګونه افغان فوځیان یې ووژل، هغه هم هغه افغان فوځیان چې یا اسیر ول یا ټپیان!

دا ادعا ډېره خندوونکې ده چې ګواکي "افغان ولس د مخکې خپله پرېکړه کړې وه او د طالبانو په جانبازۍ او ديني -ملي ارزښتونو ته په تعهد او وفا يې د ازادۍ -خپلواکۍ د مبارزې رهبري او مديريت ورته سپارلی"۔

ریښتیا چې دروغجن حافظه نه لري او غلام ابن غلام بیا طالب غونډې سپین سترګی وي۔ هېر مو شول چې همدې افغان ولس له قندوز څخه نیولې تر خوست پورې او له کنړونو څخه نیولې تر اسلام قلع پورې په طالبانو پسې ټوپک راواخیستل؟؟؟ هېرو مو شول چې د امریکا له راتګ سره سم طالبان وتېښتېدل، خپلې کابلۍ موډرنې او نوې واده شوې مېرمنې یې د شمالي ټلوالې لنډه غرو ته پرېښووې او همدې مېرمنو چې په زور یا زر سره طالبانو نکاح کړې وې په طالبانو لعنتونه ویل؟ هېر مو شول چې هغه بې ګنا سپین زړي کلیوال طالبان چې په لومړۍ کرښه کې جنګېدل، نورو طالبانو په شمال کې یوازې پرېښوول او د شمال اوسېدونکیو په هره لاره کوڅه کې ونیول او د دوستم سړیخورو ته یې په لاس ورکړل؟ هېر مو شول چې په کنړونو، هلمند، خوست، ګردېز او ان په کندهار کې لاستړلي امریکایانو ته په لاس ورکړل شوئ؟؟؟

نو ولس چا ته بعیت ورکړی، له چا سره ولاړ دی او څوک غواړي؟؟؟ ګلبدین حکمتیار که پنجاب ته د طالبانو یو سلنه غلامي هم کړی وای، پنجاب به یو پوچک کارتوس طالبانو ته نه وای ورکړی، بلکې حکمتیار ته به یې په ټنونو وسلې ورکړې وای، ځکه چې حکمتیار په ولس کې یوه ګوډ او مات بېخ بنسټ لري، خو طالبان یې نه لري۔ بیا هم که طالبان دا ادعا لرۍ، نوولې له ولس څخه د ټاکنو له لارې بعیت نه غواړي۔

راشئ چی قرآن په منځ کې کېږدو، ولس به راوغواړو له هر منبر څخه به په دې ولس غږ وکړو چې هر چا ته مو زړه وي، هغه چا ته خپله رایه ورکړئ چې په شتون کې نېک مرغي وینئ، چې زړه مو وي، له هغه چا سره بیعت وکړئ!

په بشپړ باور سړی ویلای شي چې طالبان یوه ولسوالي هم نه شي ګټلای۔

دا یو نه هېرودونکی حقیقت دی چې په افغانستان کې له شاهي نظام څخه نیولې، تر کمونست پلوه، تر طالبي حمارت او د ښاغلي کزري تر ولسمشرۍ پورې ټول سیستمونه وکارول شول، خو تر ټولو هغو د طالبانو دوره بد مرغه، غلامه، بې عزته او له بېسارې کړاوونو څخه ډکه وه او اوس هم هغه کور او کلی چې د طالبانو په واک کې دي، تر ټولو نېستمن، بې پته شوي، یرغمل شوي، له انساني کرامته رټل شوي او نالوستي خلک هلته ژوند کوي۔ نو دا بدمرغي خلک نه غواړي، خلک غواړي چې د خدای ج د رحمت په رڼا کې ژوند وکړي، له یو عادل مشر سره بیعت او د نړیوال کلي له پرمختګ څخه برخمن شي۔ د یوه ظالم او فرعون مشر شتون چې د طالبانو دوره یې جوړلوله، په خپله د الله ج یو قهر وو۔ د طالبانو په شتون کې دومره نېستي او ان وچکالي وه چې اندازه یې نه شوای لګېدلای۔ نو طالب په خپله بدمرغي ده۔ دا طالبان ول او دي چې د افغان ولس پر بدن یې بې شمېره ناسور ټپونه ولګول، نو دوی د دې ټپونو د رغولو نه هوډ لري، نه یې هنر زده دی، نه دا ماموریت د طالبانو پر غاړه دی، نه د دې لپاره زېږېدلي دي، نه د دې لپاره ټوپک ورکړ شوی دی، نه د دې ټپونه د علاج جوګه کېدای شي، نه یې پروا لري، نه یې بادار دا اجازه ورکوي او نه هم ولس په طالبانو کوم باور لري چې د خپل مور، پلار، زوی او لور قاتل یې دې دا ټپونه ور پرهر کړي۔ د افغان ولس بېړۍ طالبانو ماته کړه، طالبانو له ساحله وشړله او طالبانو په ساحلونو کې ور ته بمونه کېښوول۔ نو دا بېړۍ به د طالبانو په شتون کی څنګه ساحل ته راتګ وغواړي؟؟؟

