وېده ملت ته!
ژمی تېر دی لا تر اوسه خبر نه يی
پسرلي پستو وږمو باندې ویښ نه شوې
د وږمو د الهامي زیرو تر څنګه
د باران په ترانو باندې ویښ نه شوې
د سپرلي بریښنا او تندر جوړ محشر کې
د اسمان په غرغړو باندې ویښ نه شوې
نور قومونو اوښان چوو کړل، کډې بار شوې
د کاروان په بارېدو باندې ویښ نه شوې
د تاریخ په هر تاوکښ او موړ کې ماته
په تکرار د تجربو باندې ویښ نه شوې
د سیالانو منځ کې پاتې له سیالیو
د سیالانو پیغورو باندې ویښ نه شوې
د خیرات او د بخښښ په تمه ناسته
د سوالونو په پیسو باندې ویښ نه شوې
نه له مغزه دې کار واخیست، نه له مټو
د دې دواړو په نېرو باندې ویښ نه شوې
د ویښتوب یو راز که خپل تاریخ کې نغښتی
د خپل تېر تاریخ لوستو باندې ویښ نه شوې
انتحار او انفجار دې ژوند تبا کړ
د دښمن په دسیسو باندې ویښ نه شوې
ای د مرګ په خوب پراته، وېده ملته
د پېړیو په اوښتو باندې ویښ نه شوې
اسرافیل که دې راویښ کړي، ژوند به تېر وي
د شاعر سویو نارو باندې ویښ نه شوې
شعروزمه خیالونه