پدی ورځو کی د قطر هیواد پلازمینه دوحه کی د امریکا د نماینده خلیل زاد او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو تر اجندا لاندي د امریکایی او ناتو د قواو وتل د افغانستان څخه په نورو هیوادو دنه تجاوز او د حکومت د شکل په اړوند خبری روانی دی ، مختلف نظرونه رنګارنګ وړاندیزونه او موضع ګیری طالبانو او یا حکومت ته د نژدیوالی پخاطر افراطی سمتګیریو زور اخستی له دیرو هیوادوالو څخه اصل موضوع او اصل خبره ورکه ده یو شمیر خوشبین ولي یو شمیر بد بیني ښکاره کوي . چی په عمومی توګه دا په لاندی درو برخو ویشلي شو .

مشکل لدی را ولاړ شوی چی یو شمیر دوستان د سولي د ټینګیدو ته د لیوالتیا له امله د حکومت هر دول سالم وړاندیزونه هم غندی.
یو شمیر وطنوال بیا په هیواد کی د اشغال ته د پای تکی ایشودلو په خاطر د اوسنی حکومت چارواکي د اشغال اردلیان بولي او هر وړاندیز یی ولو که د هیواد په ګټه هم دی مردود بولي .

بله ډله هغه له قدرته شړل شوی چنګسالار او مفسدي کړی د اوسنی حکومت سره د خپل شخصی ګټو د لاسه ورکولو دمشکل له مخی په هر ډول چی وی په هر تاوان چی د هیواد لپاره تمامیږی د هیواد دجمهور ریس اشرف غنی سره د ضدیت پخاطر د حکومت هر ډول سالیمه او ناسالیمه موضع ګیری خلاف هر څه تر انتقاد لاندی راولي .

بالمقابل یو شمیر هیوادوال چی د طالبانو دلومړی دوری د حاکمیت څخه ترخی خاطری لری ددي ویری لکبله چی بیا د امر بالمعروف تر کیبلونو لاندی رانشی د طالبانو سره دسولی دخبرو سبوتاژ کوي .
بله ډله د اوسنې حکومت کی لوړ پوړې دیر کسان چی د خپل قدرت او چوکۍ زوال ګوري د طالب دراتګ او سولي دبریالیو خبرو د مخنوي هڅي کوي ، او دریمه ډله هغه سکتاریستي کړي چی طالبان پشتانه بولي او د پشتنو ونډه په دولت کی تقویت مومي هم د دسولي دداسی پایلو دراتګ سره چی طالبان په قدرت کی غوشنه برخه تر لاسه کوي مخالفت کوي .
دپورته ډلو د موضع ګیري حالتونو ته په کټو سره د ټولو کسانو د موضع اصلی محور شخصي ګټي جوړوي . دا ډلی د ملي ګټو پرځای خپلو شخصي ګټو ته ترجع ورکولو سره نارې سورې وهي .ولي بیا هم ددې ټولو ډلو د یو ځای کیدو څخه یو قاطع اکثریت جوړیدلي نشي .

او دریمه لویه برخه هغه وطنوال چی نه داوسنیو چارواکو د قدرت په پاته کیدو کی کومه دلچسپی لری او نه هم د طالبانو په راتګ سره کومه بدبیني لری. دا چی کوم لوری غوشنه برخه لری او کوم لورې کمه برخه ورته بی تفاوته دی . څه چی مهم ده هغه دسولی راوستل او نطام د رنګیدو مخنوی دي .
دوی هم د هیواد څخه دخارجی قواو وتلو ته بی صبره انتظار کوی خو له بل لورې په هیواد کی د غیر مسوولو وسلوالو ډلو له شتون څخه ویره لري . هم د طالبانو راتګ ته خوشحالیږي او هم د دیارلس اویاومو کلنو د کورنیو جنګونو د بد بختیو دتکرار څخه ویره لري ،
د طالبانو سره دسولی هوکړه لیک په امضاء کولو سره هم د القاعدي او داعش دتقوی سره د جنګ د دوام ویره لري

پداسی یو کړکیچن او ګډوډ مشوش حالت کی څه باید وشی کومه لاره د هیواد او هیوادوالو په ګټه ده .

د ټولو افغانانو خاصتأ د ملی دموکراتیکو قوتونو ، مدنی ټولنو ، ځوانانو او قومی مشرانو علماو او وطندوسته روحانیونو مشترکه وجیبه ده چی ملي ګټی تر هرڅه مقدمي وبولی خپله خوشبختی هم د ټولنی به خوشبختی کي وغواړي ،له هر ډول قومی ، سمتي لساني تمایلاتو ځانونه را وباسی او د ملی ګټو په محور ولاړ موقیف اختیار کړی .
د خپلواکی د سلمی کالیزی د نمانځلو سره سم خپل د خپلواکی احساس په وجود کی را ژوندی او په یوه خوله یو غږ د خپل مشترک ارمان چی هیواد کی د جنګ ختمول دی د خارجی قواو بیرته ستنیدل د یو منظم پلان له مخی وغواړی . په همدی مدت کی په هیواد کی ټولی شته غیر مسوولي ډلی عام وتام خلع سلاح شی .
راتلونکی زعامت د دموکراسی د اصولو له مخی د خلکو د رایو په اساس وټاکل شی.
د لویی جرګی له لوری اساسی قانون کی لازیم اصلا حات راوستل شي چی دخلکو مدنی حقوق ، دبیان ازادی، د قضا خپلواکی او د مرکزی قوی دولت جوړشت پکی تصمین شوی وی
د هیواد ملی وسلوال ځواکونه چی هیواد کی د ملی حاکمیت او دنظم او امنیت دساتلو او دهر بهرنی تیری په وړاندی د ځمکی دبشپړتیا دساتنی دندی پغاړه لری نوري هم تقویت کړلي شي تر څو د داعش او القاعده ډلو په ځپلو کی بریا ترلاسه کړی .
دا غږ که دهر چا له ستونی راوځي دا غږ که داشرف غنی یا ملا هیبت الله او یا ددریمګړي له ستونی راووځي دا غږ که د هر پښتون ، تاجک ، هزاره ازبک او یا بل میلیت او قوم وال له ستونی راوځي باید ملاتړیی وشی او دا غږ د نړیوالو تر غوږونو ورسول شی تر څو هغوي هم درک کړی چي افغانان نور یو لاس شوي دي ، نور د خپل هیواد برخلیک خپل لاس کی غواړي.
زموږ هیواد دڅلویښت کلن جنګ څخه تنها قربانی شهادتونه ، معلولیتونه مهاجرتونه نصیب شوی ،د یتیمانو ، کوڼدو او بوري شوی مندو کریکو پرته بل څه د اکثریت هیوادوالو په برخه ندي شوي ، داچی یو شمیر کسان لدی لاری د سرمایو او بنګلو څښتنان شول نور باید د چا دشخصی ګټو قربانیان و نه ګرځو ،نور خپل وطن ویران نکړو نور د شخصی ګټو پخاطر د یو پست او چوکی دساتلو پخاطر دهیوادوالو غوشتنو ته اولیت ورکړل شي.
پاي