افغانستان په ریښتیا هم په تېرو دوو لسیزو کې په بې سارې توګه سرزیان، مالي او معنوي زیانونه لیدلي دي چې جبران یې سخت دی، خو حقیقت داسې دی چې د دې زیانونو په اړولو کې د امریکا او همجرمه ځناورو برخه یې دومره نه ده، لکه د طالبانو۔ طالبانو په ټول واک و ځواک د ټوپک خولې په دې مظلوم ملت راوړولې، هر سړک او پل یې په بمونو والوځوه، هره لاره یې ویجاړه، هر ښوونځی یې وران، هر منبر یې ونړوه او هر ټولګټي بنسټ ته یې اور واچوه۔ اوس بیا اوښکې تویوي چې ولې داسې وشول؟؟ همدغه جرم او جنایت، همدا اوس، د همدې لیکنې د لوست په وخت کې څوک کوي، څوک ولس ته په مورچل کې ناست دی، څوک د ولس پوله، پټی، سړک لاره او د اوبو بند نړوي؟؟

هر غل، لنډه غر، قاچاقبر او په ټوله مانا ۴۲۰ د طالب تر ژغ (یوغ) لاندې کلي کې ژوند کوي، د طالب ملګری او همفکره دی، یوه روپۍ خپل جېب ته اچوي، یوه د طالب په خوله ور منډي۔ په مسکو کې ملا عبس ستانکزي چې د شمال د لنډه غر اتامامد، د پښتنو، تاجکو، ازبکو او ۔۔ نورو مظلومانو قاتل تر لاس نیولی وو، څه مانا لري؟ هغه ملګرتیا، ټوکې ټکالې، د زړه راز یې د څه شي ثبوت وړاندې کوي؟؟؟

دا ادعا چې ګواکي " طالبان په ديني ، سياسي ، نظامي ، ثقافتي او مديريتي برخه کی ښه کدرونه لري او په ځان بسيا دي" یوه ټوکه وګڼم، خو بیا هم که ریښتیا داسې وي، د یو څو کسانو نومونه خو واخلئ!

که چېرې په طالبانو کې داسې کوم کس شتون درلودای، نو دوی به دومره نه ذلیلېدلای، طالبان به د الحاد او خوراجو تر پولو نه اوښتلای، طالبانو به په قرآنونو او جوماتونو کې بمونه نه اېښودلای، منبر به یې په بمونو نه الوځولای، انساني کرامت به یې د شرعیت په نامه نه سپکوه او شرعیت به یې د پنجابي سیاسي او نظامي دوکتورینو سره نه ګډوه۔ د طالب فتواوې به له پنجاب څخه نه راتللې۔ هېر مو شول چې د طالبانو پجابی مفتي، هغه غټ خېټی خنځیر، له سلګونو بوتلو شرابو سره ونیول شو؟؟ د طالبانو د مفتیانو سکسي وېدیوګانې خپرې نه شوې؟ د طالبانو مفتیان د پنجابي فوځ غړي نه ول او نه دي چې د وزیرستان په زرګونې پیغلې او مېړوښې یې کراچۍ او اسلام اباد ته د فحشا مرکزونو ته کش کړې؟

دا ادعا چې طالبان "په ساينسي ، تعليمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، اقتصادي ، تجارتي ، توليدي ، پلانګذاري او ددې برخو منجمنټ کې بيا پوره پرسونل د خپل تشکيل په چوکاټ کې نه لري ، ځکه دوه لسيزو جنګ او د اشغال سره د مبارزې اولویت دوی ته دا چانس ميسر نه کړ چې په دې برخه کې کار وکړي ، کدرونه و روزي او تجربی دې حاصلې کړي"۔

پوهېږئ چې څه وایئ؟

تاسې طالبانو سر له اوسه دا تصمیم نیولئ دئ چې که چېرې د هېواد واک بیا تاسو تر لاسه کړ، نو ټول دولت به له طالب څخه جوړ وي، طالب به هم ملا وي، هم به د مخابراتو او ټکنالوۍ وزارت فني کارمن۔ تاسې داسې تصمیم نیولی چې له امیر یا جمهور رییس څخه نیولې تر چپړاسي پورې به طالب وي۔ نو دا ملت به څه کوي؟ دا په سلګونو زره مسلکي کدرونه به څه کوي؟ دوی کور ته لېږئ؟ وژنئ یې؟ ټول زندان ته اچوئ؟ د بابړې د کربلا په څېر ټول قتلوئ؟؟

