په مانوس ټاپو کې بندي پناه غوښتونکی ایراني الاصله کردی جورنالیست بهروز بوچاني د استرالیا پر عامه خلکو غږ کړی چې د خپل حکومت د مهاجرت پالیسیو په وړاندې دې چوبه خوله نه پاتې کیږي او د کډوالو او پناه غوښتونکو په هکله ناسم پروپاګند دې له منځه یوسي.

ښاغلي بوچاني چې له مانوس ټاپو څخه په یو ويډیوي اړیکه کې د کوینزلینډ ایالت يوې غونډې ته خبرې کولې، وویل، د استرالیا د مهاجرت عصري پالیسي لا تراوسه د استعماري دورې تر اغیز لاندې ده. زه د استرالیا له خلکو غوښتنه کوم چې پدې برخه کې زیات کار وکړي او د کډوالو او پناه غوښتونکو له حقونو دې دفاع وکړي.

نوموړي وویل، مونږه، د استرالیا د سمندري توقیف خونو کډوالو او پناه غوښتونکو پرته له مهاجرته بل هيڅ کوم جرم نه دی ترسره کړی خو باوجود د دې مونږ ته جزا راکول کیږي او په ناټاکلي قید کې ساتل کیږو.

نوموړي وویل، «د مانوس او نایرو توقیف خونو د هر کډوال او پناه غوښتونکي په ذهن کې همدا یوه پوښتنه ده، چې بالاخره کله به ازادي ترلاسه کوي او له دې بنده به خلاصیږي.»
بوچاني زیاته کړه، د مۍ میاشتې د ټاکنو د پایلو د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو د اوسیدونکو په منځ کې ژوره خواشیني او ناهیلي رامنځته کړه، ځکه دغه ټاکنې یو وارې بیا د سکاټ موریسن لبرال ګوند وګټلې.

بوچاني وویل، «مونږ هیله درلوده چې مخالف کارګر ګوند د حکومت د واک په ترلاسه کولو سره به ډيره کې د مهاجرت ستونزې حل شي. مونږه خپلې ټولې هیلې په ټاکنو کې د کارګر ګوند په بریالي کیدو پورې تړلې وې ځکه دغه ګوند ژمنه کړې وه چې د استرالیا د بشري مرستو ویزو له لارې به د کډوالو او پناه غوښتونکو د قبلولو کلنۍ شمیره ۲۷ زرو ته لوړه کړي او همداراز نیوزیلینډ ته به له مانوس او نایرو توقیف خونو څخه ۱۵۰ کډوال هم انتقال کړي.»

خو د ښاغلي بوچاني په خبره کله چې داسې ونشول، نو په توقیف خونو کې کډوالو خپلې هیلې له لاسه ورکړې او سلګونو د ځان د وژلو هڅې وکړي ځکه له دې بنده د خلاصون یوازینۍ لاره ورته مرګ ښکاره کیده.