سربېره پر دې برسېرن اندواند چې د طالبانو آره څېره ښیي، د کورنیو علمي کدرونو د کمښت او شتون یادونه کېږي۔ د دې کدرونو څخه ګټه اخیستل ښه پلان دی، خو پوښتنه راولاړه شي چې دا کدرونه خو په تېرو اتلسو کلونو کې په بې سارې توګه ډېر شول۔ څه شول، چا ووژل، وطن یې پرېښووه او مسافر شول؟

هو، دا نوي راټوکېدلې او زاړه با تجربه علمي کدرونه یوې غلامې کرایي خونکارې ډلې چې ځانونو ته یې د موسی ع لقبونه ورکول، ټول ووژل، زندۍ یې کړل، په لارو سړکونو کې یې بمونه ور ته کېښوول، د اختر پر ورځ یې په جومات، کور، کلي او د لمانځه پر سر ولاړ ووژل۔ دومره علمي کدرونه او اسلامي علما چې طالب سړیخورو ووژل، نه امریکا وژلي او نه هم د دوی همجرمه ځناورو ملګرو۔ هېر مو شول چې د کابل کندهار په لویه لار به طالبانو یوازې ډاکتران، انجینران، زده کړیالان، ښووونکي او د پوهنتون استادان وژل؟ لا تر اوسه یې لا وژني! هېر مو شول چې د همدې اختر په لومړی ورځ طالبانو د وردکو په جغتو کې د پوهنتون استاد چې موده وړاندې یې په هند کې ماسټري کړې وه، له خپلو ماشومانو سره یو ځای په بمونو والوځوه؟؟

د طالبانو او د دوی د همفکره دې سرونه خلاص وي چې دا سنتي مؤمنه ټولنه د طالب شتون د سرطان ناروغي ګڼي، د الله ج غضب یې ګڼي، انساني کرامت ته یې سپکاوي ګڼي، د بشریت په لمن یې د نورو کرایي قاتلانو په څېر یو تور داغ ګڼي، د افغانستان ابدي غلیمان یې ګڼي۔ طالبانو له خپل زیږد څخه نیولې تر نن پورې په زرګونو داسې لاسوندونه (شواهد) وړاندې کړل چې دوی نه له افغاني ټولنې څخه سرچینه اخلي او نه هم د دې ټولنې له لمنې څخه راوتلي، بلکې د پنجاب اځلي او ابدي غلامان دي۔

د طالبانو سره د امریکا سوله هسې یوه امریکايي او پنجابي ډرامه ده چې پنجاب خپلې ګټې پکې ساتي او امریکا خپلې موخې۔ امریکا خپل سیاست او خپلې ستراتېژیکې لارې بدلې او خپلې موخې یې له سره ارزولې دي۔ له طالبانو سره سوله د سیاسي تیاتر یوه ننداره ده، د طالبانو راتګ د ستېج پر سر هسې یوه ټوکه او د خلکو د سترګو د لید لپاره یو لنډ بدلون دی، طالب به د ستېژ پر سر پاتې نه شي، نه یوازې دا چې د ستېژ پر سر د پاتېدلو وړتیا نه لري، بلکې په افغان مسئله کې یې هېڅ ښکېل لوری هم نه غواړي۔ که یې چېرې امریکا په ریښتیا هم راولې، افغان ټولنه یې نه پرېږدي، دا شپږسوه زره وسلوال فوځ یې نه پرېږي۔ خو تر ټولو اړینه دا چې د دې ټولنې هېڅ کس په دې مؤمنه ټولنه کې د ابوجهل لښکرو ته ځای نه ورکوي۔ د دې هېواد لپاره خلکو قربانۍ ورکړې او دا قربانۍ به پالي۔

بلخوا باید وویل شي چې طالب نه دومره وړتیا لري او نه هم دومره لېواله دی چې ګران هېواد افغانستان دې د امریکا له هغې خونړۍ استخباراتي جګړې څخه وژغوري چې د سولې له ډرامې وروسته پېلېږي۔ امریکا به ستړې وي، خو ماتې نه ده چې له طالب سره سوله وکړي، بلکې طالب د خپلو لوبو په لومو کې بیا لوبوي، بیا یې اوچتوي، بیا یې په ټوله مانا له انسانیت څخه وباسي، اسلام پې بدنامه کړي، بیا یې ونیسي او د ترهګر په نامه یې ووژني۔